ليكوال: اصف پتيالي –
لومړی: تر ټولو عمده ستونزه چي ولس یې تقریباً له هر وزارت سره لري، د اداري پروسو مغلقوالی دئ. ټول وزارتونه باید ولایتي او ولسوالي ریاستونو ته اجرائیه اختیارات ورکړي. د هري اداري پروسې لپاره د مراجعینو فورمې ترتیب کړي چي د نوموړي پروسې لپاره د ضرورت وړ اسناد او هغه معیارونه ذکر سوي وي چي باید د مراجعینو له خوا پوره سي او د نوموړي پروسې لپاره زماني چوکاټ ذکر سوی وي چي باید اړوند وزارت یا ریاست یې پایبنده وي. اسناد باید د اړوند وزارت یا ریاست د مسوول شخص له خوا واخیستل سي او مراجعه کوونکي ته د تسلیمي رسمي رسید ورکړل سي. په رسید کي باید د هغه نېټې ذکر سوي وي تر کوم وخته چي وزارت یا ریاست مکلف دئ خپله رسمي پروسه تکمیل کړي او د کار د اجراء اطمینان مراجعه کوونکي ته ورکړي. په دې ډول به نه یوازي د رشوت او واسطې مخه نیول سوې وي؛ بلکي مراجعیونو ته به خپل هغه قیمتي وخت او مصروفیت وروسپمول سي چي د دوی د سرګردانۍ سبب ګرځي.
دوهم: یوه تر ټولو حساسه موضوع چي د دوامداره نژادي، ژبني، ګوندي او سیمه يیز تعصباتو د ودي سبب ګرځیدلې، د وزارتونو د مامورینو د استخدام موضوع ده. کله چي مقررۍ کېږي، په هغه کي باید د هیواد د ولایاتو، ولسوالیواو نژادونو د سهمیو تناسب په نظر کي ونیول سي، د مقرري لپاره واضع منطقي معیارونه موجود وي او پروسه باید په شفافیت سره پر مخ ولاړه سي. زموږ محترم وزارتونه بالخصوص دفاع وزارت، خارجه او کورنیو چارو وزارتونه او خپله د ولسمشرۍ دفتر چي کله د اجیرانو مقررۍ کوي، لومړی خو سهمیې په نظر کي نه نیسي او که یې نیسي، نو د نژادونو او سیمو لپاره د احصایې د ملي ادارې هغه احصایو څخه کار اخیستل کېږي چي په تېرو وختونو کي د مغرضو سیاسي مرامونو ته د رسیدو لپاره ترتیب سوي وې او په هیڅ صورت د حقیقت استازیتوب نه کوي. زموږ محترم وزارتونه باید دا ومني چي د عليضرت محمد ظاهرشاه په وختونو کي تعین سوي نژادي فیصدۍ تر یو حده پوري حقیقت ته نژدې دي او تر هغه وروسته کومه شفافه نفوسشمېرنه نه ده ترسره سوې، نو ځکه د ملي امنیتي ځواکونو د مقرریو پر مهال هم هغه پخوانۍ احصایه په پام کي ونیول سي. دوهم کله چي مقررۍ کېږي، باید پروسه اعلان ته ورکړه سي، معیارات او وظایف یې مشخص سي او د څو وزارتي کمیسینونو له خوا د شارټ لیسټ، انټروې او مقرریو پروسې پر مخ بوتلل سي.
درېيم: د هیواد هغه ولسوالۍ او ولایتونه د وزارتونو د بېغورۍ په خاطر د سقوط په حال کي دي یا سقوط ته نژدې دي، باید توجه ورواړول سي. هلته وزارتونه باید د خپلو خدمتونو په کمیت او کیفیت کي ښه والی راولي، د نوموړو سیمو په ټولو بستونو باندي مقررۍ وکړي، مقرر سوي مامورین باید خپلو دندو ته حاضر سي. د اړتیا په صورت کي د دې سیمو لپاره اداري تشکیلات زیات کړي. په دې لړ کي د شمالي هلمند موضوع خورا ډېره مهمه ده. نوموړي پراخي سیمي ته باید ژر تر ژره د ولایت درجه ورکړل سي، د هغه ځای پولیس او نور مامورین چي فعلاً په لښکرګاه کي پر کورونو ناست معاشونه خوري باید خپلو دندو ته واستول سي. هلته د نظامي عملیاتو پر ځای د ځواکونو د دایمي استقرار او ولسي اړیکو د رغولو چاري تر غور لاندي ونیول سي. د ولسوالیو تر منځ لویي لاري خلاصول د هغه سیمو د حکومتداري د فعاله کولو په لار کي اساسي رول لري. پاته دي نه وي چي د شمالي هلمند حکومتداري فعاله کول د لښکرګاه او کندهار ښارونه د روان اقتصادي او تجارتي جمود څخه د خلاصولو یوازینۍ لار ده.
څلورم: د وزارتونو له خوا کېدونکي بېځایه مصارفو څخه باید مخنیوی وسي. وزارتونه باید د زیاتو ګران بیه موټرانو او د دفترونو لپاره د ښکلا سامانونو پر رانیولو پیسې مصرف نه کړي. عامه ټرانسپورټي وسایط باید فعال کړل سي او د شخصي موټرانو په پير او پلور باندي شرایط سخت کړل سي. زموږ وزیران باید خپل مصارف د هیواد د عوایدو په نظر کي نیولو سره تعین کړي. که وزیر پر خپل کار باندي حاکم وي، نو مشاورینو ته اړتیا نه لري. په وزارت کي ډېر زیات مشاورین د وزیرانو، معاونینو او رئیسانو د بېکفایتۍ په معنا دي.
پنځم: د مامورینو د ترفیع لپاره رسمي پروسې په کار اچول: زموږ محترمو وزیرانو او رئیسانو له خپلو وزارتونو او ریاستونو څخه کوچني مطلقالعنانه حکومتونه جوړ کړي دي. د مامورینو ترفیع او پرمختګ د دوی د خواهشاتو پر اساس کېږي. د ترفیع لپاره باید مامور عریضه وکړي، ډېر غیراسلامي، غیراخلاقي او غیرپښتني تکتیکونه وکاروي تر څو ترفیع وکړي. دا ظلم دئ. هر مامور باید په معین وخت کي مخامخ د ټاکل سوي معیار پر اساس ارزیابي سي او د معیاراتو د پوره کولو په صورت کي ترفیع وکړي یا د ترفیع د نه کېدلو منطقي دلیل ورته وړاندي کړل سي څو د اصلاح لپاره زمینه ورته برابره سي.
One thought on “د نوي حکومت له وزیرانو څخه د عام افغان ولس هيلي”
  1. دافغانستان ريس جمهور ته پرانيستی خبری؟
    ريس صاحب جمهور اول ستا محترم نه دوه سواله لرم .
    ۱/ داچه ته دټول افغانستان ريس جمهور ئ
    ۲/
    اويا داچه صرف ديو څو محد ودو اقليونو ريس جمهور ئ.
    جواب شرط دی اوزه جواب غواړم.
    ستا اوسنی معرفی شوی وزيران اولسې جرګی ته ټول څه چه اکثريت هغه آشخاص دی چه ابتدائ او لوړ تحصيلات ئ په ايران کی کړی اويا داچه بعضی اشخاص هيڅ عالی تحصيلات نه لری داچه ديوه سر اقتداره تنظيم غړی دی په کابينه کی شامل شوی دی.
    اويا داچه بعضي ولايتونه دعلميت او پوهی په درلودلواو دسابقه دارو پوهنتونو په درلودلو سره دهغو ټول حقوق پايمال صرف تاسی اوه لوړ پوړی چارواکی خپلو سيمو ته نسبت ونورو سيمو ته ترجيح ورکړی حتی داچه دايکوندی چي يو نو نهاده ولايت دی داچه مربع لری مربا به خوری .
    لنده دا درته واضح کړم چه ستا کابينه دشمال ولايتونو ورونو او دايران دڅالی څټو په بنياد يوه ولاړه کا بينه او دتعصبه ډکه کابينه ده .نه افغانی الا صله کا بينه.

    داچه ته ديو تعداد اطباعو حقوق ونورو خلکو ته ورکوی زمونږ به لاس ستا به ګريوان وی.
    په اخرکی په اولسی جرګی ديو افغان په توګه ږغ کوم چه دکابينی تايد ستاسی په غاړه دی که افغانان ئ کابينه افغانی الا صله کړۍ او دايرانی کاينی مخنيوی وکړۍ .
    دا دامتحان ورځ ده.
    .دوستانو زما دا ليکنه دټول افغانانو سره چه اړيکی لرۍ شريکه کړۍ .

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي2 ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *