تاند، دوشنبه، د حمل ۱۱مه: د ننګرهار ولایتي چارواکي په پاکستان کې ایسار افغانان د تورخم له لارې دې ولایت ته د کرونا ویروس د خپرېدو په برخه کې لوی ګواښ ګڼي.

که څه هم پاکستان د تورخم لارې د پرانستې په اړه څه اشاره نه ده ورکړې، خو د ننګرهار ولایتي ادارې ویلي چې کېدای شي دا لار په پاکستان کې درملنې لپاره د ایسارو افغان ناروغانو او پایوازانو لپاره په یو طرفه ډول خلاصه شي چې وروستیو کې یې شکایتونه رسنیز شوي وو.

د دغو افغانانو په اړه اوس د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وایي، که پاکستان کې بند پاتې افغانان د تورخم له لارې را وليږدول شي، نو دوی به یې د کورونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي له کبله د ۱۴ ورځو څخه تر ۲۱ ورځو پورې په تورخم ښارګوټي کې قرنطين کړي.

ټاکل شوې وه د تورخم دروازه د مارچ په ۲۷ مه نیټه پرانیستل شي خو اوس پاکستاني چارواکي ټینګار کوي چې د تورخم لاره به د اپریل میاشتې تر نهمې نیټې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وي.

بلخوا په هندوستان کې بند پاتې شوي افغانان نن په دویم پرواز کې کابل ته لیږدول شول

د مطیع الله شهاب په نامه یو تن افغان چې نن په دې پرواز کې هیواد ته راستون شوی وایي چې تر پنځو پروازونو وروسته هم سلګونه افغانان هلته بند پاتې کیږي.

د هند حکومت په دې وروستیو کې ډیلي کې د درملنې لپاره میشتو شاوخوا ۲ زره افغانانو ته اجازه ورکړه چې د کام اییر په ۵ پروازونو کې کابل ته ولیږدول شي.

خو دوی تېره ورځ شکایت درلود چې د پروازونو ټکټ د ۳۵۰ ډالرو پر ځای ۵۰۰ ډالرو ته لوړ شوی دی.

افغان حکومت لا څه نه دي ویلي چې له هنده راستنو شویو افغانانو سره به څه کوي خو تر دې وړاندې د حکومت د کورونا د مخنیوي کمیسیون ویلي وو هیواد ته راستنیدونکی هر افغان او مسافر باید ۱۴ ورځې قرنطین شي.

One thought on “د ننګرهار والي: په تورخم چې هر څوک راواوړي تر ۲۱ ورځو به یې قرنطین کړو”
  1. د ننګرهار نومیالی والی صاحب دلر بر لوی افغانستان د ټولو پرګنو ویاړ دئ ، کومه ستره تاریخی کارنامه چی ښاغلی میاخیل صاحب او په پاکستان کی زمو نږ د ګران هیواد سفیر دکوزي پښتونخوا محکوم افغانستان زمونږ سترو ملی مشرانو ښاغلی علی وزیر او ښاغلی محسن داوړ لپاره وکړه د لوی افغانستان په تاریخ کی ساری نه لری . میاخیل صاحب مونږ ټول لر او بر افغانان چی په هر ځای کی یو پر تاسو ویاړو. ستاسو د سر لوړلی په هیله. . مالیار له سیدنی څخه

ځواب ورکول Malyar Dehsabzi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *