د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د نړیوال شل اوریز جام غوراوي پړاو سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه
ټاکل شوې د روان زیږدیز کال جولای په ۲ نیټه د کرکټ نړیوالې شورا شل اوریز جام غوراوي پړاو سیالۍ د ایرلنډ او سکاټلنډ په هیوادونو کې پیل شي. د ګډون کونکو هیوادونو ترمنځ د افغانستان کرکټ ملي لوبډله هم شتون لري چې د خپلو سیالو لوبډلې پر وړاندې له بریا وروسته به نړیوال شل اوریز جام سیالیو ته لارموندنه کوي. له همدې امله، د افغانستان کرکټ بورډ ټاکونکې کمیټې د ټولو ملي لوبغاړو له ارزونې وروسته ۱۵ کسیزه لوبډله له درې احتیاطي لوبغاړو سره اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش وایي چې، د نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو لپاره ټاکل شوې ملي لوبډله له هره اړخه مناسبه لوبډله ده. نوموړی وایي چې د لوبغاړو مهارتونو لوړولو او د راتلونکو مهمو سیالیو لپاره بشپړ چمتووالي لپاره به ددوی لپاره ډیری تمریناتي کمپونه په لاره واچول شي.
اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی وایي چې، “افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا شل اوریز فارمټ په درجه بندۍ کې د نړۍ په کچه لسم مقام لري. زموږ د لوبډلې مهارتونو د ټولو ګډون کونکو لوبډلو په پرتله لوړ دی او زه باور لرم چې ملي لوبډله به د تل په څیر په خورا آسانۍ سره نړیوال جام سیالیو ته لارمونده وکړي”.
افغان کرکټ ملي لوبډله به د نړیوال شل اوریز جام غوراوي پړاو سیالیو په B ګروپ کې د متحده عربي اماراتو، هالنډ، سکاټلنډ، کاناډا، کینیا او عمان لوبډلو پر وړاندې خپلې سیالۍ ترسره کړي.
ډیره ښه لوبډله یی نه ده ټاکلې
د توپ وهونکو شمیر په کې یواځې دری تر ځلورو دی
د افتاب عالم راوستل لویه اشتباه ده او ښه به وای که دده پر ځآی یی عثمان غنی او یا حضرت الله ځاځی انتخاب کړی وو
او د خندا خبره خو داده چې کریم صادق په کومه خوشالی کی
وه وروره ټول پوهیږی چې غوا توره پی یې سپینې
اکثریت یی په واسطو انتخابیږی کنه نو مونږ ډیر پیاوړی لوبغاړی لرو….
د خدای دپاره سم شی