تاند، دوشنبه، د قوس ۱۱مه: د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا نن په یوه خبري ناسته کې د ملي مشارکت په نوم د حکومت د رامنځته کېدو طرحه او غوښتنه وړاندې کړه.

 په دې طرحه کې د سولې او ټاکنو روانې پروسې ناکامې بلل شوي او ویل شوي چې د یو مؤثر نظام د رامنځته کېدو لپاره دې ژر تر ژره د ملي مشارکت حکومت جوړ شي.

 د نوماندانو په دې طرحه کې راغلي چې د ټاکنو بحران ورځ تر بلې شدت مومي او باید چې دا بحران په ملي مشارکت هوار شي چې په کې په عادلانه ډول ټولو قومونو، قشرونو او لوریو ته ونډه ورسېږي.

د نوماندانو د شورا غړی احمدولي مسعود پهدې اړه وايي، په تېرو دوه لسیزو کې د اکثریت ډیموکراسي ناکامه وه او اوس اړتیا ده چې د تفاهم دیموکراسي رامنځته شي: (( په اکثریتي دیموکراسۍ کې قدرت انحصار شو، تبعیض او استبداد رامنځته شو او هېواد یې د سقوط خواته یووړ.))

  نوموړی ټینګار کوي چې د ملي مشارکت وړاندې کړې طرحه به یې ملي اجماع جوړه کړي او ټاکنیز بحران به مدیریت کړي: (( اوسني انتخابات باطر دي او ټاکنیزو کمېسیونونو خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.))

 په همدې حال کې د ولسمشرۍ بل نوماند شهاب حکیمي هم وايي چې د ملي مشارکت د حکومت په راتلو سره به یو ځوابګویه حکومت راشي، چې د ده په وینا ټول هېوادوال به په کې ونډه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د همدې شورا ځینو  غړو د مؤقت، انتقالي او سولې په نوم د حکومتونو جوړولو غوښتنه کړې وه، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ بیا دغو نوماندانو ته په اشاره ویلي چې د جمهوریت دوام یې سره کرښه ده او معترض نوماندان رایې نه لري.

3 thoughts on “د نوماندانو شورا: ټاکنې باطلې دي او باید د ملي مشارکت حکومت جوړ شي”
  1. وایی یو څوک چا په خیرات کې نه پرېښود ، ده ویل آس مې د ملک کره وتړئ.

    د افغانستان خلک په دوه سرې حکومت کې سره جوړ نه شول ، د اخطاپوت په شان په داسې حکومت کې به څنګه سره جوړ شي چې متضاد کاندیدان له مخلتفو برنامو سره چې په هغوی کې وطندوسته او خایین ، صادق او امانت کاره ، غله او قاتلان ټول شامل وي.
    که تاسو خپل هېواد ، ولس او ملي ګټو ته وفاداره یاستئ ، نو د تقلب ، زور زیاتي ، بحران ، شفافیت او همجنس بازي ، بې ثباتي له شعارونو تېر شئ ، د نړیوالو دموکراسي اصولو په پام کې نیولو سره خپله ماته ومنئ او د وطن د علیا ګټو د ساتلو لپاره د ګران او محبوب ولسمشر سره د همکارئ او خدمت په خاطر سره یو شئ. او که تاسو خپل لجاجت ته دوام ورکړئ ، د تاریخ په وړاندې به مختوري او ملامت و اوسئ.

  2. now peoples understand;any candid of presidency and abdullah want place or one post for self.

    in that situation, the election is legal, another way election is not acceptable.
    and THE commission is working only for one team.HA HA HA

    NOW WE RECOGNIZE REAL FACE OF EVERY ONE, SHAME IS NOT ONE CERTIFICATE,
    WE HAVE TO PRESENT FOR ABDULLAH AND OTHERS.
    THANK YOU

  3. دا طرحه او د لنډمهالی اداره طرح د پاکستان پوځ او استخباراتو لخوا جوړه شوی چی ددی جوړولو کی د امریکا او برتانیی نظر کیدای شی اخیستل شوی ځکه د پاکستان حکومت هیڅکله د امریکا او برتانیی له نظره دلته یعنی افغانستان هیڅ ګام نشی پورته کولی ځکه ټوله نړی او هند او افغانستان هرځلی ناری وهی چی پاکستان د ترهګرو او جنګی ډلو مالی او نظامی ملاتړ کوی باید پاکستان په وړاندی سیاسی ګام پورته شی مګر چی ګورو امریکا او برتانیه ورباندی هیڅ غبرګون نه ښایی
    همدارنګه د امنیت شورا هم غوږونه کاڼه کړی دی ځکه هند او افغان دولت پدی ۱۸ کلنه دوره کی هر ورځ که هغه د کرزی دوره وه او یا د اشرف غنی دوره ده ناری وهی چی د طالبانو نظامی او استوګن ځایونه په کویټه بلوچستان او پښتونخوا او سند ایالت کی دی او همدارنګه نړی ولیده چی آسامه بن لادن په اسلام آباد کی امریکایان وواژه مګر اوس هم ورباندی ځان ناګاره اچولی او پدی هم پوه شول چی ملامنصور او ملاعمر په پاکستان کی ووژل شول مګر دوی اوس په پاکستان باندی د سپاه پاسداران ایران په شان بندیز نه لګول کیږی مطلب دا چی امریکا او برتانیه پاکستان باندی هیڅ فشار نه راوړی مګر د همدی له وجهی هند او افغان دولت له امریکا او برتانیی خوا بدی دی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *