تاند- وسله والو ترهګرو جلال اباد ته د ولسمشر غني له سفر سره په یووخت نن /یکشنبه/ لږترلږه ۲۰ تنه ووژل چې ډېری یې سیکان او هندوان دي.

چاودنه په یوه مارکیټ کې وشوه چې د ولایت له ودانۍ څو سوه متره لېری دی.

د ننګرهار د والي ویندوی وايي، د چاودنې په مهال په ولایت کې ولسمشر غني غونډه لرله.

په وژل شویو کې ۱۲ تنه سیکان او هندوان دي.

په دې پېښه کې ۲۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رييس نجیب الله کاموال د ۲۰ تنو وژل کېدا تایید کړه، ویې ویل چې اکثره هندوان او سیکان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش وايي چې دا برید  انتحاري و.

په وروستیو ورځو کې په سلګونو ننګرهاریان په تروریستي بریدونو کې شهیدان یا ټپیان شوي دي.

د اختر په دوو ورځو کې دوې حملې وشوې چې مسوولیت یې داعش په غاړه واخیست. تر اختر مخکې دې ترهګرې ډلې د ننګرهار پر ۳ ښوونځیو، د پوهنې پر ریاست، اطلاعاتو او کلتور ریاست او مستوفیت خونړۍ حملې وکړې.

د نننۍ حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

One thought on “د ننګرهار په تروریستي برید کې لږترلږه ۲۰ تنه وژل شوي”
  1. هیندو او سیک وطنوالو دغه پلید وحشي ترهګر دا نیمه پیړۍ شوه د یو کور ګډي دین په نوم ان خپل دینوال وژني په تاسو به څنګه صرفه وکي، ولا بیلا شرمیږم چې ووایم مسلمان یم. هغه روژتیانو ته موچې جلال آباد کې روژماتی وکړ پاداش یې لکه چې همدا وه!

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *