تاند- تر شلو دېر افغان پولیس او په لسګونو وسله وال طالبان د جمعې په ورځ هغه مهال ووژل شول چې سلګونو وسله والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر کاروان برید وکړ.
چارواکي وايي، دا پېښه د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې وشوه.
د چارواکو په وینا برید پر هغه کاروان وشو چې د یوه افغان سیاستوال د ژغورنې له عملیاتو راګرځېده.
د دې جګړې په باب، چې پنځه ساعته یې دوام وکړ، د ننګرهار د پولیسو امر معصوم خان هاشمي رسنیو ته وویل:«په دې جګړې کې زموږ دوه ویشت زړه ور پولیس وژل شوي، خو سخت دریځو به زموږ له مقاومت سبق اخیستی وي. د دوی شپېته تنه وژل شوي دي.»
ده همداراز وویل:«دا خورا سخته جګړه وه چې پکې یاغیانو له درنو او سپکو وسلو کار واخیست او د شېرزاد په ولسوالۍ کې یې زموږ د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید وکړ.»
هاشمي له دې پېښې د ژغورنې د عملیاتو پرمهال د شپاړس نورو وسله والو سخت دریځو د وژلو ادعا هم وکړه.
په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویندوی احمد ضیا عبدالزي هم په دوو جلا پېښو کې ۷۶ وسله والو طالبانو د وژلو خبره تایید کړه.
له بلې خوا د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د وسله والو طالبانو په قول وویل چې په دې جګړه کې د دوی یوازې پنځه تنه وژل شوي خو ۸۴ دولتي عسکر یې وژلي دي.
خو افغان چارواکي د طالبانو ادعا ردوي
په والله چې صرف پنځه مخالفین مړه شوی او د دیرشو زیات ملی پولیس وژل شوی اوټپیان دی. د ننګرهار امنیه قومندان په کابل کې مزی کوی او پردی بچي یی په اور لولپه کړل الله د دی پخپلو بچیو ودردوی. باید د امنیه قومندان او والی دواړه د خپلی دندی ګوښه کړل شی. دا دواړه ددی دندو ظرفیت نلری. الله دی دا دواړه تباه او برباد کړی سره د ملا عمر او نورو. الله د ملی پولیس چې پدی پیشه کې شهیدان شوی جنت فردوس نصیب کړی اوزخمیانو ته عجله روغتیا نصیب کړی. د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو لکه خوګیانو، شیرزاد، بټی کوټ، حصارک، چپرهار، او پچیراګام کې وزیرستانیان اوپنجابیان دیره شوی اوپه د ساحو کی ملایانو او ځای بیغیرتان ورته خپلی لوڼي او ښځي سپلای کوی تر څو جنت ته لاړ شي. ددوی دی په شرف او عزت لعنت شی. الله د دوی پدی دنیا زلیله او مخ تورن کړی
ما ته خو ته ځیګ لا څه چه پښتون نښکارې. بل ستا دا خېرې چه وینم حتا ستا په سړې توب کې راته شک پیدا شی. ته داسې وکه چه نوم د درواغجن پلیت کېګده.
ګران زنږ پوښتون وروه
ستا پورتنی خبری یو څه حقیقت لری ولی یوه خبره ستا د زیږ پښتون سره نه ښایی تا چی کومی ساحی ذکر کړی هلته داسی کسان نشته چی مرده ګاوی وکړی دا ستا ظرفیت کموالی دی او یا ساحه نه ناخبره یی و بی خلتی فایر دی کړی او خولی ته دی لږ لګام ورکړه ښه به وی او خپله خبره دی بیرته واخله څکه د خوګیاڼیو شیرزادو پچیر اګام د خلکو کلتور نه خبر نه یی او بی خلتی فایر کوی