حزب اسلامي د هغي زړه بوږنوونكي پېښي وحشي عاملين په سختو الفاظو غندي چي په ترڅ كي ئې څو اسير افغانان په ډېري بې رحمۍ سره داسي ووژل شول چي بندي سترگي او لاس تړلي ئې د بمونو پر سر كښېنوي او د چاودني په نتيجه كي وژل كېږي. داسي وحشيانه كار يوازي د هغه چا كېدى شي چي په سينه كي ئې د كوم ځناور زړه وي او په سر كي ئې خبيث شيطاني افكار، په بشپړ يقين سره وايو چي د پېښي عاملين د اسلام دښمنو كړيو او د بليك واټر په څېر د هغو استخباراتي شبكو غړي دي چي د اسلام او مجاهدينو د بدنامولو لپاره داسي كركجني صحنې جوړوي، داسي وحشيانه جنايات كوي او فيلمونه ئې د رسنيو له لاري خپروي. گمان مو دا دئ چي دا صحنه د اسلام ضد كړيو له لوري جوړه شوې او فيلم ئې رسنيو ته سپارل شوى. په اسلام كي د مسلمان اسير او د بوډا سپين ږيري وژل او تعذيبول خو لري پرېږدئ د يوه محارب كافر اسير داسي وژل، تعذيبول، تحقيرول، او د هغوى د مړو مثله كول او لاس پښې ترې قطع كول حرام دي.

اسلام وايي: كله چي د محارب كافر جنگيالي په اسارت ونيسئ نو په درناوي سره ئې وساتئ، د خوراك لپاره هغه څه وركړئ چي تاسو ئې خورئ، د الله تعالى كلام ورواوروئ، كه ئې ايمان راوړ آزاد ئې كړئ، كه پر خپل دين ئې ټينگار كولو بيا يا احسان پرې وكړئ او له كومي فديې او معاوضې پرته ئې آزاد كړئ او يا ئې د فديې په بدل كي خوشي كړئ.  د الله تعالى د لاري مجاهد يو زړه سواند، هدفمن، د مظلومانو مل او اصولو ته تابع او ملتزم جنگيالى وي، د آزادۍ، سولي، عدالت او د مظلومانو د ژغورني لپاره جنگېږي او له ناحق ويني تويولو كركه لري. اسلام پر هغو لعنت وايي چي په ناحقه د يوه انسان وينه تويوي.

حزب اسلامي افغانستان

21 اسد 1394

5 thoughts on “د ننگرهار د خونړۍ پېښي په اړه د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه”
  1. Salaamona.
    Hezeb Islami is also big killer.where is Zaradad killer?Hezeb islam and Jameat Islami in 1992 killed in Kabul more than 60.000 people.first Hezeb islami did than learned anther .Hezeb islami is prents of the killer.

  2. عزتمندو
    هیله مندیو چی دغه د اسلامی اصولو پر بنیاد ولاړه اعلامیه وهر تتفنګمار ته ورسیږی ترڅو دخپل تفکبازی په اوږدوکی داسلام په اصولو هم خبر او دمسولیت احساس وکړی .

  3. that hizb which was calling their followers to join isis, have it change the mind? to other party for killing afghans with easiest way, see killing is sin not a joke to change its phrase

  4. دحزب اسلامي ا علا ميه مو ولوسته واقعا داسلام دمقد سا تو سره سمه ليكنه ده ..
    مګر اي كاش چه ګفتار او عمل سره يو وي .
    زه او زما غوندي په ميلونو نو نفوس ستاسي دانسان و ژ ني ژ وندي تاريخ تشكيلوي .
    ضرور نه دي چه خله خلاصه كړ و ښه به دا وي:چه ووايو (ملا فريده پټه خوله دي بهتري ده ).عيان ته خه بيان دي .
    ضرور نه دي چه د ځان صفت و كړ ي د كابل شهريان ستاسي او شوراي نظار او خليلي او مزاري دقتلونو دمسابقي ميدان وو قتلونه وشوه كورونه وران شوه لر ګي ء او دروازي ليلام كورونه ءي چور او بي ناموسي لا بل بد عمل وه جه تاسي په ګډ ه دا بي عزتي مو دكابل دهمشهريانو نصيب كړ ه.
    حتي مړ ي په كورونو كي دفن شول .دي ته إسلاميت واءي اويا وحشت اويا بر بريت؟
    ديته احترام نه بلكه سپكاوي واي داسلام مقدس دين ، جهاد او مجاهدينو ته .
    مونږ اصلي مجاهد او جهاد ته ببه درنه ستر ګه ګورو او دهغو سپكاوي نه كوو اونه وجدان اجازه راكوي چه دا كار وكړ و..

  5. زه غواړم چې حزب اسلامی او خصوصا حکمتیار مخاطب کړم او لیکم چې حزب اسلامی/حکمتیار صیب،‌
    دا قاتلین او جنایتکاران ستاسو آپدیټیډ شکل دی،‌تاسو د وحشت او قساوت لومړی نسل وئ چې افغانان مو په بې رحمۍ سره وژل،‌ طالب دویم،‌د حقاني لعنتي شبکه درېیم او دا څلورم نسل یا ۴جي دی.‌ولس له تاسو ټولو نه کرکه کوي.‌نه یوازې هغوی د بلیک واټر والا دي بلکه تاسو هم وئ که نه ستاسو وسلې، جمپرونه او حتی پکولونه له کومه راتلل چې هره میاشت به مو هر جنګیالي ته نوي نوي ورکول؟‌ تاسو د افغان اردو څومره افسران د آی ایس آی په خوله شهیدان کړل؟‌.‌تاسو هم هیڅ رحم نه دی کړی.‌تاسو چې عزیز الرحمان الفت،‌ ډاکټر سعادت شګیوال،‌ استاد تاج محمد،‌پوهاند بهاءالدین مجروح (چې داسې کتابونه یې لیکلي چې له قران او حدیث نه وروسته بې جوړې کتابونه دي) شهیدانول تاسو ورسره څومره نېکي وکړه او که نه راسا مو د آی ایس آی په وینا شهیدان کړل.‌خدای مو په خپل قهر او غضب اخته کړه لکه اخته چې شوئ او اوس درنه د هیچا حتی دومره حیا نه کیږي چې د سولې په خبرو کې مو راوغواړئ.‌ یادونه:‌ تاند دې د وینا د ازادۍ له مخې زما تبصره نه ړنګوي.‌

ځواب ورکول Zadran ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *