ژباړن: محب الله زغم – 

په افغانستان کې نوروز جشن هر وخت او په تېره بیا په دې وروستیو کلونو کې له مناقشاتو سره مل پاتې شوی دی. ځینې وګړي یې تود هرکلی کوي او ځینې مذهبي کړۍ ورسره سخت مخالفت کوي. ځینې خو له دې بریده هم پښه اړوي او چا ته د نوروز مبارکي ویل او هر بل عمل چې د نوروز د لمانځلو نښانه وي، د کفر موجب ګڼي.

د نوروز د جشن مخالفان چې ځینې دودیزې او سلفي وزمه ډلې دي، د دین له دریځه د نوروز او په هغه پورې تړلي د هر ډول مراسمو د تحریم حکم کوي. دوی د دې کار لپاره ځینې دلیلونه راوړي لکه دغه:

1-    د داسې پخوانیو دودونو لمانځل د هغو ادیانو او فرهنګونو له دوام سره مرسته کوي چې تر اسلام د مخه وو او اوس منسوخ او مردود شوي دي.

2-   د داسې مناسبتونو لمانځنه له نامسلمانانو سره ورته والی دی او د اسلام په پیغمبر پورې د یوه منسوب روایت پر اساس، د نورو ادیانو له پیروانو سره تشبُه ناروا ده. (11).

3-  د پيغمبر له یوه صحابي انس بن مالک څخه روایت شوی چې وايي: «کله چې د خدای پیغمبر مدینې ته راغی، د دې ښار خلکو دوې داسې ورځې درلودې چې لوبې او ساعت تیرۍ به یې په کې کولې. پوښتنه یې وکړه چې دا دوه ورځې څه دي؟ ویې ویل د جاهلیت په زمانه کې به مو په دې دوو ورځو کې لوبې او تفریح کولې. د خدای پیغمبر وویل خدای د دې په بدل کې دوې بهترې ورځې درته مقررې کړې دي، یوه د اضحی او بله د فطر ورځ». (12).

4-  له داسې جشنونو او مناسبتونو سره د مخالفت په اړه ځینې روایتونه.

5-   د ابن تیمیه، ملا علي قاري او ځینو نورو پخوانیو عالمانو فتوا.

6-   د نوروز د مراسمو په ترڅ کې ځینې خرافي او شرکي عملونه، لکه زیارتونو ته تګ او له مړو څخه د خپلو حاجتونو د پوره کولو غوښتنه چې د اسلام له نظره ناروا دي.

دا هغه تر ټولو زیات مهم دلیلونه دی چې له نوروز سره د مخالفت او د نوروز د هر ډول لمانځلو د تحریم لپاره وړاندې کېږي.

د دوی په مقابل کې د نوروز د جشن موافقان بیا داسې استدلال کوي چې:

1-   د لرغونو زمانو ټول راپاتې دودونه، دیني بڼه نه لري او د دې دودونو ژوندي ساتل، د هغو ادیانو د تداوم او بیاژوندي کولو مانا نه لري. د عرفونو او رواجونو زیاته برخه فرهنګي اړخ لري او فرهنګې چارې د انسانانو د اجتماعي تکامل نښه ده. حقیقت دا دی چې د غار مېشتې دورې تر تېرېدو وروسته چې وګړو ښارونو ته مخه کړه، زراعت او تجارت یې رامنځته کړ نو فرهنګ هم راوزېږېد چې د خلکو په ټولنیز ژوند کې مختلف مناسبات سمبال کړي. دا بهیر له هماغه وخته تر ننه پورې روان دی او څومره چې د تمدن له سفره وخت تېرېږي، هماغومره بشري فرهنګ هم تنوع مومي او رنګارنګ مېوې کوي. سره له دې چې په ځینو دورو کې ځینو قومونو نوروز ته مذهبي صبغه هم ورکړې وي خو نوروز تر دې زیات چې مذهبي ریښه ولري، اساس یې فصلي بدلونونه دي چې د لرغونې زمانې خلکو ته مهم وو ځکه چې د دوی ژوند په کرهنې او د کال په اقلیم پورې تړلی و.

2-   د نورو ادیانو او فرهنګونو له پیروانو سره د تشبُه نهي کول یوازې په هغو چارو کې وي چې عبادي او مذهبي بڼه ولري او د ادیانو د پیروانو تر منځ د هویت د خلط او ګډېډلو سبب شي. عادي چارې د دغې فقهي قاعدې پر اساس چې وايي:”الأصل فی الأشیاء الإباحة” ، پر ذاتي جواز ولاړې دي. پر دې سربېره، په عادي چارو کې له تشبُه ډډه نه شي کېدای او که خبره دا وي چې په عادي چارو کې له هر ډول تشبُه څخه ډډه وشي بیا نو د مسلمانانو لپاره ژوند ناشونی کېږي ځکه چې د نورو ادیانو پیروان ډوډۍ خوري، څملي، کار کوي، کالي اغوندې او داسې ډېر نور کارونه کوي چې مسلمانان هم مجبور دي چې ویې کړي. له مشابهته مطلق نهي کول دغه ټول شیان رانغاړي.

3-  هغه حدیث چې د جاهلیت د پېر د دوو ورځو په اړه راوړل کېږي او د مخالفانو تر ټولو مهم دلیل دی، لومړی) د نوروز په اړه صراحت نه لري. دویم) د روایت له لحنه ښکاري چې پخپله پیغمبر مدینې ته تر هجرت له مخه، چې د اکثرو روایتونو مطابق درې پنځوس کلن و، له دې مراسمو سره هېڅ اشنا نه و او د مدینې له خلکو یې په دې اړه پوښتنه وکړه، دا راښيي چې دا مراسم د عربو په منځ کې مشهور او مهم نه و. درېیم) که د اسلام پیغمبر ته جوته شوي وای چې دا مراسم معقول اصل لري، ده به یې هم دوام ته مټې رانغاړلې، هماغسې چې د عاشورا د ورځې د روژې په برخه کې وشول. له ابن عباس څخه د یوه روایت پر اساس: «کله چې د خدای پیغمبر مدینې ته راغی، یهودیان یې ولیدل چې د عاشورا په ورځ روژه نیسي، له هغوی یې پوښتنه وکړه چې دا څه رقم ورځ ده چې تاسې په کې روژه نیسئ؟ هغوی وویل دا یوه لویه ورځ ده چې خدای په کې موسی او قوم یې وژغورل او فرعون او قوم یې سره غرق کړل او موسی د شکرانې په خاطر په دې ورځ کې روژه ونیوله او موږ هم په دې ورځ روژه نیسو. د خدای پیغمبر وویل چې تر تاسو موږ موسی ته نژدې یو، نو هغه پخپله په هغه ورځ روژه ونیوله او مسلمانانو ته یې هم د روژې په نیولو امر وکړ.» (13). له دې روایته په ښکاره معلومېږي چې د اسلام پیغمبر مدینې ته تر تګ له مخه، د عاشورا له ورځې سره اشنا نه و، خو کله چې خبر شو چې اصل یې سم دی، د مسلمانانو په منځ کې یې له دوامه سره مرسته وکړه. د هغو دوو ورځو په اړه هم د اسلام پیغمبر پخپله په څه نه پوهېده او خلکو ورته د جاهلیت د زمانې لهو او لعب معرفي کړې، نتیجه دا شوه چې هغه حکم وکړ چې د دې دوو ورځو پر ځای دې اضحی او فطر ولمانځي.

4-   دغه روایت د محدثینو د اصطلاحاتو مطابق، په احادو حدیثونو کې شمار دی. د فقهې د اصطلاحاتو پر اساس، دا ډول روایتونه «د ظن افاده» کوي، مانا دا چې صحت یې د احتمال په حد کې دی نه د یقین په حد کې. داسې راویتونه په دې چې قطع نه افاده کوي، یوازې نسبي اعتبار لري ځکه چې داسې اطمینان نشته چې دا خبره دې حتماً د پیغمبر وي. دا اضافي قراین دي چې د داسې روایتونو د اعتبار درجه زیاتوي یا کموي. اضافي قراین د هغې وینا د صدور احتمال یا تقویه کوي یا یې کمزوری کوي. په دې لحاظ، د نوروز د تحریم په برخه کې د دې روایت دلالت ته منفي قراین شته ځکه چې د پیغمبر د زرګونو صحابیانو له منځه یوازې یوه کس چې هاغه مهال لس کلن و، دا روایت کړی دی. حال دا چې جشنونه او اجتماعي مراسم شخصي او انفرادي چارې نه دي چې یوازې یو کس دې د هغوی شاهد وي. که چېرې د اسلام پیغمبر داسې مراسم په قطعي ډول منع کړي وي چې د هغې ټولنې د فرهنګ یوه برخه وه، نو باید اقلاً د هغوی ځینو نورو یارانو هم پرې خبر وای او د دې خبر په نقل کولو کې یې برخه اخیستې وای خو داسې نه دي شوي.

5-  د مسلمانانو تاریخي تجربه یې راښيي چې دا مراسم د صحابه وو تر زمانې وروسته د اسلامي هېوادونو په ډېرو برخو کې لمانځل کېدل او د امویانو او عباسیانو څو پر له پسې نسلونه یې شاهدان وو، خو اکثرو فقیهانو او اهل علم ورسره مخالفت نه دی کړی، ان ویل کېږي چې حضرت علي د خپل خلافت په دوران کې د نوروز په جشن کې برخه اخیستې وه او سوغات یې منلی و. (14)

6-   د اضحی او فطر دوه عیدونه فرهنګي او ملي جشنونه نه دي،، بلکې د مسلمانانو د عبادي چارو او دیني سېبمولونو برخه ده او ورته مشخص احکام وضع شوي دي لکه د ځانګړي لمانځه ادا کول، د روژې تحریم، د غسل توصیه، د نویو جامو اغوستل او … که کوم مسلمان نور مراسم د مذهبي مراسمو او جشن په حیث د دې عیدونو پر ځای غوره کړي او یا له دغو عیدونو سره یې یو شان وګڼي، د اصولي قواعدو او شته روایتونو مطابق، بدعت او نامشروع عمل ګڼل کېږي. په دې اړه د اهل علم تر منځ اختلاف نشته. خو که څوک داسې مراسم ولمانځي چې یوازې عادتي بڼه لري او هېڅ تعبدي صبغه په کې نه وي زیاته شوې، بدعت نه ګڼل کېږي. ځکه چې بدعت په شرعي مانا یوازې پر دیني مناسکو او چارو اضافه کولو ته وايي، نه پر عادي او دنیوي چارو د څه ورزیاتولو ته.

7-   «عادتونه» او «عبادتونه» د خپلې منشأ پر اساس سره توپیرېږي. عبادتونه د شارع له خوا تعیینېږي او د هغوی په بڼه او محتوا کې چا ته د مداخلې حق نه ورکول کېږي. خو عادتونه د خلکو د توافق پر اساس رامنځته کېږي چې نن سبا قرارداد بلل کېږي او پخوانو ورته «جعل» او «مواضعه» ویل. قرار دادي چارې ثابتې او دایمي معناوې نه لري چې په هره زمانه کې دې هماغه معنا افاده کړي. کېدای شي د یوه ټاټوبي خلک سره سلا وکړي چې یوه مشخصه ورځ د کارګر ورځ یا د معلم ورځ ونوموي او په دې توګه وغواړي د دې قشرونو حقونه یاد کړي. د فقهي قواعدو له مخې د دوی دا کار مباح دی او په دې چې تر شا یې څه هدف لري، کېدای شي اخلاقي ارزښت پیدا کړي. هر کله چې خلک سره توافق وکړي چې هغه ورځ بدله کړي، شرعي مانع ورته نشته ځکه چې د دې کار د ایجاد منشأ دوی پخپله وو نو د بدلولو حق یې هم پخپله لري. خو عبادي او شرعي چارې بیا داسې نه دي او په دې چې خلک یې په ایجاد کې نقش نه لري نو د بدلولو حق یې هم نه لري. په همدې وجه د ځینو عربو قبایلو (نسیئ) له خوا د حرامو میاشتو بدلول د قران مجید له سخت مخالفت سره مخ شول. (15).

8-   نن سبا نوروز نه د یوه مذهبي جشن په حیث، بلکې یوازې د یوه بومي عادت په حیث لمانځل کېږي. دا نظر په دې تقویه کېږي چې دا مراسم یوازې په افغانستان یا ایران پورې مختص نه دي، بلکې د ملګرو ملتونو د ګزارش پر اساس: “نوروز د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د 300 میلیونه وګړو لپاره د نوي کال پیل دی او تر درې زره کاله زیاته موده کېږي چې په بالکان، تور سمندرګي، قفقاز، مرکزي اسیا، منځني ختیځ او ځینو نورو سیمو کې لمانځل کېږي”. دا ورځ د ملګرو ملتونو د روزنیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) له خوا د بشر د معنوي فرهنګي میراث په لیست کې شامله شوې ده. حال دا چې که په مسلمانانو کې څوک دا ورځ د دیني مناسبت په توګه ولمانځي او داسې وګڼي چې په دې لاره به اخروي اجر او ثواب وګټي، او یا دې کار ته په یوه ډول سره میتافیزیکي جنبه ورکړي نو دا کار یې خطا او د شرعې خلاف دی.

9-   دا چې ځینې خلک د نوروز په ترڅ کې شرکي او خرافي کارونه کوي، نه شو کولای چې هر ډول مراسم یې تحریم کړو ځکه چې دا کارونه په نورو ورځو کې هم کېږي او که د ممانعت او تحریم خبره وي، د هماغه کارونو په ذات پورې اړه لري نه د ترسره کولو په وخت پورې یې او دا مهمه نه ده چې څوک یې په کوم ځای کې کوي.

10-  د ټولنپوهنې له نظره په هغو هېوادونو کې چې له سختو کړکېچونو او ترخو تجربو راتېر شوي دي،  د ستومانۍ او خپګان دوړه خوره وي او د خلکو اروايي ستونزې په کې زیاتېږي. یو له هغو لارو چې ټولنیزه روحیه بدلولی او فشارونه کمولی شي، جشنونه او د خوښۍ او خوشحالۍ مناسبتونه دي. نوروز همداسې جشن دی.

11-   ځینې نور اسلامي هېوادونه هم نوروز ته ورته نور مناسبتونه لري چې له لرغونو زمانو ورته په میراث پاتې دي لکه په مصر کې د «شم النسیم» عید چې د فرعونانو له زمانې ورپاتې دی او وروسته له مسیحي دودونو سره غوټه شوی دی. دا ورځ د مصر په رسمي تقویم کې رخصتي وي او خلک ساحلي سیمو او تفریح ځایونو ته مخه کوي. د مصر دارالافتا دا جشن عادي چاره او مباح ګڼلی او یوازې یې دومره ویلي دي چې اسلامي اداب دې په کې مراعات شي. دغه فتوا د ازهر د پوهنتون ډېرو عالمانو او د مصر د اسلامي څېړنو د ټولنې غړو هم تاییده کړې ده. (16).

2 thoughts on “د نوروز جشن او د مخالفت دلیلونه/ لیکوال: محمد محق”
  1. په زړه پوری معلومات او ډیره ښکلی ژباړه ده. کورمو ودان . کنز به هر څه وايی خو که ملا ګلمرجان یی ومنی.

    1. دنوی کال مبارکی ورکول ا و نمانځل حرام خو په جومات کی دعبادت پر وخت دمسلمان وژل روا دی. ځه عجبه مسلمانی؟؟.؟

ځواب ورکول بردیس ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *