تاند- د بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره نړیوالې ټولنې د ۴ کلونو لپاره ۱۵ ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره مرسته اعلان کړه.

دا پیسې د هغه څه په پرتله خورا ډېرې دي چې مخکې یې اټکل شوی و.

د کنفرانس په پای کې اروپايي اتحادیې او ۲۸ غړیو هیوادونو یې تر ۲۰۱۷ پوري له افغانستان سره ۵ ملیارده او ۶۰۰ ملیون ډالرو ژمنه وکړه.

دا تر ټولو لویه مرسته ده چې دا اتحادیه او غړي هیوادونه یې له افغانستان سره کوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني خبریالانو ته وویل«دا په رښتیا ډېره لویه ورځ ده»

د افغانستان ولسمشر وویل چې په ۲ کلونو کې به د اوبو د کنټرول او بندونو ګڼې پروژې اجرا کړي.

ښاغلي غني وویل چئې په ۵ کلونو کې به په افغانستان کې ۲۱ بندونه جوړ شي.

ده په عین حال کې وویل چې افغانستان ته به هیڅ پیسې ورنه کړای شي مګر دا چې د افغانستان حکومت له فساد او جرموتو سره مبارزه وکړي.

 ولسمشر همداراز وویل«د افغانستان کار له سبا څخه پیلېږي. که موږ له فساد سره عملي مبارزه ونه کړو، دا ژمنې به یوازې ژمنې پاتې شي.»

خو له دې سره سره د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشري فیدریکا موګیرني د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې دا خبره تایید نه کړه چې له افغانستان سره د ملیاردونو ډالرو مرستې ژمنه په مشروط ډول شوې ده.

له افغانستان سره د ۱۵ اعشاریه ۲ ملیارده مرستې ژمنه په اوسنیو شرایطو کې له دې سره سره د نړیوالې ټولنې سخاوتمندي ښيي چې په ۲۰۱۲ م کال د توکیو تر مرستو لږه ده.

مخکینی خبر

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د سلګونو ملیون ډالرې مرستې ژمنې

نن /چهارشنبه/ جاپان، جرمني، سعودي عربستان، پاکستان او یو شمېر نورو هیوادونو په سلګونو ملیون ډالره مرسته اعلان کړه.

جاپان وویل چې د افغان مهاجرو د ځای پر ځای کېدو لپاره ۵۰۰ ملیون ډالره ځانګړي کوي او ۴۰۰ ملیون ډالره نور د افغانستان انکشافي چارو ته ورکوي.

سعودي عربستان له افغانستان سره ۱۰۰ ملیون ډالره مرسته اعلان کړه.

پاکستان بیا وویل چې له افغانستان سره ۵۰۰ ملیون ډالره مرسته کوي. که څه هم پخوا هم پاکستان د ۵۰۰ ملیون ډالرو مرستې ژمنه کړې وه خو خپله مرسته یې په وخت افغانستان ته ورنه کړه. خو دا ځل پاکستان د ۵۰۰ ملیون ډالره مرستې تر څنګ افغانانو ته د ۳ زره تعلیمي سکالرشیپونو یا بورسونو د ورکولو اعلان هم وکړ.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشري فیدریکا موګیرني اعلان وکړ چې د دې اتحادیې ۲۸ غړي هیوادونه له افغانستان سره د کال ۱۵ سوه ملیون ډالره مرسته کوي.

دې دغه راز وویل چې تېره شپه چین، هند او پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات سره د مرستې لپاره د هلوځلو ژمنه وکړه.

بریتانیا د نژدې ۱ ملیارد ډالره (۷۵۰ ملیون پونډه) مرستې اعلان کړی دی. جرمني، چې د اروپا تر ټولو لوی اقتصادي قدرت دی، ۱۷ سوه ملیون ډالره کومک کوي. جرمني ویلي چې دا پیسې به له فساد سره پر مبارزې او د افغان پناه غوښتونکو په بېرته ستنولو ولګوي.

ترکیې ویلي چې تر ۲۰۲۰ م کال پوري به افغانستان ته ۶۰۰ ملیون ډالره ورکړي.

ناروې بیا ویلي چې له افغانستان سره تر ۲۰۲۰ پوري د کال ۸۷ ملیون ډالره مرسته کوي خو دا مرسته په هغه صورت کې کوي چې افغانستان سیاسي او انتخاباتي اصلاحات وکړي.

ټاکل شوې ده چې د کنفرانس په پای کې، چې نن پای ته رسېږي، له افغانستان سره په ۴ کلونو کې ۱۲ میلیارد ډالره مرسته وشي.

تر دې پخوا هند له افغانستان سره د زر ملیون ډالره مرستې ژمنه کړې وه.

4 thoughts on “د نړۍ بېلابېلو هیوادونو له افغانستان سره ۱۵،۲ملیارد ډالره مرسته اعلان کړه”
  1. دهغه هیوادونو څخه ډیره مننه چه ځمونږدجنګ ځپلی افغانستان دخلکو سره یی مرسته وکړه، خدای ج دیی هغه وخت راولی چه افغانستان په خپلو پښو ودریږی، اودنورو بی وزله هیوادونو سره مرسته وکړی

    خدای ج دیی ځمونږ هیواد او هیوادوالو ته آمن اوخوشحالی راولی

  2. دا د افغانستان لپاره ډیر د خوشحالۍ خبر دی چې د دومره زیاتې مرستې ژمنه وشوه. دا اوس د ټولو افغانانو او خصوصأ د دولت وجیبه ده چې دا مرستې پر ځای ولګوي او خپل هیواد په پښو ودروي او د ګاونډيانو سره یې سیال کړي.
    ډير مفسدین به هم خوشحاله وي چې هغوی ته به هم د غلا موقع په لاس ورشي، خو زه وایم چې مفسیدینو خو په تیرو ۱۵ کلونو کې ډيرې پيسې غلا کړي او اوس ښه ماړه دي، دا ځل پریږدئ چې هیواد مو نیکمرغه شي کوم به چې ستاسو او د ټولو افغانانو په ګټه وي.
    ولسمشر او پاکو چارواکو ته هم پکار دي چې ددې مرستو په پوره ایماندارۍ او صداقت سره څارنه وکړي او دا مرستې پر ځای مصرف کړي تر څو افغانستان یو اندازه د بدبختیو راووځي.

  3. مرستی خو ښی دی چی په ځای ولږول شی داخاینانو به اوس وخته ورته جبونه جوړکړی وی خپل ځانونه پری مړه وی ددی غریب مالت غم کله ورسره دی پخوا ددی لس چنده کومکونه وشول خو کوم ګټه یی ونه کړه اوس هم دالوړ پوړی خاینان په دوبی اونورو دولتو کی کورونه پری اخلی زموږ غریبو خو نوره وسه نشته اونه مو زور پری رسیږی خدای ج دی تبا کړی

  4. March 5, 2014 Written by تاند

    دا هم وګوری: اندونیزیایان د کال ۱۵ ملیارده او۱۰۰ میلون ډالر سوځوي

    د اندونیزیا اوسېدونکي هر کال د ۱۵ ملیارده او ۱۰۰ ملیون ډالرو سګرټ څکوي

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *