شهسوار سنګروال نیازی

 د افغانستان ولسمشرۍ ته هیله من نوماندان چې غواړي ارګ ته لار پیدا کړي په څو برخو ویشل شوي دي.

لومړی د هېواد په دغه سیاسي لوبه کې یو شمېر داسې کسان د ټاکنو ډګر ته راوتلي دي چې یوازې په ځان مین دي، او په دې لټه کې دي چې ځان څنګه او څرنګه مطرح کړي. دې ډلې ته د ټاکنو ګټل له سره ارزښت نه لري، او که د رایې اچونې په پاڼو کې یې انځورونه او نومونه چاپ شي، دوی خپل کمپاین ګټلی بولي.

یوه ډله بیا هغه کسان دي چې پیسې ډېرې لري، خو وسلې لږ. دوي غواړي  د خپلو پیسو په مټ ځان په خلکو وپېژني. د دې ډلې لپاره د ټولټاکنو بهیر د سوداګریزو اعلاناتو یو ښه فرصت دی، او څومره چې د ټاکنو په بهیر کې د خپلو پیسو نه د ځان په راپېژندلو کې ګټه اخیستلی شي، په بل کوم تبلیغاتي بهیر ورته داسې زمینه نه شي برابرولی. د دوي لپاره هم د ټاکنو ګټل د توقع وړ پایله نه ده.

په دریمه ډله کې داسې نوماناندان پېژنو چې وسلې هم پرېمانې لري، او پیسې هم. دوي نه یوازې دا چې غواړي خپل ځان په سیاسي ننداره کې مطرح وساتي، دا هم غواړي چې د ټولټاکنو په ممکنه ګټونکو باندې د دې بهیر په ترڅ کې دومره اغیزه وشیندي چې یوه ورځ وشي کولی خپل ځان، خپلې وسلې، او خپلې پیسې درې واړه وساتي. په دې ډله کې هغه کسان ګډ دي چې د هېواد په تېرو غمیزو کې ښکېل ول. د دوي کړنلاره دا ده چې په وروستیو شېبو کې د داسې یو نوماند په ګټه تېر شي چې د بریالیتوب شونتیا یې لوړه وي، او دا ژمنه ورسره وکوي چې په راتلونکې کې یې د دوي د تېرو کړنو په تړاو احتساب ته راونه کاږي.

او بیا د نوماندانو په نوملړ کې هغې نامتو ډلې هم رادانګلي دي چې له دې لارې یو داسې جوړجاړي ته ورسېږي چې په پایله کې یا یو لوړ دولتي مقام وګټي، او یا لږ تر لږه خپل شته مقام خوندي وساتي. مونږه په تېرو ټولټاکنو کې ولېدل چې سوداګرۍ پخوانی وزیر د پير صیب په منځګړتوب حامد کرزي ته تېر شو او د وزارت څوکۍ یې خوندي کړه.

اوسمهال په دغو لسو نوماندانو کې یو شمېر داسې سیاسي لوبغاړي تر سترګو کېږي چې سترګې یې د ولسمشر کرزي لور ته کږې دي، راواخله قیوم کرزی، ګل آغا شېرزی، عبدالرحیم وردګ او زلمی رسول چې ښایي دوي ټول په پای کې قیوم کرزي ته تېر شي.

مونږ باید دا خبره هېره نه کړو چې د حامد کرزي دریځ ټاکونکی دی. هغه به دې مانا چې د ده ټیم (وزیران او والیان) اوس هم د ځواک څښتن دی. دوي په دې پوهول شوي دي چې د کرزي د خوښې کس څوک دی، او په دې هم پوهېږي چې که د ولسمشر د خوښې کس د هېواد راتلونکی ولسمشر شي د دوي واک او ځواک به تر ډېرې خوندي پاتې شي.

پاتې شول ډاکټر اشرف غني احمدزی، عبدالرب رسول سیاف، عبدالله عبدالله، هدایت امین ارسلا، قطب الدین هلال، او سردار محمد نعیم، چې په دغو کسانو کې ۳ تنه ډېر د پام وړ دي.

لومړی اشرف غني احمدزی دی چې ښایي امین ارسلا او سردار محمد نعیم خان د ده په څنګ کې پاتې شي. سردار مخمد نعیم خان کېدای شي د سردار محمد داود خان د ساسي باور له مخې یوڅه رایه ترلاسه کړي. که څه هم سردار محمد داود خان اوس د ځوان نسل په منځ کې پردی دی، خو بیا هم بې اغېزې یې نه شوو بللی.

قطب الدین هلال هم د عبدالله عبدالله تر شا نه درېږي ځکه چې د اسلامي ګوند هغه بېل شوی برغنډ چې د ده سیال لوری دی اوس د عبدالله عبدالله د کمپاین برخه ده.

دعبدالله عبدالله د دواړو نوماندو مرستیالانو رایې د سیاسي او قومي جوړښت له مخې ویشل شوي دي او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د لومړي مرستیال په څېر د دوي رایې ثابتې او ناوېشلې نه شي پاتې کېدی.

دریم تن چې ښایي هېچاته تېر نه شي او تر پایه په سیالۍ کې پاتې شي هغه به استاد عبدالرب رسول سیاف وي. د ده رایې چې څومره د عبدالله عبدالله رایو ته زیان رسولی شي هغومره یې د اشرف غني رایو ته ګواښ نه شو بللی ځکه چې د ده لومړی مرستیال جهادي شخصیت تورن اسماعیل خان د اسلامي جمعیت له باوري مسرانو څخه دی، او د دې ګوند ډېرې رایې ځان پسې راوستلی شي.

نو که چېرې د احتمالي نوماندانو په لړ کې ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزی دوه هغه سیالان وي چې تر پایه یو د بل په وړاندې ودرېږي، نو د بري لوری د دریم نوماند، استاد سیاف، رایې بدلولی شي.

6 thoughts on “د نوماندانو د نوملړ دوه سیالان عبدالله او احمدزی: یوه پرتله”
  1. دهر کا ندید چه وطن اوخلکو ته خد مت ی شعا ر وی مو ږ ورته کا میا بی او که مطلب یخود نمای او دملت بر با دی وی خدای دتباه او مطلب ته ونه رسوی.

  2. wala ajeba khabara kawe Dr.Ahady dase kas che khalak lari ow ham der poha lari ka Dr.Ghani na ka ziat na pohegi kho tre kam ham nada zama pa khial Dr.Ahady wazarat ta zarorat ham nalari zaka che agh harzai kar karai da ow kawalai shee za pa UNAMA ke kar kawam che alta tol khareejian wai che Dr.Ahady ow Dr.Ghani war kasan dee staso qazawat nasheekawali Dr.Ahady Afhani jora kari agha wazarat malia jora kari tojarat wazarat ye pa khpo wadrawa.

    staso da alim qadar na pezani der tasoob war khabar da staso sirf Dr.ghani compiagn kawe

  3. پورته نومول شوی مشران مونږ ته ډیر ښاغلی دی خو اوس د هیواد د یوالی او بقا خبره ده څوک به دا کار وکړای شی. زلمی رسول خپل وزارت نشی اداره کولای نو د هیواد مشرتوب ورته ډیر دروند کار دی. ښاغلی سیاف یو دینی او جهادی شخصیت دی . هغه به تر پایه ونه دریږی چی په راتلونکی کی ولسمشر شی او خپلی واری ته به وګوری چی کوم یوه ته د خپلو کسانو لپاره د امتیازاتو په اخیستلو سره تیر شی. د ښاغلی قیوم کرزی په مشرتوب که کوم ایتلاف جوړیږی نو دا به په دی معنی وی چی د افغانستان راتلونکی مشرتوب اوولسمشری به د شاهی مطلقیت رژیم باندی بدلیږی . ښاغلی کرزی خو کومه اردو هم ځانته جوړه نه کړه چی کودتا وکړی او قدرت په لاس کی واخلی . د مسعود په شان خپل قوم ته یی هم خدمت ونه کړ چی تر شا یی ودریږی.کوم با احساسه او د ټولو د ملاتړ وړ ګوند هم نه لری ، چی ورته هیله من وی.
    د ښاغلی قطب الدین هلال کاندیداتوری هم چندان په خپل وخت کار نه دی . د دوی ګوند هم په څو برخو انشعاب کړی دی . له بلی خوا هغه کسان چی پخوا د دوی د ګوند غړی ول اوس نسبت هغو پخوانیو سیاسی او اسلامی اړیکو ته زیات قومی او سمتی تمایلات لری .
    ښاغلی داکتر عبداله هم د هیواد فدرالیتوب او د قومونو د لری کیدول اجندا په سر کی لری. له بلی خوا د ده د باندنیو چارو وزارت تجربه مونږ ته دا را په ګوته کوی چی هغه یواځی د خپلی ولسوالی خلکوته تعهد لری او نور هیواد وال یی د هغه پخوانی شعار چی اسلام دین ماست و افغانستان به غین ما – کوم اهمیت نه لری . له هغه نه د افغانستان د خلکو او ولس ته د خیر پلانونه تمه کول – ځان ته بازی ورکول دی.
    هغه څوک چی کولای شی د هیواد دا ګوډه ماته بیړۍ ساحل ته رهبری کړی ، باید داسی یو شخصیت وی چی هغه ته د قومیت او سمت مفکوره اهمیت ونه لری. افغانستان یوه قاطع ، پوه او مدبر شخصیت ته ضرورت لری . داسی یو شخصیت وی چی د افغانستان ملی حاکمیت وساتلی شی او د احتمالی تجزیی مخه ونیسی . د افغانستان د ورونو ملیتونو او قومونو تر منځ یوالی وساتلی شی . خصوصا د افغانستان په شمال کی د میلیونونو پښتنو ګټی تامیڼ کړای شی . د دی با مسولیته کار په غاړه اخیستلو ته د ټولو محترمو او ښاغلو کاندیدانو فداکاری او د یوالی او مشورو ته ضرورت ده . د ټولو مشرانو موجوده ګټی باید په نظر کی ونیول شی خو په راتلونکی کی د هیواد اساسی قانون تطبیق کړای شی ، هیواد ته سوله راوستل شی او ټول د قانون تر سیوری لاندی ځانونه مصوون احساس کړی. د دی مهمی وجیبی او مسوولیت لپاره د ښاغلی اشرف غنی احمدزی په مشری د ټولو پورته ذکر شویو مشرانو ملاتړ او مشورو ته ضرورت دی .
    که تا ویل چی زه یم اوما ویل چی زه یم ، نه به ته یی نه به زه یم .
    او که ما ویل چی ته یی او تا ویل چی ته یی ، هم به زه یم هم به ته یی.

  4. هرهغه څوک چی خپل مسلمان اوزوریدلی ولس ته خدمت وکولای شی زمونگه رایه دهمهغه ده

  5. ډاکټر صاحب غنی باید، حتما او ضرورتا دی چی ریس جمهور شی نور یو یی هم دا ماته ګوډه بیړی له دی اوبو نشی ویستلی او هو مونږ افغانان باید رایه ورکړو چی هغه کامیاب کړو

ځواب ورکول سید الرحمن زیارمل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *