تاند- د انتخاباتي هلوځلو په دوام کې د مخکښ کاندید ډاکتر اشرف غني احمدزي د کاندیداتورۍ په ملاتړ کې نن په ننګرهار، پکتیا، کابل، کندهار او څو نورو ولایتونو کې غونډې جوړې شوې.

د ننګرهار د عربانو د قوم مشرانو او ځوانانو په جلال اباد ښارکې د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي د نوماندۍ ملاتړ اعلان کړ.

دوی چې په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین دفتر ته رورغلي وو، ژمنه یې وکړه چې په رضاکار ډول به د ولسمشرۍ دغه نوماند ته پخپله سیمه کې کمپاین کوي.

په غونډه کې د ډاکتر غني د کمپاین د سیاسي کمېټې مسول جنرال میرهاشم د جلال اباد د عربانو ګولایي سیمې دغو مخورو او ځوانانو ته هرکلی ووایه.

بیا د راغلو قومي مشرانو او ځوانانو په استازیتوب د عربانو یوه مخور عطامحمد عرب خبرې وکړې، ویې ویل:«ډاکټراشرف غني ته ځکه رایه ورکوو او کمپاین کوو چې ټاکنیزه نښه یې قرآنکریم دی، عالم او نړیوال شخصیت دی او د افغانستان ثبات یې په رهبرۍ تضمیندای شي.»

د عربانو د قوم استازي ژمنه وکړه چې پخپله سیمه کې به د ډاکټرصیب غني د کمپاین لپاره داوطلبانه او پخپلو امکاناتو دفتر هم پرانیزي.

پخواني جهادي قومندان نوریاسین، په ختیځ کې د کمپاین د دیني عالمانو د کمېټې مسول مولوي روح الله عابد او د ځوانانو کمېټې مسول محمد اسلم امېد د ډاکټراشرف غني د نوماندۍ د ملاتړ ترڅنګ ډاډ ورکړ چې ډاکتر غني احمدزی به له ختیځ زون څخه تر نورو سیمو زیاتې رایې وګټي.

له بلې خوا د ولسمشرۍ بل مخکښ کاندید عبدالله عبدالله نن د کابل په صنعتي پارکونو کې د خپلو اقتصادي پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي عبدالله د نورو موضوعاتو ترڅنګ د فابریکو په جوړولو او کارګرانو ته د مسلکي زده کړو په ضرورت ټینګار وکړ.

3 thoughts on “د ننګرهار عربانو د ډاکتر اشرف غني احمدزي د کاندیداتورۍ ملاتړ وکړ”
  1. د عربانو د قوم ټولو مشرانو او کشرانو څخه یوه نړی مننه چی د اشرف غنی احمدزی ملاتړ یی وکړ
    یو ځل بیا ددوی ټولو څخه یوه نړی مننه کووم

  2. قربان له هوښیارو خلکواوقومونو نه . دوی خپلی او دهیواد ملی منافع سمی تحلیل کړی او پرځای تصمیم یی نیولی دی. هیله ده چی دهیواد ټول بیداره او وطن دوسته قومونه اوخلک رابیدار شی او خپل ملی زغیم ښاغلی اشرف غنی احمدزی ته په اسلامی ، افغانی او د وطن دوستی په روحیی سره رایه ورکړی.

ځواب ورکول aziz ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *