تاند-  د افغانستان د نوي ولسمشرۍ د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره د نړۍ د ۴۰ هیوادونو ولسمشران او صدراعظمان بلل شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چاروو وزارت ویندوی شکېب مستغني نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د اسد یا زمري په یوولسمه، چې د لوی اختر له پنځمې سره برابرېږي، د افغانستان نوی ولسمشر لوړه کوي او په دې مراسمو کې د ګډون لپاره د ۴۰ هیوادونو مشرانو ته بلنه ورکړای شوې ده.

د جوزا د ۲۴ مې نېټې د دوهم ځلي انتخاباتو په پایله کې اشرف غني احمدزي تر خپل سیال زیاتې رایې ګټلي خو عبدالله عبدالله حاضر نه دی چې د انتخاباتو پایلې ومني.

د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د انتخاباتي ستونزو د حل کولو لپاره د بهرنیو هیوادونو د رول هرکلی وکړ او ویې ویل چې په دې برخه کېې د دوستو هیوادونو هلې ځلې د ستاینې وړ دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د عبدالله عبدالله ټولو شکونو او پوښتنو ته ځواب وايي خو عبدالله د وخت په تېرېدو خپل شرطونه زیات کړي او سخت کړي دي او داسي نه ښکاري چې کومه حل لار ومني.

د عبدالله سیال انتخاباتي ټیم وايي چې ښاغلی عبدالله نه انتخاباتي کمیسیونونه مني، نه د ملګروملتو منځکړتوب ته تیار دی او نه د هیواد عدلي او قضايي اورګانونه مني.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال ارشاد احمدي وویل چې د ولسمشر دواړو کاندیدانو ژمنه کړې چې د ولسمشر کېدو په صورت کې به امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

0 thoughts on “د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره د ۴۰ هیوادونو مشرانو ته بلنه ورکړای شوې”
  1. فكر كوم دكرزي ددي أقداما تو تر شا كومه بله لوبه روانه وي اودملت به نزد خبل اعتبار زياتوي. هغه متل دي جه واءي.
    غواري هلال نه خنك به سر نيولي

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *