تاند، چهارشنبه، د قوس ۲۰مه: د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا ګواښ کړی، که د ټاکنو کمېسیون پایلې اعلان کړې، نو لویه تېروتنه به وکړي چې هېواد به ورسره د شدید بحران خواته ولاړ شي.

 دوی چې نن چهار شنبه یو وار بیا له رسنیو سره راټول وو او د ملي مشارکت د حکومت غوښتنه یې کوله، همدا راز یې ټینګار وکړ چې ټاکنې له خپل اصلي مسیر څخه وتلې دي او د کمېسیون هیڅ پریکړه مشروعیت نلري.

د نوماندانو له منځه احمد ولي مسعود کمېسیون ته خبرداری ورکړ چې که دوی د ټاکنو پایلې اعلان کړې، په حقیقت کې به یې په افغانستان کې یو لوی بحران اعلان کړی وي: (( باید مشارکتي انتخاب محوره حکومت جوړ شي، بله چاره نشته.))

د ولسمشرۍ بل نوماند شهاب حکیمي هم ټینګار وکړ چې د ده په وینا له یو متقلب ټیم څخه د کمېسیون ملاتړ دوی ته د ټاکنو اعتبار له منځه وړی دی: (( ډیره واضحه خبره ده چې والیانو او ولسوالانو د دولت ساز ټیم ته درغلي کړې ده او اوس کمېسیون دغې درغلۍ ته مشروعیت ورکوي، خو تر څو چې تقلبي رایې له سیسټم ونه ایستل شي، موږ پایلې نه منو.))

دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې هم په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د ټاکنو پایلې که د نوماندانو له غوښتنې منلو پرته اعلان شي، دوی به یې ونه مني.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون په لنډ وخت کې د ټاکنیزو قسمي پایلو د اعلان خبر ورکړی دی، خو وخت یې نه دی په ډاګه کړی.

2 thoughts on “ د نوماندانو شورا: د ټاکنو د پایلو اعلان به د شدید بحران د اعلان په معنا وي”
  1. کمیسون باید جرت وکړی او نتیجه اعلان کړی. دا یو څو د ګوتو په شمار غله نشی کولای چی د تول ملت به سر نوشت لوبی وکړی.

  2. شهاب حکیمي ، احمدولي مسعود او داکتر عبدالله درې واړه د جمعیت یا شورای نظار کاندیدان دي ، په هر حال سره نوموړو کاندیدانو داسې تاریخي ماته خوړلې چې بیا به هېڅکله دې مهمې څوکۍ لپاره ځانونه کاندید نه کړي.

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *