تاند- ایا پوهېږئ چې په نړۍ کې تر ټولو امن او سوله ییز هیوادونه کوم دي؟ له ۲۰۰۷ څخه د د اقتصاد او سولې انستیتیوت IEP) Institute for Economics and Peace) هر کال په نړۍ کې د سوله ییزو او امن هیوادونو لیست خپروي.

دا انستیتیوت وايي، داسي ښکاري چې زموږ نړۍ د بې رحمۍ او زور زیاتیو لور ته روانه ده.

دې انستیتیوت ۲۰ هیوادونه د نړۍ تر ټولو سوله ییز هیوادونه بللي دي. په دې لیست کې لومړی مقام ډنمارک ته ورکړای شوی دی.

ډنمارک

1

ډنمارک د ژوند لپاره تر ټولو امن او سوله ییز هیواد دی. سره له دې چې د دغه هیواد پلازمېنه کوين هېګن د دوهمې نړیوالې جګړې په مهال د نازیانو تر کنټرول لاندې و، خو ډنمارکیانو هیڅ راز جنګ ونه کړ ځکه چې ډنمارکیان په جګړو کې د ښکېلېدو په ځای غوره بولي چې اقتصادي چارو ته زیات پام وکړي.

د ډنمارک خلک ډېر مینه ناک، مرستندوی (خیررسونکي) او خواخوږي دي.

ناروې

1

ښايي د ډېرو ذهن ته ناروې ورنه شي چې د نړۍ په ډېرو سوله ییزو او امن هیوادونو کې وي ځکه چې د ډېرو خلکو له ذهنه د اندریس بیهرینګ بریویک له لوري د عامو خلکو ډله ییزه وژنه وتلې نه ده. نوموړي د ناروېژیانو د سوله ییزتوب ویاړ ته صدمه ورسوله.

که دا پېښه نه وای شوې ناروې په نړۍ کې د سوله ییز توب جوړه نه لري. دا هیواد د ماشومانو او ښځو لپاره په نړۍ کې جنت ګڼل کېږي.

سینګاپور

1

زموږ اسیايي هیواد سینګاپور په وروستیو څو لسیزو کې حیرانوونکی پرمختګ کړی. یوازې په اقتصادي او صنعتي برخو کې په وړاندې نه دی تللی، د امنیت او خوندیتوب له نظره د دنیا درېم ښه هیواد دی.

سینګاپور، چې د اسیا په جنوب ختیځ کې یو کوچنی هیواد دی په ۱۹۶۵ کې یې خپلواکي ترلاسه کړې. دې هیواد تل له خپلو ګاونډیو سره ښې اړیکې پاللي او د جنجال پر ځای یې تجارتي راکړه ورکړې ته پام کړی دی.

سلووینیا (Slovenia)

1

سلووینیا د اروپا یو ښکلی هیواد دی چې ډېر لږ پولیس او امنیتي ځواکونه لري ځکه چې جرمونه او جنایتونه پکې لږ دي.
دا هیواد څه باندې ۲ ملیونه نفوس لري.

 

سویډن

1

سویډن هم د ناروې او ډنمارک په شان سکانډنیايي هیواد دی او له دواړو سره پوله لري. درې واړه هیوادونه د اروپا په شمال کې پراته دي.

سویډن د وسلو یو لوی صادروونکی هیواد دی خو په خپل هیواد کې یې له وسلې کار نه اخیستل کېږي.

په دغه هیواد کې غلاوې خورا لږې کېږي، یوازې په کار کې ۹ زره مورده. که دا له امریکا سره پرتله شي نو په متحدو ایالتونو کې د کال درې نیم لکه غلاوې کېږي.

د اقتصاد او سولې د انستیتیوت د راپور له مخې سویډن له دې سره سره چې د وسلو یو ستر صادروونکی هیواد دی د نړۍ یو ډېر امن او سوله ییز هیداد دی.

سویډن په تېرو ۲ پېړیو کې نه له کوم هیواد سره جګړه کړې او نه یې په دې موده کې جګړه لیدلې ده.

پنځه نور سوله ییز هیوادونه وروسته درمعرفي کوو. تاسو څه ګومان کوئ چې شپږم سوله ییز هیواد به کوم وي؟

0 thoughts on “د نړۍ تر ټولو امن هیوادونه کوم دي؟”

ځواب ورکول اسماعیل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *