اصف خان وزیري

Asif Khan Waziri
I دا لیکنه لږ په دقت ولولئ؛ ورځ تر بلې کارونه ډیجیټل کېږي، د ګوتو او په قلم د لیک زمانه تلونکې ده، کمپیوټر انسان نه دی چې ستاسو اندک غلطي وبخښي. کله چې تاسو نوي اسناد اخلئ نو د نوم لیکلو پر مهال لیکونکي مامور ته پاملرنه وکړئ چې ستاسو نوم سم ولیکي، ښه دا ده چې خپل نوم په یو کوچني کاغذ لیکلی ورکړئ او مامور متوجه کړئ چې دغسې یې ولیکه. کله چې تاسو خپلو ماشومانو ته تذکره اخلئ، د نوم لیکنې پر وخت دقیق و اوسئ تر څو ستاسو د بچي نوم سم ولیکل شي.
اوس د بریښنایي تذکرو وخت را نږدې دی، تاسو د کمپیوټري تذکرې اخستلو پر مهال زیات دقیق و اوسئ چې مسؤل مامور ستاسې نوم د زړې تذکرې مطابق ولیکي، که خدای مه کړه یو ټکی غلط شو نو ستاسو ټولو اسنادو (پاسپورټ، د موتر چلولو لایسنس، تحصیلي اسناد او ….) کې به د یو لوی سر خوږي سره مخ شئ، تاسو بیا مجبور یاست له سره نوې تذکره واخلئ هلته به ستاسو ډیټابیس کې بایومیټریک شوی وي، مسؤل مامور به در سره د نوې تذکرې اخستل په اسانه ونه مني، او دا خو درته معلومه ده چې دلته د داسې لانجمنو اسنادو سمول څومره ستړې، څومره واسطه او یا هم څومره پیسې غواړي!
بله دا چې کله هم تاسو تذکره انګلیسي ته ژباړئ نو دغه وخت مو انګلیسي نوم د هغو اسنادو مطابق ولیکل شي چې ستاسو نوم پکې په انګلیسي لېکل شوی. مثلاً: زما انګلیسي دیپلوم کې نوم Atiqurrehman لیکل شوی که د تذکرې د ژباړې پر مهال یې Atiqurrahman ولیکي(د e په ځای a) نو زما اسنادو کې خلل راغي.
زمونږ یو تولګېوال وو د شبیر په ځای بشیر لیکل شوی وو، تر څو یې دغه د ب ټکی مخکې وروسته کولو مونږ دوهم ټولګي ته لاړو او دی یو کال وروسته شو.
دا اوس تاسو هره ورځ  فیسبوکونو کې د سعودي د مسافرو فریادونه ګورئ چې څومره مشکل سره اخته دي، زما په فکر د دوی د مشکل اصلي علت همدا د نومو په لیکلو کې دقت نه کول دي. مطلب کمپیوټرایز زمانه را روانه ده، دغو ټکو ته باید ښه ځیر شئ. دا لېکنه شریکه کړئ.
2 thoughts on “د نوم لیکنې وخت کې باید څه وکړو؟”
  1. سلام
    دا لیکنه ما پر فیسبوک نشر کړی وه اصف خان ورور تاسو ته لیږلې او تاسو هم د همغه په نوم نشر کړې

ځواب ورکول عتیق الرحمن حبیبي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *