څېړندوی عبدالغفور لېوال –

نورستان یوازې له اتنیکي، طبیعي ـ جغرافیايي، تاریخي، توریستي او فولکلوري پلوه د افغانستان یوه زړه وړونکې او مهمه برخه نه ده، بلکې دغه سیمه له فرهنګي پلوه د نړۍ په کچ یوه ستره اساطیري حوزه هم ده.

په اکسفورد پوهنتون کې څېړونکی (نیک. جي. الن ) لیکي: د نامتو مېتولوژیست (اسطوره پېژندونکي) جورج دومزېل پر تیورۍ برسېره، چې د اندو اروپايي اسطورو درې څانګې را پېژني، زه فکر کوم، چې دلته څلورمه څانګه هم شته او هغه د افغانستان په شمالختیځ کې د نورستان اساطیري حوزه ده، چې تراسلامي کېدو مخکې یې خپل مزدکونه درلودل. (۴ـ ۱۴۲).

د نړۍ یو شمېر اسطوره څېړونکیو، مورخانو او بشر پېژندونکیو پر نورستاني اسطورو له لېرې کار کړی دی، په افغانستان کې په دې برخه کې دښاغلي سمېع الله تازه کار یوازیني تخصصي کار ګڼلای شو تر ښاغلي تازه ورهاخوا څو نورو لیکوالو هم دمقالو لیکلو تربریده زیار ایستی دی، یو شمېر سیمه ییزو څېړونکیو د هیندوکښ په بله څنډه کې د نورستانیانو له تربرونو کېلاشیانو سره په حوزوي مطالعې کې نورستاني اساطیر هم لږ وډېر څېړلي دي، خو دمیتولوژۍ له نویو تیوریو سره سم، په تېره بیا د شفاهي او لیکنیو راپاتې ادبي متونو په رڼا کې، چې دسیمې تاریخي ، مذهبي، مادي او فولکلوریکو میراثونو ته هم په کې پام ساتل شوی وي، دنورستاني اسطورو مطالعه نه ده بشپړه شوې.

2
زه د خپلې دې لیکنې په پیل کې غواړم، چې په لومړي سرکې خو باید نورستاني اسطورو ته یوازې د لرغونپوهنې او تاریخ له کړکۍ ونه کتل شي، بلکې تر دې ورهاخوادتاریخي او فرهنګي بشرپېژندنې له اصولو سره سم، د دغو اسطورو ټولنیز، ارواپوهنیز، ادبي او هنري مطالعات بشپړ شي. تر انتقادي کتنې وروسته یې پرتلیزې او تطبیقي څېړنې هم وشي، ګوندې په پایله کې یې موږ دنړۍ په کچ دیوې بلې میتولوژیکې حوزې پر پېژندلو بریالي شو، دا په دې مانا ده چې موږ باید اسطوره یي نورستان له سره کشف کړو.

راځئ تر هرڅه وړاندې د اسطورې له ګڼو تعریفونو څخه یو راواخلو:

ډاکتر سیروس شمیسا هم باور لري ، چې اسطوره له هیستوري سره همریښه ده ، دی لیکي:

( اسطوره ( Myth) هغه زاړه داستانونه دي ، چې یومهال لرغونیو قومونو ریښتیا ګڼل، خو اوس افسانوي شوي دي او څوک یې نه مني . ځکه مانایې د اسطوره له لغت څخه څرګندیږي ، چې له History او Story سره یوه ده . اسطوره یومهال ( هیستوري ) وه، چې اوس یې داستاني (ستوري) ځانګړنه خپله کړې ده . ) . (۳- ۲۶۹ )

اسطورې په ادبیاتو کې ځانګړی ځای لري، زموږ مطالعه له ادبیاتو سره دا سطورو د اړیکو او ګډون څخه پیلیږي. دلرغونیو باورونو، ارباب الانواعو او پېښو دخوندي ساتلو لپاره چې هنري ژبه ، تخییل او نور هنري ارزښتونه استخدام شي،نو اساطیر دهنر او ادبیاتو د قلمرو برخه ګرځي.

په دې لیکنه کې موږ د یوې ځانګړې سیمې داسطورواو اساطیري ادبیاتو دپرتلیزې څېړنې پراړتیاخبرې کوو؛داسیمه نورستان او دهغه توابع دي. خو د دې ترڅنګ به مو ټینګار دا هم وي، چې له زړو اندو اروپايي، اریايي او ساکي اسطورو سره د ګڼو مشترکاتو سره سره، نورستاني میتولوژیکه حوزه د یوې خپلواکې او ځانګړې حوزې په توګه هم وپېژندل شي.

د نورستان د اسطورو هغه ځانګړنې، چې دنړۍ ترنورو اساطیري حوزو ممتازې ګڼل کیږي:

۱ـ دغه اسطورې ترنورو هغو اوږد عمر لري، مانا د نولسمې پېړۍ د پای ترکلونو پورې لا له هرډول لاسوهنې څخه خوندي وې او د تاریخي، فرهنګي ارزښت ترڅنګ یې لاخپل اعتقادي ارزښت هم ساتلی و، له همدې پلوه د دوی په اړه روایتونه تر ټولو دقیق او کره ګڼلای شو.

۲ـ دمعاصر مدنیت بدلوونکي عوامل لاهم په بشپړه توګه نه دي ورننوتلي او دسختولارو( صعب العبور) جغرافیايی موقعیت له برکته به یې مادي شواهد لاهم پرخپل ځای پاتې وي.

۳ـ نورستاني ژبه لا هم د یوې غرنیزې ځانساتې ژبې په توګه د نورستان د اساطیري ادبیاتو ګڼ روایات په شفاهي متونو کې خوندي لري، سرودونه ، نکلونه، دعاګانې او نوموونې یې لاهم بشپړې خوندي دي.

۴ـ نورستاني اسطورې یوازې انفرادي هویت نه لري، بلکې لاهم (د هندي او یوناني ـ رومي اسطورو په څېر) دکورنیو په څېر پېژندل کیږي، د دوی کورنی هویت کړای شي د تخصصي اسطوره پېژندنې له څېړونکیو سره مرسته وکړي، چې په پرتلیزه توګه یې له نورو حوزو سره وڅېړي او تړښتونه او بېلښتونه یې وپېژندلای شي.

دزړو مدنیتونو، افکارو، ټولنیزو تکاملي پړاوونو او فرهنګي بډاينې دپېژندلو لپاره اساطیري مجموعې ترټولو مهمې سرچینې دي. له تاریخي پلوه د طبیعت او کایناتو په اړه د انسانانو پېژاند او معرفت په پیل کې اسطوره یي و، انسان کله چې د تفکر او تعقل پړاو ته ننوت دا پېژاند فلسفي شو او د فلسفي پېژاند په پایله کې انسان علمي یا ساینسي معرفت ته ورلوړ شو. اساطیري معرفت هم ناڅاپي نه دی رامنځته شوی، بلکې د ټولنیزو قرارادادونو یواوږد پړاو یې بشپړ کړی دی. له بشپړ بدوي حالت څخه د ( خیر) او ( شر) په اړه د ځانګړیو سېمبولونو ټولنیز کېدل هماغو ګډو قراردادونو ته
درسېدلو بهیر دی، چې دیوې ټولنې خلک په ګډه او سره ورته بڼه باورمن وي. له طبیعت څخه دویرې، د مرګ په وړاندې د مطلق جبر، د چاپېریال د پېژندنې، دلومړنیو فلسفي پوښتنو( څوک یو؟ له کومه راغلي یو؟ او چېرته ځو؟) د حل پلټنه پر اسطوره یي باورنو ټولنیز قراردادونه رامنځته کړل. دغه پړاوونه د بشري ټولنې دشعوري ودې پړاوونه ګڼل کیږي. د تاریخ په اوږدو کې هغه ولسونه چې د لښکر کشیو، اقتصادي او سیاسي بدلونونو، دمدنیتونو د ټکرونواو یو پربل دایډیولوژیو دمنلو پر لار پراته وو،نو خپل بومي او زاړه ارزښتونه یې لږخوندي ساتلي دي، مګر هغه ټولنې چې له جغرافیایي پلوه لرې پرتې وې تر ډېره بریده یې لاخپل لومړني او خورا لرغوني باورونه هم ساتلي دي، چې تر معاصرو زمانو پورې بیا هماغو ټولنیزو قراردادونو خپل طبیعي او اصلي تکامل بشپړ کړی دی. نورستان په سیمه او افغانستان کې همدغسې یوه ټولنه ده.

په پیل کې مو د ( نیک الن ) نظر یاد کړ، چې نورستان ته دڅلورمې میتولوژیکې حوزې په سترګه ګوري، نوموړی د دومزېل د نظريې پر ادامه خپله طرحه په لاندې بڼه ترسیموي
( ۴ ـ ۱۴۹ )
دی د خپلې دغې شیما د شرحې په برخه کې لیکي :

د مهابهارت اساطیري حوزه په بېلګه یي بڼه داسې سره ویشل کیږي : په لویدیځ کې ( وارونا) ، په شمال کې ( ایندرا) او په ختیځ کې ( کوبیرا). دوی ټولو مستقل حاکمیتونه درلودلي او یو له بل سره یې تړاو کله په جګړه او کله هم یوبل ته په درناوي او دثروت په ویش کې دوام مونده. په دې توګه ددوی موقعیتونه نظر ددوی له ماموریتونو یا اختیار له حوزو سره توپیر لري، د ( دومزېل) په تیوري کې دجنوب لپاره کوم رب النوع نه دی ټاکل شوی، که جنوب د ( یما ) برخه وي، چې د بل ژوند او بلې نړۍ رب النوع ګڼل کیږي، نو ښکاره ده چې دا حوزه په هماغه ( یمرا) یا ( ییما) پورې اړوند ده، چې د څلورم ماموریت استازیتوب کوي.

یمرا په نورستان کې تر ټولو مهم رب النوع و، دی داسې دی لکه په یوناني اسطورو کې چې (زیوس ) په رومي هغو کې ( ژوپیتیر) او په هندي اسطورو کې ( براهما) ګڼل کیږي.

د یمرا په اړه ښاغلی تازه لیکي : یمرا په نورستاني دیانت کې تر ټولو لوی رب النوع دی، چې دنورو ارباب الانواعو په سر کې دی. دی د پيدایښت او مرګ څښتن دی، یمرا انسانان او نور ارباب الانواع هستوي. د نورستانیانو په باور دا یمراو چې لمر او سپوږمۍ یې په اسمان کې ځای پرځای کړل او خوځښت یې ورته تنظیم کړ.
( ۱ ــ ۲۰۰ )
ایندر یا ایندرا هم په نورستان کې هماغومره پېژندل شوی او مشهو ردی ، لکه په هندوستان کې، په نورستان کې دی د شرابو یا ( سوما ـ هوما ) رب النوع دی. ایندر په نورستان کې د جګړې د رب النوع ګېښ ورور ګڼل کیږي،
خو د دوی ترمنځ د زمکو پرسر دجګړو او سیالیو ذکر هم شته . ایندر درغوونې عجیب ذوق او تنده درلودله، دده په نامه یو لوی بڼ د ایندر کوڼ په نامه مشهوردی. ده په خپل باغ کې انګور او نورې میوې روزلې، چې له انګورو څخه به یې شراب جوړول.

د ده په اړه یو روایت داسې هم شته :

ګېښ ، ماندي او ایندر سره وروڼه وو، ګېښ مشر، ماندي منځوی او ایندر په ټولو کې کشر،خو هوښیار او ځیرک و. کله چې دوی دخپلو زمکو د ویش پرېکړه وکړه، نو ایندر ولاړ او درې څانګې یې راوړې، یوه د زردالو داسې څانګه چې ګلان یې درلودل، بله دشفتالو( یا مڼې) ګلداره څانګه او درېیمه هم د انګور تاک یوه شنه څانګه. ګېښ او ماندي د څانګو په ظاهري ښکلا تېروتل او دوه لومړنۍ څانګې یې واخیستې، ایندر دانګورو په څانګه قناعت وکړ او په دې توګه ګېښ (کانتیوا)، ماندي (پارون) او ایندر ته (واما) سیمې ورسېدې، چې په دې توګه ترټولو ښکلې او سمسوره زمکه ایندر ته پاتې شوه او ایندر په کې ایندرکوڼ یا دایندر باغ جوړ کړ.

ایندر د پلونو، لارو او نورو بنسټي ځایونو په جوړولو کې هم مشهور دی، ویل کیږي ده دوه زرین ښکر درلودل او د غوايي په څېر لوی نس یې و، چې له شرابو به یې ډکاوه.

له دې ټولو څخه د نورستاني اسطورویو عجیب ورته والی له بابلي، یوناني، رومي او ترټولوزیات هندي اسطورو سره مومو. په بابلي اسطورو کې اسماني مقدس غويی، چې د شرابو له ډنډ څخه ځان مړوي ډېر نورستاني ایندر ته ورته دی. د درېیو شنو څانګو سېمبولیک ویش د یونانیانو د ارباب الانواعو ترمنځ د ټاکنې ګڼو سېبمولیکو پېښو ته ورته والی لري، په هغو کې یوه یې د پاریس لپاره د درېیو ښځینه واکمنو هرې یوې ( هېراHera ) ، ( آتنه Athena ) او ( افرودیتې Aphrodite ) د ټاکنې پېښه وه، چې وګوري پاریس کومه یوه خوښوي، پاریس دښکلا الهه افردویتې خوښه کړه او په دې توګه یې ځان ، یونان او ټولو ارباب الانواعو ته لوی سردرد جوړ کړ.

دا ټول ښيي، چې په لویه اندواروپايي سابقه کې نورستاني میتولوژیکه حوزه د یوه لرغوني پله حیثیت لري، چې ښايي د هندي ، اریاني او ان اروپايي اساطیرو د بشپړې او پرتلیزې څېړنې پرمهال له پامه ونه غورځول شي. د نورستان اساطیري حوزه له یوه اړخه خپلواکه حوزه هم ګڼلای شو، ځکه دلته د تخلیق له زمانې څخه د اسطورو د وجود او تکامل بهیر راپیلیږي. نورستاني اساطیر څرګندوي، چې یمرا د کرنې او تزویج ربة النوع ( دیزاني، دیساني Dizane) له خپلې ښۍ پوښتۍ څخه راوزیږوله ( ۲ـ ۲۸۴ ) . همدا راز ګورو چې یو مهال یې د یوناني ارباب الانواعو په څېر زمکې ته دراتللو او له انسانانو سره د مینې شوق هم کړی دی او کله چې د شنو، سرو او زرغونو وریځو منځ کې راکوز شوی، پریوې ښکلې نورستانۍ پېغلې ( سوګا ) مین شوی او له هغې څخه یې د (هیمندو) په نامه زوی هم زیږولی دی. ( ۲ــ ۲۸۶).

موږ ګورو چې د اسطوره پېژندنې له معیارونو سره سم، نورستاني حوزه له هره اړخه یوه بډایه اساطیري زمکه ده، چې ښايي له بشپړې څېړنې وروسته نړۍ ته د لرغونو زمانو د تفکر اوباورونو په برخه کې نوي شته ورکړلای شي.
ددې لپاره په لاندینیو سپارښتونو سره خپله لیکنه پای ته رسوو:

• د نورستاني مدنیت ، ادبیاتو،ژبې، اسطورو او تاریخ لپاره باید په ملي کچ یوه ځانګړې اکاډمي یا تحقیقي موسسه جوړه شي، چې نړیوال حیثیت ولري.
• ترهرڅه وړاندې باید د نورستان شفاهي ادبیات په خورا تخصصي او دقیقه شیوه راټول شي، چې د اسطورو د پرتلیزې څېړنې لپاره دکار اساسي مواد رامنځته شي.
• تر بشپړ ثبات او قانون واکمنۍ پورې باید هڅه وشي، چې دنورستان دلرغوني اساطیري مدنیت ټول مادي شته خوندي پاته شي.
• یونیسکو دې وهڅول شي، چې نورستاني مدنیت په نړۍ کې دیوه ستر فرهنګي ارزښت په توګه وپېژني او په نړیوال کچ یې دخوندي ساتلو هڅې پیل کړي.
• زموږ په څېړنیز او ښوونیز نصاب کې دې د نورستان پېژندنې مضمون ددې لپاره ځای کړای شي، چې یومهال د امنیت او امکاناتو رامنځته کېدو په صورت کې پر نورستاني اسطورو هراړخيزې، پرتلیزې او تطبیقي څېړنې وشي.

• په نورستان کې ټول اساطیري میراثونه، چې اوس عقیدوي ماهیت نه لري، باید له لاسوهنې څخه خوندي شي.

په نړۍ کې ددغې سیمې په اړه پخوانۍ څېړنې ښايي فهرست شي، ځکه نورستان پېژندنه لا له پخوا څخه په نړۍ کې خپل مینه وال لري، په پرتلیزه څېړنه کې هغه مواد ځانګړی اهمیت درلودلای شي.

سرچینې:

۱ ـ تازه، سمیع الله. روایات اساطیري آریایی در اساطیر نورستاني، نهاد فرهنګي میرزا تازه ګل، ۱۳۸۹ ل، کابل.
۲ـ تازه ، سمیع الله. ادبیات شفاهي نورستان، انتشارات بیهقي، ۱۳۹۱ ل. کابل.
۳ـ شمیسا، داکتر سیروس. نقد ادبي، درېیم چاپ، نشر میترا، ۱۳۸۸ ل، تهران
4 – NICK J. ALLEN, SOME GODS OF PRE-ISLAMIC NURISTAN, University of Oxford,

Revue de l’Histoire des Religions, ccvm-2/1991, p. 141 à 168

—————————-

دا لیکنه په بدلون اوونیزه کې خپره شوې.

One thought on “د نورستاني اسطورو د پرتلیزې څېړنې اړتیا”
  1. علم ړوند پا چا نه ده چي که عینکې ور په سترګو کړو نو خلک به ووایی چې کواکي سترګور دی ، کوم نومونه چی د ایندرا ، ویما او کویرا دلته یاد شوی دا آریایی خدایان دی ، چې دهریوه کاراودنده له ورایه معلومه ده ، دا به ډیره ګرانه وي چې یو خدای هم باید هندی اسطوره شي ، هم آریایی او هم نورستاني ؟ موږ به سیند په کوزه کې واچوو ، خو یوازې په الفاظو سره ، نورستانیان څوک دي ؟ څومره دي ؟ په کومه حوزه پورې اړه لري ، ددوی لپاره نوي هویت ټاکل له یوې لاپی پرته بل څه نه شي کیدای او دا لاپي شاپی خو تل زموږ عادت و ، خو علم دا خبره نه راسره مني ، زما مشوره داده چې دا شرقی اساطیر دی په دي کې ترنورستانیانو زیاته د آسیا دجنوب د نورو ولسونو ونډه زیاته ده . هغوی په دغه برخه کې ډیرڅه ترسره کړي دي موږ باید له علم سره ټوکي ونه کړو …
    زرینګل له اندیا

ځواب ورکول zarigul ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *