د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي داعش د روسیې لپاره تر ټولو لوی دښمن دی

د داعش یا اسلامي حکومت ډلې لمن ورځ تر بلې پراخېږي او په سوریې، عراق او منځني ختیځ سربېره یې په افغانستان کې هم د ځینو کسانو (په انفرادي) ډول ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د داعش ډلې د واک لمن پراخول ددې لپاره دي چې د تمویلونکو، زمینه مساعدونکو او امر منونکو لوبه نوی رنګ خپل کړي او ددې هڅو لپاره ورته یو شمېر نړیوالې رسنۍ په څلورویشت ساعته لابېنګ بوختې دي.

لومړی خو دا چې ولې دغه نړیوالې رسنۍ د نړۍ په هر ګوټ کې وېره خورونکي (تروریستان) بولي، خو د داعش ډلې په مقابل کې بیا دغه معیار بدل دی او (د اسلامي دولت ډله) په نوم یې یادوي؟

له دغو نړیوالو رسنیو به چې وپوښتل شول، د مخالفو وسله والو لپاره باید په راپور کې څه وکارول شي، څو د ژورنالېزم د اصولو په لحاظ بې طرفي وساتل شي، نو دوی به ټولو هغو وسله والو ته د (تروریستانو)، (وېره خورونکو)، (ترهګرو) او په افغانستان کې بیا (دولت ضد وسله والو مخالفینو) اصلاحات کارول، خو اوس د داعش ډلې لپاره همدوی (د اسلامي دولت ډله) اصلاح کاروي، چې دا څه د دوی د خوښې خبر نه، بلکې په مستقیم او غیر مستقیم ډول دیکتې کېدونکې اصلاح ده.

په نړیوالو قضایاوو کې بیا د دغو ټولو ډلو لپاره (اورپکي، وسله وال/ پښتو ژباړه) اصلاحات کارېږي، خو د داعش په اړه دا یو سل او اتیا درجې تغیر د څه لپاره؟

د بیان د ازادۍ په غوغا کې چې ډېری پخپله د غرب لخوا ورته تبلیغات کېږي، یو شمېر محدودیتونه حکاکي دي او له ډلې یې د دغه شان موضوعاتو تحلیل او خپرول هم پکې راځي.

په لومړي سر کې یو شمېر رسنۍ د همدې لپاره وګمارل شوې، خو نن، سبا ورته تر دې زیات تحلیل او تبلیغ ته حاجت نشته.

د پوښتنې وړ دویمه موضوع داده، چې د دغې ډلې د پانګې او سرمایي په اړه ویل شوي چې دوی همدا اوس دوه میلیارده ډالره پانګه لري، دوی دا له کومه کړل؟ له چا یې ترلاسه کړل او ورته سلهاو نورې پوښتنې.

د دوه میلیارده ډالرو پانګې انتقالول، سمبالول او مصروف خو هم یو چینل غواړي، دغه چینل او لاره چاره کومه ده، نړیوال یې په مخنیوي کې له دې خپل ټول توان سره پاتې راغلي دي؟

تر دې وړاندې د امریکا په خوښه په شمالي وزیرستان کې په وسله والو پسې چاڼیز عملیات او لاسي یې له ډیورنډ کرښې را اړول هم د همدې لپاره ول، چې دا جګړه نړیوال په منځني ختیځ کې نهادینه کړي.

خو له شمالي وزیرستانه شړل شوي دغه وسله وال به هلته له دغو ډلو سره مدغمېږي او پدې ډول به د طالبانو پروسه پای مومي او ځای به یې په سیمه کې د یوې بلې نوې لوبې لپاره (د اسلامي دولت ډله) ونیسي.

په افغانستان، پاکستان او سیمه کې د یو شمېر ډلو او غړو لخوا (د اسلامي دولت) له ډلې سره بیعت یا ملاتړ اعلانول هم د همدې یو ځای کېدو پیل دی، چې له یوه چوکاټه به بل چوکاټ ته ورټولېږي او دغسې به د منځني ختیځ لوبې پیل افغانستان ته هم راوړل کېږي.

په سیمه کې په نوي نوم او نویو څېرو د لوبې د بل اړخ پیلولو نور څرکونه دادي چې ددې ډلې لخوا په هره نیول شوې سیمه کې وحشت خورېږي او ان د یو شمېر مهمو هېوادونو نیول شوي بندیان په حساس وخت کې وژل کېږي، سرونه یې پرې کېږي او بیا یې ویډیو په ټوله نړۍ کې خورېږي.

دا د اسامه بن لادن له هغه داستان سره کوم خاص توپیر نه لري چې په ۲۰۰۱ ز کال کې یو سپین پاچ لرونکی سړی کندهار ته بوتلل شو او هلته د افغان خاورې یو بل مدعي زمامدار دومره پورته کړ، چې نړیوال یې د هغه مقابلې ته راوبلل.

مدعي زمامدار ته په یوه غوږ کې ویل کېدل چې میلمه باید نړیوالو ته تسلیم شي، خو په بل غوږ کې ورته ویل کېدل، چې پښې ټینګې کړي، تر بل هر وخت د مقابلې ښه وخت را رسېدلی او ټول افغانستان هم د خپل میلمه د سر نذرانه اعلانولی شې.

هماغسې وشول، خو نتیجه یې څه وه؟ نن هم د مبارزې د کلیدي هېوادونو ژورنالستان وژل کېږي، سرونه یې پرې کېږي او بیا یې ویډیو ټولې نړۍ ته خورېږي او پدې ډول د لوبې دغه میدان ته لوبغاړي له شا څخه راګرځي.

سیاست مخ او څټ نه لري، نن (د اسلامي دولت له ډلې) سره په مبارزه کې راټولېدونکي هېوادونه د خپلو اتباعو د انتقام غږ پورته کوي او پدې ډول هدفي ځایونو ته د خپلو سرتېرو استولو لپاره د خپلو ولسونو اجازه، ملاتړ او ننګه ترلاسه کوي.

د تېلو او طبیعي منابعو په مالامالو دغو هېوادونو کې که په یوه سرتېري په میاشت کې لس زره ډالره مصرف شي، نو په بدل کې به یې پنځوس زره ترلاسه کوي او نن سبا د مذهب په نوم د استخباراتي جګړې هدف هم اقتصاد دی. خو خاشاک به یې بیا هم لکه د تېرې جګړې قربانیان وي، چې که اوس هم څوک له پرونيو عبرت نه اخلي، سبا به ورسره لکه د نن معامله کېږي.

2 thoughts on “د نوې لوبې پیل/ نسیم سالارزی”
  1. ليكنه د دخندا ور ده ,وايي داسلامي دولت ته تورويستان نه وايي كيىداي شي ته د اسلامي دولت رسني كوري.نو ته خو طالبان او

    القاءده هم ددوي لوبه كني نو هغوي ته يي ولي تروريستان ويل.

  2. د مور شیدی دی سه هغه څه دی لیکلی دی چی زمونږ زړونه یی تاییدوی خو بیا هم مونږ هغه قوم یی چی ویښ می والله که کی چی هر څومره زور ووهی !!!!!!!!!!!!!!!! وجه یی دا ده چی مونږ اسلامی لاره پری ایښی ده او د اسلام په نامه پخپله اسلام ته ضرر رسوو نو تر څو چی مونږ تاسی خپل ځانونه اصلاح او اسلامی شریعت مطابق خپل قانون جوړ نکو تر هغه وخت پوری به داسی خوار او زار یو

ځواب ورکول abdullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *