تاند – د ختیځ ولایت ننګرهار یوه حکومتي چارواکی او د ننګرهار پوهنتون رییس ډاکتر یحی فهیم د افغانستان د واکمن حکومت پر ضد غږ پورته کړ.
ښاغلی فهیم په دغه ولایت کې د ځوانانو د یوې نژدې ۱۵ زره کسیزې حکومتي موسسې د ریاست واګي په لاس کې لري.
ډاکتر یحی فهیم یوې غونډې ته چې ویل کیږي د ولسي جرګې لپاره د انتخاب شویو وکیلانو د بریا په مناسبت یې جوړه کړې وه وویل چې د ولسمشرغني حکومت هېڅ ځانګړې لاسته راوړنه نه لري.
په یو شمېر خپرو شویو غږیزو پیغامونو کې، ښاغلی فهیم د غونډې برخه والو ته وایي چې دا کمپلېکس (د ننګرهار د عامې روغتیا کمپلېکس) چې لس میلیونه ډالر لګښت پرې راغلی هم د دې حکومت لاسته راوړنه نه ده، بلکې د تېر جمهور رییس په وخت کې منظور شوی دی او زیاتوي چې دا حکومت دې په ننګرهارهېڅ احسان نه باروي.
رییس یحی فهیم د غونډې برخه والو ته په پارونکي انداز خبرو کې وایي چې په روان حکومت کې له ننګرهار څخه د اسلامي پوهنتون امتیاز چې پخوا یې ترلاسه کړی وو واخیستل شو چې لوګر ته انتقال کړای شي، خو د مسلمیار او نورو په هڅو دا پروګرام شنډ شو.
فهیم د غونډې برخه والو ته وایي چې په هغوی باندې سخته د حکومت له خوا تېره شوې خو په کار دی چې هغوی د ننګرهار د خلکو لپاره خدمت وکړي. نوموړی وایي چې حکومت ونشوای کولی چې په یو کال کې پارلماني انتخابات وکړي نو دی نه پوهېږي چې دغه حکومت به په څومره وخت کې ریاستي انتخابات وکړای شي.
د ننګرهار پوهنتون رییس وایي چې حکومت نه دی توانېدلی چې په پنځو کالونو کې د افغانستان دښمنانو ته ماتې ورکړي، اقتصاد خراب شوی او ستونزې زیاتې شوي دي.
نوموړي وویل چې د حکومت دا خبره بې ځایه ده چې وایي که د تورخم دروازه بنده کړي اسلام اباد به په لړزان راشي، ولسمشر ننګوي او وایي چې که په تا کې لږ غیرت وي ته راشه وګوره چې په ننګرهار کې څه حال دی.
دا لا معلومه نه ده چې د ننګرهار پوهنتون رییس چې د حکومت پر حال مامور دی ولې د حکومت پر ضد غږ پورته کړی دی، خو یو شمېر نه تایید شوي راپورونه وایي چې د لوړو زده کړو وزارت یو شمېر چارواکي په ولایتونو کې د خپلو مامورینو له لارې د ولسمشر غني پر ضد کمپاین کوي چې خلک د یوه بل کاندید لپاره رایه ورکولو ته وهڅوي.
دا په داسې حال کې ده چې نړۍ وال شاخصونه ښیي چې افغانستان د ولسمشرغني د واکمنۍ پر وخت د نه توقع وړ اقتصادي پرمختګ کړی، د افغانستان عادي بودجه چې د پخواني ولسمشر پر وخت نژدې ټوله په بهرنیو مرستو ولاړه وه اوس خواوشا ۶۵٪ له داخلي عوایدو څخه برابره شوې، له پاکستان پرته له ایران، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان سره لارې نښلول شوي او د هندوستان، چین، ترکیې په شمول یو شمېر هېوادونو سره هوایي دهلېزونه پرانستل شوي او د چټکتیا لپاره یې هڅې روانې دي.
دپاکستان تالی څټوته لارښوونه شوی ، چې په دې نازک وخت کې داسې خبری وشی اودآ، اس، آی په ټونګ داکارونه کیږی – سیاسی هوښیاری له لاسه ورنکړی
دا له پخوا څخه په میراث مونږ ته را پاتې ده چې یو پښتون به هرو مرو د بل پښتون پښې وهي.نو که له امنیتي حالاتو ور ها خوا شو باید سترګې پټې نه کړو چې په دې تېرو څو کلونو کې څومره کارونه دمملکت او اولس په ګټه شوي دي. په داسې حال کې چې بهرنۍ مرستې هم د پخوا په پر تله څومره دي نو قدرمن د پوهنتون رییس صاحب دې لږ په خپل ګرېوان کې وګوري
دا خبری د داسی یوچا د خولی راوځی چی خپله په اخلاقی فساد کی غرق دی ډیره بده سابقه د ننګرهار په طب پوهنځی کی لری. دی کی شک نشته جی غنی هیڅ نه دی کړی مګر داسی فاسد کسانو ډیر بهتر دی
د ننګرهار پوهنتون رییس ډاکتر یحی فهیم که په ریښتیا دا خبری کړی وی، نو بیا ضرور ده چه عقلی او عصبی ډاکتر ته مراجعه وکړی ځکه داسی خبری به یو ډیر تمبل زده کوونکی هم ونګړی
په داسی نازکه حالاتو کی د داسی بیانونو ورکول د پوهنتون د رئیس د شان سره نه ښایی، نه پوهیږم چی د پوهنتون ریس صاحب ته دکومی
خوانه شنی او سری اشاری ښودل شوی دي؟، ایا د چوکئ خطریی حس کړیدی؟ او که نه چا د ګوړی د اچارپه طمعه کړیدی؟ په هرصورت که یو بی سیواده سړی د اشرف غني په کړنو نه پوهیږی ، خو سواد نلري ، نو د یو پوهنتون ریس چی لمر په دوه کوتو پټوي، نو محصلین به یی هم ووای چی ډیرد افسوس ځای دی
اشرف غني ددی خاوری بنیادي دشمن (پاکستان) ژړا ته راوست ،ټولی دنیا ته یی رسواکړ،غله او لنډه غریی په ویره کی اچولي دي په
دی سوچ کی دي چی که ریس جمهورشي نو موږ به حتما د حساب میز ته را کاږي او د استفراق ګولۍ به راکوي، انکشافي او ږد محاله پروژی خویی پرځای پریږده ، بد بختانه وکیلان خو موخرڅ شوي وو اوس مو د پوهتون ریسان هم پردي شو
Da d predo mazdoran khpal zan ham berba d we ao nor ham berba d we marg d watan per dushma nano
اصولا پوهنتون او د لوړو تحصیلاتو وزارت ، د پوهنې وزارت د عامې روغتیا وزارت غیر سیاسي اما علمي – تخصصي ارګانونه دي. پدې موسیسو کې د وطن اولاد په ملي ، افغاني او اسلامي روحې سره روزل کيږي چې د سبا ورځې کدرونه او متخصصین دي.
د ننګر هار پوهنتون استاد او یا رئیس د خپل مسلک او دندې خلاف ، د ملي امنیت ، ملې ګټو او د ننګرهار شریفو خلکو له غوښتنو سره په تضاد کې زمونږ د وطن د شاګردانو او محصلینو وخت ضایع کړی ، د هغوي فکرونه یې مغشوش کړي او د وطن او قوانینو او د اسلام له نظره د خپل اولی الامر په مقابل کې درېدلی دی. پداسې نازکو شرایطو کې د ښاغلي ډاکتر یحی فهیم وینا د ټالبانو او د وطن د دښمنانو په ګټه دي.
دا د عالي تحصیلاتو وزارت دنده ده چې نوموړي له دندې ګوښه او لويې څارنوالۍ ته د تحقیق لپاره واستوي.
ay nangarharyanoo/// ashraf ghani is one excellent leader,he working honestly for all afghans,
please do not listen for the isi&more intelligent agents;
PLEASE SUPPORT DOCTOR ASHRAF GHANI.
BEHIND ANY PROPAGAND IS ONE AGENT OF ENEMY.
DON,T LISTEN TO SOLDOUT AGENTS.
ASHRAFGHANI HAVE WIDE IDEA FOR PEACE PROCESS/REBUILD OF COUNTRY AND A GOOD ECONOMIC PLAN.
WATCH TO BUSINESS/AGRECALTURE/AND THOUSANDS OF PROJECTS FOR PROGRESS.
PLEASE BE SMART