ولسمشریزو ټول ټاکنو ته د نوماندګۍ وخت د روانې میاشتې په څوارلسمه نېټه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته و رسید ،چې په پایله کې څلور ویشت تنه افغانانو د ولس مشرۍ د څوکۍ  ترلاسه کولو په موخه د ټاکنو ستړې لوبې لپاره  ځانونه ونومول . د۱۳۸۸ کال په پرتله دا ځل د نوم اندو شمېر  نږدې نیم په نیمه راټیټ شوی دی ،چې دا په خپل ځای کې ښه خبره ده ، دا ځکه  په دې ډول د پیسو دبې ځایه لګښت کچه به د تیرو ټاکنو په پرتله نیم په نیمه هم راښکته شي ،او خلک به هم لکه د تیر ځل په شان یواځې د نوماندو د نومونو په تش زده کولو نه ستړي کېږي . پاتې شوه دهغوی د کړنلارو، ټولنیزو کړنو او مخینو په باب پوښتنې او پلټنې ،چې هغه مهال یې ډېر وخت او زغم ته اړتیا وه ،چې هر افغان ته دا ډیر ستونزمن کار واو دی، په داسې حال کې چې افغانان په خپله  د ژوند له ډېرو ستونزو سره داسې لاس او ګرېوان ول او دي چې ډېرو ارزښت مندو کارونو ته وخت او زغم نه لري ،خو له ښه مرغه سږ کال د نوماندو شمېر لکه مخکې مې چې وویل د تیرو ولسمشریزو ټاکنو په پرتله ډېر لږ دی ، ښايي د نورو هیوادونو د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندو په پرتله اوس هم ډېر وي . خو بیاهم زه دا شمېره ښه بدلون بولم.

د دغه بدلون په خوا کې  کوم ستر بدلون تر سترګو کېږي هغه دادی چې د راتلونکو ټاکنو لپاره نوم اندو هڅه کړې چې د خپلو مرستیالانو لپاره یوه نوې ځانګړنه او معیار وټاکي ،  پرته له څو ګوتو په شمېر نوم اندو نه ډیری نوم اندو خپل مرستیالان د قومیت، ژبې ، سمت او مذهب  پر بنسټ ټاکلي دي . که ولسمشرۍ ته نوماند  پښتون دی ، نو لومړی مرستیال یې تاجیک دویم یې هزاره یا اوزبیک  دی. که نوم اند دري ژبی دی نو لومړی مرستیال یې پښتون ، دویم مرستیال یې هزاره  دی.

که څه هم چې دا فورموله زموږ په هیواد کې هومره نوې نه ده  چې ودې ویل شي دا فورموله نویو نوم اندو پنځولې ده . فکر کړم د دې فور مولې د پنځ حق باید ښاغلي حامد کرزي ته ورکړ شي ، دا ځکه دا نوې فورموله  د د ولسمشریزو ټول ټاکنو په دوه تیرو پېرونو یا دورو کې وکاروله ، چې د پام وړ ګټه یې ترې ترلاسه کړه او دادی دایې دوولسم کال دی چې ښاغلی کرزی د واک پر ګدۍ ناست دي ، او زه فکر کړم چې د دې اوږدې واکمنۍ یو راز هم همدغه فورموله ده .

خو دا چې دا فورموله به په راروانو ټول ټاکنو کې کار ورکړي او کنه ؟ ښايي مخکې له مخکې یې انګېرنه ځکه ستونزمنه وي چې داځل نو ډیری نوماندو له دې فورمولې نه کار اخیستی دی.

خو راځو دې خبرې ته چې زموږ د نوم اندو دا کار به د رایو د ورکړې په مهال  زموږ د خلکو په پرېکړو څه اغېز ولري او کنه ؟.

ښايي زموږ ډیری هیوادوال دا کار وغاندي او دا یو ډول مکر یا غولونه وبولي ، ډیری یې ښايي په دې لامل وغاندي چې د مرستیالانو علمي ، او کاري اهلیت ته نه دي کتل شوي ، یواځې ژبه او قوم په پام کې نیول شوی دی ، او ښايي ډیری ېې په دې ښه ونه ګڼي چې ډیری نوماند ان او  مرستیالان د توپکیانو سرلاري دي ، چې زموږ د زرګونو هیوادوالو په وینو یې لاسونه تر څنګلو سره دي ، او یا هغه خلک دي چې زموږ په هیواد کې قومي ، ژبنيو او مذهبي نفاق ته یې لاسي لمن وهلې ، او په هیواد کې د جګړې د دوام لامل ګرځېدلي دي.

 دا ټولې انګېرنې او اندېښنې سمې او پر ځای دي . زموږ د هر هیوادوال حق دی چې د خپل هیواد د راتلونکې په اړه فکر وکړي ، خپلې اندېښنې او انګېرنې په ډاګه کړي او په دې برخه کې خپله ور تر غاړې پازوالي ترسره کړي .دا ځکه چې  د ناسمو کړنو په وړاندې غلې ناسته   د خوښاوي په معنا ده .

خو زه بیا د دغو نوم اندو  دا ډول مرستیالانو له ټاکلو نه ډېره خوښه یم ، او وایم چې کاشکې ټولو دا کار کړی وای .ښايي زما دا خبره ډېرو دردمنو افغانانو ته سمه ونه برېښي .او ښايي د ډېرو قهر را وپاروي.

خو زه دا ځکه ښه بولم چې زما په اند د دا وړ مرستیالانو ټاکنه به له خلکو سره مرسته وکړي ، چې خپلې شخصي سلیقې اړیکې ، مذهبي ، سمتي ،او ژبني تړاوونه یو پلو پرې ږدي ،او د رایو په کارولو کې له فکر ، پوهې او ځیر تیا نه کار واخلي او هغه څوک د رایو مستحق وګڼي چې د ټولو افغانانو ګټه پرې خوندي وي.   .

د ټول ټاکنو په تیرو دورو کې همدا چې د نوم اندو لړلیک به بشپړ او خپور شو نو هر افغان به سم د واره خپله پرېکړه وکړه چې خپله رایه به د چا په ګټه کاروي .ځینو یې د ژبې ځینو یې د سمت او ځینو یې د مذهب له مخې دا پرېکړه کړله . خو او س خبره بېله ده . له هر پښتون سره یو دری ژبی او یو هزاره یا اوزبک ولاړ دی. او هر دري ژبي سره یو پښتون او یو هزاره او له هزاره  سره هم همداسې .

د دې کار یو ګټه داده چې زموږ خلک به یو ځل بیا د خپلو مشرانو په کړنو، شعارونو ، لوړو او مخینو غور وکړي ، دا ځکه هغو مشرانو چې دوی یې د قوم ، ژبې او مذهب په نوم یو له بل سره جنګولي دي ، د مرګ کومي ته یې ور ټیله کړي دي ،له خپلو مېنو یې کډ وال کړي ،او یا یې دوی را پار ولي دي ، د خپل حق د غوښتو په  نوم یې اړ ایستي چې په خپل یو بل بې ګناه هیوادوال تش د ژبې ، سمت ، او یا مذهب په نوم ناروا وکړي .اوس هماغه مشران ویني چې له هماغه توکم سره چې پرون همدې مشر د دوی دښمن باله او دی یې ورسره جنګاوه، اوږه په اوږه ولاړ دی، او د هغه د بریا لپاره هڅې او هاند کوي .

افغانان به په دې خبره فکر وکړي، تر پرونه چې څوک کافر و ، نن یې مشر د هغه لومړی مرستیال دی ، تر پرونه چې چا د لږه کیو حق خوړ ، نن یې مشر د هغه دویم مرستیال دی او له همده نه غواړي چې هغه پروني حق خور ته رایه ورکړي .

 افغانان به دا فکر وکړي ،کله چې دا مشران له نورو قومونو مذهبونو او سمتونو له مشرانو سره ستونزه نه لري ،او د ټول ټاکنو ډګر ته د ګډو ګټو د خوندیتوب لپاره لاس ترلاسه دانګي ، نو زما ستونزه ورسره په کوم ځای کې ده ؟ زه ولې تر دې دمه د دغو خلکو دښمن وم ، او اوس یې ولې دښمني کوم، ما له دې دښمنۍ نه څه تر لاسه کړي دي ؟ څومره مې ګټه کړې او څومره راته زیان رسېدلی دی؟ او دا زیان چا را رسولی ؟ ولې مې داسې زیان ته غاړې ایښې ؟ لامل یې څوک او څه شی و؟ ولې پروني دښمنان ننني دوستان او پروني دوستان ننني دښمنان شول ، د نن او پرون ترمنځ په دغه لنډ واټن کې څه و شول چې دا هرڅه یې په یو وار داسې بدل رابدل کړل ؟ولې مې تر ننه د ټول هیواد د مشرانو په اړه دقیق فکر نه دی کړی ، ولې مې تر ننه د غوره مشر په ټاکل غور نه دی کړي؟ او  ولې دغو مشرانو داسې تړونونه کړي ؟ دوی ته یې ګټه څه ده؟ او ملت ته یې څه ګټه رسېږي ؟او کوم مشر له چا سره یو ځای شوی دی چې د ده او د ده د قوم او مذهب ګټې په کې خوندي پاتېدی شي او کنه؟

ښايي دې ته ورته په لسګونو پوښتنې د هر افغان په ذهن کې را وګرځي ، زه باور لرم چې له همدا اوس نه به د ډیری افغانانو په کورونو کې د نوم اندو او دهغوی د مرستیالانو په باب تودې خبرې روانې وي او ډېرو سره به دا اندېښنه وي چې اوس نو چاته رایه ورکړو.

د نوم اندو د لړلیک له بشپړېدو نه وروسته یو چا راته وویل . نه پوهېږم چې چاته رایه ورکړم ؟ اوس نو د رایو پرځای کارونه هم ستونزمنه شوه .

 له ځان سره مې وویل ، خدای دې هر افغان ته د راتلونکو ټول ټاکنو لپاره د رایو د کارولو پرېکړه همداسې ستونزمنه کړي ، تر څو په ښه ، غور، فکر ، ځیر تیا او هیوادنۍ پازوالۍ سره خپله ارزښت منه رایه وکاروي .

 او په دې ډول به ننني په ژبو ، سمتونو ، مذهبونو او قومونو وېشل شوي افغانان په خپله د یو والي په لور لومړني پلونه پورته کړي.

د یوه خپلواک ، هوسا او یو موټي افغانستان په هېله.

One thought on “د نوم اندو نوی تکتیک/ عارفه عمرلور بشیر”
  1. خورې دا په آخر کې د له ځانه سره بل ډول خبره کړیده او هغه داچې د پښتنو له مزاج سره په بشپړ تضاد کې ده.
    پښتانه ته چې کوم کار ستونزمن شي او په تیره بیا د مټو او ټوپک پرځای فکر او سوچ ته اړتیا وي، نو ډیر لنډ او آسانه ېې له ترسره کولو څخه لاس اخلي.
    وايي ځه ولا که پدې هم شل شي.

ځواب ورکول عجب ګل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *