تاند- د نورستان په ځنګلونو کې پراخ اور بل شوی دی او سره له دې چې تر دې دمه یې علت څرګند نه دی ډېرې ونې یې ایره کړي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم رسنیو ته وویل، اور د نورګرام ولسوالۍ په تونګرک، ملک او مشو کلیو کې بل شوی او تراوسه (سې شنبه/ مازدیګر) پورې لمبې په خپرېدو دي.
د نورستان والي خبرداری ورکړ چې که د اور مخه ونه نیول شي نور ځنګلونه به هم په خپلو لمبو کې ونغاړي.
د بل شوي اور اصلي ځای د نورګرام ولسوالي له مرکزه ۳۰ کیلو متره لېرې دی.
تراوسه پورې د ځنګل د اور وژلو لپاره هلو ځلو نتیجه نه ده ورکړې ځکه چې د سیمې اوسېدونکي وسایل نه لري. همداراز له سیمې ته سمې لارې نشته.
د نورستان والي د افغانستان له حکومت او نړیوالو ځواکونو وغوښتل چې د الوتکو په وسیله پر ځنګلونو اوبه او اور وژونکي مواد وشیندي.
داشو بل ناورین افغانستان روغه ورز نلری ځانو کی مثبت تغیر راوستل او په ټولو معاملوکی دالله نه مدد غوښتل پکار دی که دنورستان والی دغه غوښتنه دالله نه کړی وه الله مهرابان ذات دی یوه ثانیه کی دباران پواسطه به اور مړ وه اوس داخلی او خارجی زواکوته منت زاری کوی نتیجه نلری س