تاند- وسله والو طالبانو پرون ماښام د افغانستان په ختیځ کې د ناټو ځواکونو ترټولو پر لویې اډې اته توغندي وویشتل.

د ننګرهار ولایت چارواکو وویل چې د دغه ولایت پر هوايي ډګر د طالبانو په دې برید کې نه څوک وژل شوي او نه کومې ودانۍ ته زیان اوښتی دی.

دا برید دوې اوونۍ وروسته له دې وشو چې وسله والو د پاکستان پر کراچۍ هوايي ډګر برید وکړ او په لسګونو کسان یې پکې ووژل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ننګرهار د بهسود ولسوال حاجي محمد صدیق وویل، یو یا دوه توغندي په هوايي ډګر کې د امریکايي پوځیانو د اوسېدو ځای ته نژدې ولګېدل.

وسله والو طالبانو ویلي چې دا برید دوی کړی دی. طالبانو همداراز ادعا کړې چې په هوايي ډګر کې زورورې چاودنې شوي دي.

د ننګرهار د والي ویندوی احمد ضیا عبدالزي وویل چې له بریدونو سره سم یې په هوايي ډګر کې د چاودنو ږغ اورېدلی خو د ده په وینا دا ږغونه د لګېدلو راکټونو و.

4 thoughts on “د ننګرهار پر هوايي ډګر ۸ توغندوي ولګېدل”
  1. سلام علیکم
    د تاند ویبسایت محترمی اداری څخه په ډیر درناوی هیله کوم ترڅو د هغه تصویر په اړه مونږ ته یو څه معلومات راکړی چی دوی د ننګرهار هوای اډی پر برید په هکله لیکلی دی، ځکه هلته د ودانی پر سر د پاکستان بیرغ هم تر سترګو کیږي، ایا دا بیرغ د څه معنی دلته ورکوی، ډیره مننه کوم

    1. که سور فرش ته وګورئ نو درته به ښکاره شي چې هوايي ډګر ته کوم بهرنی مېلمه راغلی دی. ممکن کوم پاکستانی چارواکي راغلی وي او د هغه په ویاړ یې د پاکستان بیرغ ځوړند کړی وي

  2. دا هیڅ توجیه نشی کیدی چی یو پاکستانی چارواکی دی راځی نو د هغه په ویاړ کی د تعمیر په سر باندی بیرغ وځړول شی. په ټوله نړی کی داسی ما نه دی لیدلی. څوک چی د پاکستان د مخالفت دعوی کوی خو بل لور ته بیا داسی نادری کوی چی پاکستان به هم ورپوری خاندی. عجیبه ده چی د هغه بیرغ چی یوازی کلیمه پری لیکل شوی وی، دولت یی نشی زغملی او دلته بیا د پاکستان بیرغ په داسی مهم ځای کی په داسی مهم تعمیر باندی رپیږی او دولت هیڅ نه کوی. ډیر افسوس

  3. دا د پاکستان بیرغ د ودانۍ پر سر د څه معنی لري. دغه سور فرش هم دلته د همیشه لپاره پروت دی. داسی تصویر باید نشر نه شي.

ځواب ورکول میرویس افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *