تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي، د دفاع وزارت د افسرانو د قانون د بیاکتنې په نتیجه کې به په سلو کې ۷۰ جنرالان کورونو ته ولېږل شي.

د پوځي افسرانو د شخصي چارو په بیا ارزول شوي قانون کې د سترجنرالانو لپاره ۶۲ کلني، د ډګرجنرالانو لپاره ۶۰ کلني، د تورنجنرالانو لپاره ۵۸ کلني، د بریدجنرالانو لپاره ۵۶ کلني، د ډګروالانو او نورو افسرانو لپاره ۵۴ کلني د تقاعد عمر ټاکل شوی دی.

دفاع وزارت غواړي چې په سلو کې ۳۰ تقاعد کېدونکي جنرالان وساتي او په مجموع کې دا پروسه په ۱۸ میاشتو کې بشپړه کړي.

په پخواني قانون کې، چې په ۱۳۸۸ لمریز کال کې تصویب شوی و، د افسرانو د تقاعد عمر تر اوس ۳ کاله زیات و.

دفاع وزارت وايي چې لومړی به هغه افسران تقاعد کړي چې په احتیاط کې دي او یا په ټیټو بستونو کې کار کوي.

2 thoughts on “د نوي قانون له مخې په سلو کې ۷۰ جنرالان تقاعد کېږي”
  1. زما په نظر ضرور به نه و چې پوځي قوانین په دومره صراحت سره د مطبوعاتو له لارې نشر او افشا شي. هر هېواد خپل نظم او قوانین لري خصوصا امنیتی او نظامي ارګانونه ډېر داسې نظم او دسپلین لري چې یواځې پردوی د تطبیق وړ دي.
    له بلې خوا د افسرانو او جنرالانو د تقاعد په قسمت کې باید ټولو ته یو سن اوعمر په نظر کې نيول شوی وای. 60 کلنۍ عمر ټولو ته مناسب او له نړیوالو نورمونو سره مطابقت لري.
    په هرحال له هغو متقاعدو افسرانو نه چې واقعا هېواد او خلکو ته د دفاع لپاره خدمت او فداکاري کړې ده د توان او لیاقت په نظر کې نېولو سره کار واخیستل شي او هغوی باید د تل په شان ونازول شي.

  2. کیدای شی د تصفیی لپاره مناسب لار وی ترڅو زما امنیتی قواوو ته ډوډی،البسه، روغنیات او مهمات پوره ورسیږی او بیا دا زمریان کولی شی داخلی او خارجی دښمنانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی ، نه به معامله وی ، نه پوسته او ولایت خرڅول او نه هم بی اعتمادی ، نو بیا به وګوری مرد میدان افغانی زمریانو ته چی د احمدشاه بابا او میرویس نیکه لار پاکه او ژوندی کړی یا لکه جنرال محمدجان خان غازی خپل فوځ دکورنۍ د سروزرو او سپینو زرو په بیع سنبال او جهاد ته تیار کړی ، دا دی جنرالی همت ، شجاعت ،ایمانداری او د میړانی درس انسانیت ته.
    نه دا چی شاغلی جنرال دلته مسافر پروت وی، پروژی او معاملی اویا د روغنیاتو په یو قرارداد کی ۲۲۵ میلیون ډالر رشوت او د امنیتی قواوو په سر او وینه لوبه او خپل حرامیان چاغوی
    ربنا نجنا برحمتک من القوم الظالمین.

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *