استاد رشتین (د پښتو نثر هینداره ) کې لیکي: « مولوي نورمحمد نوري د کندهار یو پوه لیکوال، مورخ او عالم سړی دی. دی یو ګرځنده سړی و. ډېر وخت یې په هند کې تېر کړی دی. وایي چې لندن ته هم تللی و. ده د امیر شیرعلي خان په زمانه کې ژوند کاوه او دهغه په نامه یې یو پښتو ګرامر( تحفة الامیر) هم لیکلی دی.»

استاد هیوادمل (د پښتو نثر اته سوه کاله) کې د نولسمې پېړۍ دغه عالم د خپل عصر د پښتو نثر سرلاری بولي.

د نور محمد نوري هوتک د نثر هغه بېلګه چې رښتین صاحب په خپل کتاب کې راوړې ده، نه یوازې په پښتو نثر کې د هغه استادي راښیي بلکې دا هم ورنه ښکاري چې نور محمد نوري په نولسمه پېړۍ کې زموږ یو لوی روشنفکر و.

د نوري هوتک د راوړل شوې لیکنې پیل داسې دی:« په سنه یو زر دوه سوه اتیا هجري کې سردار محمد امین خان حق تعالی دې عفوه د تقصیراتو ورته وکړي، حاکم د کندهار و. محرر د دې رسالې یې تقریبا یوه شپه په خدمت کې حاضر و. پس له طول د مکالمې یې وفرمایل: په دا دومره سیاحت کې دې که څه له عجایباتو لیدلي وي، په عرض یې ورسوه.»

لیکوال وروسته لیکي چې حاکم ته یې وویل:« مګر دعا ګوی ته یوه عجیبه مساله پېښه شوې ده چې په حل پورې یې حیران دی. هغه دا ده چې دعاګوی لره عادت، هر وخت چې له ملکه د کندهار ووځي او په بل ملک کې داخل شي ، له استوګنو د کلو، د ښارو، په باب کې د غم د دنیا پوښتنه کوي. ساکنان د ټولو وطنونو وایي چې بې شکه ستا مزاج ته خلل پېښ شوی دی . دنیا نوې ځوانه پېغله ده، مونږ غواړو پس له دې عمارات وکړو، په سوداګرۍ پسې تللي ګټه وکړو، کاریزونه وکاږو، باغونه کېږدو، ولې وکینو، کښتو ته پټي وکړو، نکاح وتړو، په اولاد وهوسېږو.

په وخت کې د بازګشت چې قدم په عرصه د ضلع د کندهار کېږدي او پوښتنه وکړي ، جهان پناها! ټوله په جواب کې وایي: اې احمقه، بې بصره او بصیرته، څه ځای د پوښتنې دی؟ نه وینې عمر په لوېده، حیات اخر دی، نفس د هر سړي وغرندي ته رسېدلی، په رمق بند دی.اسرافیل ښکر په شونډو ایښی برغو پر اواز د حکم ولاړ دی. د قیامت روځ مونږ تر میان یو.

جهان پناها، ودې پرخلاف لوېدو ته د اهل کندهار له تمامه جهانه نهایتي په تعجب کې یم.

چې فقیر عرض تمام کړ، ځمکه د ادب یې ښکل کړه. حاضرانو د مجلس وفرمایل: جهان دیده بسیار ګوید دروغ. سردار صاحب پس له تامله ووې هر دم د سختۍ چې په انسان ورشي قیامت دی. سختي چې نن ورځ په دې عالم ده، په دنیا کې به نه وي.»

په تېرو زمانو کې ناامیو، ګډوډیو، بېوزلیو او ناروغیو ګڼ کسان هڅولي وو چې له دنیایي ژونده تمه وشلوي او د رحمان بابا غوندې ووایي:

عمارت په سر د رېګ روان کاندي
هرچې کاندي عمارت په دا دنیا

د نوی تمدن ترغلبې له مخه طبیعت په انسان لاسبری و او هره شېبه دا وېره وه چې وبا راشي او له ودانو کلیو هدیرې جوړې کړي. له بلې خوا په اکثرو وختونو کې انساني حقونو ته احترام نه کېده او زورورو ته بده نه ښکارېده چې له کمزورو خلکو مالونه او شتمنۍ څه چې لوڼې او زامن هم وتروړي.
دغه حالت ډېر کسان دې نتیجې ته رسولي وو چې په دنیا کې محنت کول بې ځایه دي او د رحمان بابا په قول:

که محنت، که مشقت دی خو د دین دی
په کار نه دی بل محنت په دا دنیا

وروسته بیا چې هندوستان ته نوی تمدن راغی او د اسیا په جنوب کې په طبیعت باندې د غلبې او د حقوقي نظام د څه نا څه بهترۍ امکان پیدا شو، مشکل دا پېښ شو چې نوی تمدن د استعمارګرو او پردو سوغات و. ګڼو کسانو احساس کاوه چې انګریز بد دی او هغه تمدن هم بد دی چې انګرېزانو راوړی دی، نو د دوی له استعمار سره د مقابلې ښه لاره دا ده چې اروپایي تمدن ونه منو او هغه بری چې د پرنګیانو په نصیب شوی دی، د قیامت د رانژدې کېدو علامه وګڼو چې دجال به پکې ظهور کوي او یا به داسې وبولو چې دا دنیا د کافرانو او هغه د مسلمانانو ده.

تاریخ پوه مبارک علي وايي چې د هند مسلمان علما په نوي ساینس او ټکنالوژي باندې بدګومانه وو او وېره ورسره وه چې دا به د اسلام د کمزورۍ سبب شي. ډاکتر مبارک علي چې په نولسمه پېړۍ کې د دیوبند مدرسې د موسس مولانا راشد احمد ګنګوهي د فتواګانو ټولګه ( فتاوای راشدیه ) لوستې ده، لیکي چې هغه د انګریزانو د ټوپۍ په سر کول ناروا وبلل، د انسان د عکس له اخیستلو سره یې مخالفت وکړ او د سپورټي لوبو په باره کې یې فتوا ورکړه چې که د ساتېري په نیت کېږي، ناروا دي.

د ډاکتر مبارک علي په قول:« د راډیو له اختراع وروسته مولانا فتوا ورکړه چې د راډیو په ذریعه د سندرو او موسیقي اورېدل ګناه لري . ده دا هم لویه ګناه وبلله چې څوک د راډیو له لارې د قرآن کریم تلاوت واوري.

مولانا ګنګوهي د ګرمافون له لارې د قرآن کریم اورېدل ناروا وبلل. ده له ټولو نویو مودونو سره مخالفت وکړ او له ښځو یې وغوښتل چې نه د نوي مود جامې واغوندي او نه د نوي مود بوټونه په پښو کړي.

په فتاوای راشدیه کې له اجتماعي او اقتصادي تغییراتو سره هم کلک مخالفت کېږي. مثلا د حوالې له لارې د پیسو استول او په بانک کې پیسې ږدول د شریعت خلاف بلل شوي دي. مولانا کنګوهي د لاوډسپیکرونو، په اورګادي کې د سفر کولو، د عصري دوا د استعمالولو، نویو روغتونونو ته د ورتلو، د اروپایي لباس او په کاچوغه او پنجه د ډوډۍ خوړلو په خلاف فتواګانې ورکړې دي.»

د انګریزانو د غلبې په زمانه کې په جنوبي اسیا کې یو بل فکر دا و چې اروپایان د نوي ساینس او تمدن په مټ بریالي شوي دي نو د دوی له لاسبري سره د مقابلې او په اوسني ژوند کې د کامیابي لپاره پکار ده چې د عمران او تمدن لاره خپله شي.

په هند کې مولانا چراغ علي( په ۱۸۹۵ کې وفات) د عیسوي مبلغانو دا خبره ونه منله چې اسلام د اصلاحاتو او ریفورمونو مخالف دی. مولوي چراغ علي د ښځو د تعلیم علمبردار و. سرسید احمد خان د نولسمې پېړۍ یو بل هندوستانی روشنفکر دی چې مسلمانه ټولنه یې د نوي تمدن او ټکنالوژي خپلولو ته وهڅوله. د هغه وخت په افغانستان کې له سید جمال الدین افغاني او د هغه وخت په مصر کې له محمد عبده سره هم دا ارزو وه چې مسلمانان د تمدن د کاروان ملګري شي.

د نولسمۍ پېړۍ په پښتو متنونو کې یو هغه متن چې د نوي فکر تبلیغ پکې په قوت سره شوی دی، همدا د نور محمد نوري لیکنه ده. نور محمد نوري له یوې خوا خپل خلک کار او فعالیت ته وربولي او له بلې خوا د اکثرو نورو اجتماعي منتقدینو برخلاف، عیب په نورو کې نه بلکې په خپله ټولنه کې ویني. لیکوال د خپل روایت په پای کې د مجلس د حاضرو کسانو غبرګون راښيي چې راوي دروغژن بولي، یعنې د ودانۍ د فکر منلو او په خپلو نیمګړتیاوو اعتراف کولو ته تیار نه دي. دغه راز د حاکم له قوله ډېره معنا داره خبره کوي. حاکم له تامله پس وايي چې د دې ځای په خلکو باندې بد حالت دی او چې په خلکو باندې ورځ بده وي، د دې دنیا او قیامت فرق ورته مشکل شي.

استاد زلمي هېوادمل ( د پښتو نثر اته سوه کاله) کې د نورمحمد نوري د نثر یوه بله بېلګه رانقل کړې ده :« کوم لڅ خوار و توانګر ته ووې که زه دې پر وره مړ شم څه به مې کړې؟ توانګر ووې: کفن به دې کړم. خوار ورته ووې: یو قمیص اوس راکړه، چې مړ شم بې کفنه مې ښخ کړه.»

د نوري هوتک په قلم لیکل شوی تاریخ چې ( ګلشن امارت) نومېږي، چاپ شوی دی خو د ده پښتو ګرامر لا د چاپ انتظار باسي. دغه سړی چې د استاد هېوادمل په قول( ژبپوه، مورخ، خطاط، شاعر او نثرنویس و) د مختلفو کمالونو څښتن دی. که د ذکر شویو دوو ټوټو په اساس قضاوت وکړو، دی د پښتو نثر په تاریخ کې او زموږ د روڼاندۍ په تاریخ کې د ښه مقام څښتن بللای شو. کاشکې د ده پر ژوند، آثارو او هڅو مفصله څېړنه وشي او د هنري نثرونو په شمول یې ناچاپ لیکنې چاپ شي.

One thought on “د نولسمې پېړۍ یو غمی/ اسدالله غضنفر”
  1. سلامونه!
    نور محمد نوري کندهاری علامه رشاد د پښتانه شعرا د درېیم ټوک په لومړي چاپ (۲۲۱-۲۲۵) مخو کي معرفي کړی دئ او د پښتانه شعرا په نوي چاپ کي چي پنځه ټوکه ئې په یوه جلد کي چاپ سوي دي، د نور محمد نوري معرفي ئې د (۷۸۲-۷۸۶) مخونو کي راغلې ده او همدارنګه نور محمد نوري استاد محمد معصوم هوتک په خپل اثر (سل بکړۍ یو پوړنی) کي د (۱۳۶-۱۴۳) مخه پوري معرفي کړی دئ.

    درنښن

ځواب ورکول خلیل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *