تاند، یکشنبه، د حمل ۲۴ مه: د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل نن په خوږیاڼو ولسوالۍ کې له یو وسله وال برید څخه روغ وتلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی تاند ته وایي، د والي په مشرۍ د چارواکو یو پلاوی نن سهار د خوږیاڼو وزیرو په ابکو سیمه کې جوړ شوي پول د پرانیستې لپاره تلل و چې د راستنېدو پر مهال یې ډزې پرې کړېدي.

نوموړی وایي، دوی ته اطلاعات رسیدلي وو چې د وزیرو په بایي خیلو او دوه سړکې سیمه کې یو څو تخریبکاره شتون لري: ((زموږ د راتګ پر مهال یې څو ډزه وکړل چې له امله یې یو ملکي چې اصلا ښوونکی دی، هم ټپي شوی، خو وسله وال تښتېدلي دي.))

نوموړی وایي، ننګرهار والي او ټول همکاران یې اوس دفتر ته رارسېدلي دي او ټول روغ دي.

بلخوا د خوږياڼيو د روغتون مشر ډاکتر نوراغا هم وايي، چې د نښتې له ځاى څخهيو ملکي وګړى په ټپي حالت کې روغتون ته وروړل شوى دى.

د ننګرهار والي څو میاشتې وړاندې هم هغه ځوان وباښه چې د ده په وژلو پسې راغلی و خو له برید وړاندې ونیول شو.

4 thoughts on “د ننګرهار والي له یو بل مرګوني بریده روغ وتلی”
  1. د پولادین امیر، ضیا الملت و الدین حضرت امیر عبدالرحمان خان اروا دې ښاده وي

    چې اوس یې د کلي یو څو منافق دوه مخي تشنومي قومي مشران شیطان غله ملکان رانیولي وی او توتانو کې یې له یوې پښې راځوړند کړي وی ترمازیګره یې د پلونو انفجاریان د چانوارۍ لپاره لاستړلي تسلیمول بیا به پوره یوه پیړۍ چا په پلونو کارنه درلود د وطن په خدمتګار ډزکول خو پریږده

  2. خدای رب العزت دی ددی ملت ریښتونی خادمان وساتی او دښمنان یی تباه او ذلیل کړی په هر لباس کی چی وی که پیر وی که ملا

  3. ښاغلی او عزتمند والی صاحب!
    السلام علیکم
    پدی شرایطو کی د پول ، سرک، مکتب او تعمیراتو پرانیستل پریږده، او که ډیر ضروری وی دغه کار بل وړوکی چارواکی ته پریږده. مونږ ستا د ښه فکر او مخلصانه نیت لپاره په ننګرهار کی نور ډیر امیدونه لرو، مونږ په اوسنی وخت کی ډیر ژر ځانته مه پریږده، ځکه ته د ننګرهار د صالحه او پاکو خلکو ناکامورا یی.
    الله ج مو د دښمن د دسیسو څخه په امن کی وساته
    والسلام

  4. محترم والی صیب
    السلام علیکم
    ویاړو چی ستاسی غوندی قدرمن او د غره غوندی حوصلی لرونکی والی لرو تاسو د ټول ننګرهار نه بلکه د افغانستان لپاره یو نوموتی خادم یاست ستاسی دشمنان دی الله د تل لپاره برباد ذلیله او شرمیدلی لری هیله مو ده چی د ملت لپاره د یو څو ګوتو په شمارسپو برخورد په نظر کی ونه نیسۍ او خپلو پرمختیایی کارونو ته ادامه ورکړی
    سرلوړی د وی د افغانستان داسی ویاړلی بچیان
    په درنښت

ځواب ورکول دورانی افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *