تاند- د ننګرهار د رودات ولسوالي په یوه جومات کې چاودنې لږترلږه ۳ تنه وژلي او ۵۵ نور ژوبل کړي دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، چاودنه نن جمعه د رودات ولسوالي د حصارک په جامع جومات کې وشوه.

د چاودنې په مهال ګڼ خلک د جمعې د لمانځه لپاره راټول شوي ول.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي وویل چې د جومات امام او د هغه دوه زامن په حمله کې وژل شوي دي.

تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو هم طالبان او هم داعش، چې اوس په ننګرهار کې زیات فعالیت لري، دا ډول بریدونه کوي.

طالبانو په ځلونو په جوماتونو کې انتحاري او بمي بریدونه کړي دي.

2 thoughts on “د ننګرهار په یوه جومات کې چاودنې ۳ تنه وژلي او ۵۵ نور ژوبل کړي”
  1. د اسلام دښمنان دې رب تباه کړي ، دې حقه روژه ، د جمعې مبارکه ورځ او جومات کې چاودنه ، دیته به د څه قسم فتوا کالي وراغوندي ؟

  2. ګناه ټوله په دولت کې ده! دا دولت د خلکو دولت نه بلکه د غلو دولت دی. اګر چه د افغانستان دمجموعه خلکود رایو دولت دی خو د غلو او مفسدینو دولت دی!
    زما په باور چی زه هم ددی دولت یو غړی یم خو کله به هم د هغه چا په ضد کوم ګام پورته نه کړم چی یوغل،یو ظالم یو غاصب یومفسد رشوتخور دولتی مقام له مرګه بچ نه کړم ځکه چی ماته دا د ملایکو په چامه کې زما دوینو غل دا او هغه د جنت د بهره دار طالب یو دي
    زه په دی باور یم چې زمونږ ۹۹ فیصده عسکر هغه ملی روخیه نه لری چی مونږ یی فکر کوو زمونږ عسکر ماه مزد مزدوران دی چی نیمه رزق یی بسم الله خان او اعوذ بالله خان خوري لنډه دا چې رمان با با وایی
    ته خطبه په منبر څه لولي خطیبه
    قدم واخله په ځان کیږده منبر دادی
    د زنبورکشاه په وخت کی حجاج بن یوسف د قاسم په نامه یو عربی جنرال د کابل دفتحی لپاره راولیږه او دزابل په مربوطاتو کی یی په جهاد شروع وکړه خو هیڅ یی هم دلاسه پوره نه شو
    چنرال خپل ۱۲۰۰۰ لښکر راټول او وینا یی ورته وکړه اوپه وینا کی خپل لښکر نه وپوښتل چي ایا تاسی دوژوند او بیرته خپلو کورنیو ته دګرځیدو امید لرئ؟ لښکر یوه ناره کړه چی هو
    چنرال لښکرته وویل چی که کور اوژوند غواړئ او د بیرته ګرځیدلو امید لری نو د افغانانو سره دجنګ په ځای باید دخپل ظالم خلیفه سره په کوفه کي وجنګیږو او که نه نو دا وطن به مو ګورستان شي
    هماغه و چی دجنرال لښکر هماغسی وکړل او په خلیه پسی کوفی ته ولاړ خو د حجاج لښکرو د کوفی په دروازه کی ماته ورکړهاو بیایی بل لښکر رواولیږه ترڅو بریالی شو
    لنډه دا چی توری به لالا وهی مړۍ به عبدالله وهی نه هیڅ کله
    ترڅو چی د نړی لومړی درجه مفسدین په دی وطن مسلط وی نه به عزت وی اونه به وطن

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *