تاند- د افغانستان د حکومت د کابینې لپاره د شلو احتمالي غړیو نومونه څرګند شول. له دغو شلو کسانوسره، چې د نوې کابینې د وزارتونو لپاره پرې غور شوی دی، ولسمشر غني او اجرايي ريیس عبدالله عبدالله مرکې کړي دي.

د کابل یوه تلویزیون وویل چې ستر جنرال شېر محمد کریمي او همایون فوزي د دفاع وزارت لپاره وړاندیز شوي، صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو، انجنیر عارف شینواری او فضل احمد معنوي د کورنیو چارو، غلام جیلاني پوپل د مالیې، سردار محمد نعیم د سوداګرۍ، قربان حقجو د اقتصاد، سادات منصور نادري د کار او ټولنیزو چارو او نجیبه ایوبي د ښځو د چارو د وزارت لپاره په پام کې نیول شوي دي.

د دغه راپور له مخې ولسمشر غني او اجرايي رييس عبدالله له محمود صیقل، سیر احمد مهجور، برنا کریمي، فیض الله ذکي، سردار رحمان اوغلي، سید حسین عالمي بلخي، زلمي یونسي، ډاکتر فیروز او ګل ضیا سره هم کتلي دي.

خو له دې سره سره تر اوسه پوري څرګنده نه ده چې د دغو کسانو له منځه پر چا نهايي موافقه شوې ده.

دا خبر ارګ او اجرايي ریاست تایید یا رد کړی نه دی.

ګومان کېده چې نن /چهارشنبه/ به نوې کابینه اعلان شي.

6 thoughts on “د نوې کابینې د ۲۰ احتمالي غړیو نومونه څرګند شول”
  1. په 600 زره رایو باندی یعنی هرات کوم وزیر نله لری؟ بیا په یو نیم میلیون رایو باندی باندی با تول لویدځ زون هم وزیر نه لری.
    فکر نه کووم چی داسی به وی

  2. نوري صیب د هراتیانو برخه یې تاخچه کې ایښې وه پیشو (پنجشیر) وخوړه، پیشو لاړه په ونه وخته، ونه لاړه سیند وېوړه، سیند لاړ په غره ننوت، غر لوټې لوټې شو، کومه ناوې دې راکړه؛
    پنچرمین
    سقاو
    د زمردو غل………

  3. دا خوښه خبر دی چی زلمی رسول ، محمود کرزی او ګل آغا شیرزی په پورته لست کی نه لیدل کیږی . هغوی چی خپل قوم په نورو خرڅول نو د ښاغلی عبدالله له خوا ورته ښه سزا ورکړل شویده . وایی چی لوخی د خپل قوم سپکاوی کاوو سر یی په اوبو کی ننوت. جزای قروت آب ګرم.

  4. هرات داسي څوک نه لري چي وزارت دي وکړای سي، که څوک لري نو خامخا به یې هلي ځلي کړي وای، او د خپل ولایت حق به يې اخيستی وای، زه فکر کوم چي هرات په ناحقه د علم او پوهي ځانګو بلل کيږي، د هرات لپاره باید کار وسي، خپل پخوانی کلتور او فرهنګ را ژوندی کړي، له ايراني جاسوسيتوب څخه لاس په سر سي، ایرانی فرهنګ شاته کښېږدي، او د وطن د آبادۍ لپاره دي په ګډه کار وکړي.

  5. په دې لست کي د کندهار کوم استازئ شته؟ نو چي د کندهار هغې نسته، نو بیا د هرات هغې پوښتنه بې ځایه ده، قرباني چي کندهار په طول د تاریخ د افغانستان د ژوندي ساتلو لپاره ورکړې ده، هرات يې صفر ته هم نه سي درېدلی، راځئ د ولایتونو خبري نوري پرېږدو ، او يوازي په دې فکر کي واوسو چي د سيمي وزير، والي، ولسوال ګټه نه رسوي، دا به راته ثابته شوې وي، هغه څوک باید و ستایو چي د بدخشان د کشم څخه په هرات او کندهار کي کار کوي او ولسونه تري خير ويني، نه داچي د جنرال رازق یا اسماعیل خان غوندي اشخاص چي خپلو ولسونو ته سره اورونه دي…

ځواب ورکول یوسفزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *