تاند- که د رسنیو خبرونو ته وکتل شي د ناامنۍ خبرونه ښايي تر ټولو زیات د افغانستان او عراق وي خو هند او پاکستان د بمي چاودنې له پلوه نه یوازې تر افغانستان او عراق اړولې بلکې تر سوریې یې هم اړولې چې وحشتناکې وژنې او چاودنې پکې کېږي.
د هند ټایمز اف انډیا ورځپاڼه وايي، تېر کال په دغه هیواد کې تر ۲۰۰ زیاتې چاودنې شوي چې په نتیجه کې یې تر عراق او افغانستان زیات کسان وژل شوي دي.
د دې هندي ورځپاڼې په راپور کې یوازې د بمي چاودنو شمېر ته اشاره شوې نه ځانمرګو بریدونو او د ماین چاودنو ته.
د چاودنو د شمېر او د هغو په پایله کې د تلفاتو له نظره په نړۍ کې له هنده وروسته په ترتیب پاکستان، عراق او بیا افغانستان او سوریه ښودل شوي دي.
د هند د بم شنډولو د ملي ادارې د راپور له مخې په ۲۰۱۳ میلادي کال په دغه هیواد کې ۲۱۲ چاودنې شوي چې د افغانستان د چاودنو په پرتله دوه برابره دي ځکه چې په همدې کال (۲۰۱۳) په افغانستان کې ۱۰۸ چاودنې شوي، په بنګله دېش کې ۷۵ چاودنې شوي او په سوریه کې ۳۶ چاودنې شوي دي.
په ۲۰۱۳ میلادي کال د هند په چاودنو کې ټولټال ۱۳۰ تنه وژل شوي او ۴۶۶ نور ژوبل شوي دي.
په ۲۰۱۲ میلادي کال په هند کې ۲۴۱ چاودنې شوې وې چې ۱۱۳ تنه پکې وژل شوي او ۴۱۹ نور ژوبل شوي ول.
په راپور کې د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په هند کې د چاودنو اوسط ۲۹۸ ښودل شوی دی.
اکثره چاودنې د هند په کشمیر او ختیځو ایالتونو کې شوي دي. او په اکثرو کې پاکستان په مستقیم یا غیر مستقیم ډول لاس لرلی دی.
پاکستان د تروریستي پېښو له نظره په نړۍ کې لومړی ځای لري
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له یوه راپور سره سم، چې تېره اوونۍ یې خپور کړ، له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۳ پوري په پاکستان کې ۱۳۷۲۱ پېښې شوي چې د شمېر له نظره د عراق تر هغو لږې دي. له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۵ پوري په پاکستان کې ۵۲۳ تروریستي پېښې شوي خو له ۲۰۰۷ څخه د ۲۰۱۳میلادي کال تر نوومبر میاشتې پوري د داسي پېښو شمېر ۱۳۱۹۸ ته لوړ شوی دی.
د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۷ میلادي کلونو ترمنځ یوازې ۱۵ ځانمرګي بریدونه شوي، خو له ۲۰۰۷ څخه د تېر کال (۲۰۱۳) تر نوومبر پوري د ځانمرګو بریدونو شمېر ۳۵۸ ته لوړ شوی چې د نړۍ تر بل هر هیواد زیات دي.
د امریکا د تروریتسي مطالعاتو او د تروریزم د ځواب د ملي کنسورشیم (Start) له لوري له خپرو شویو شمېرنو سره سم په ۲۰۱۲ میلادي کال په پاکستان کې ۱۴۰۴ تروریستي حملې شوي چې تر عراق هم زیاتې دي. په دغه کال په عراق کې ۱۲۷۱ ځانمرګي بریدونه شوي ول. په افغانستان کې ۱۰۲۳ پېښې شوې وې.
په هرو درو حملو کې یوه په خیبر پښتونخوا ایالت کې، په سلو کې ۲۳ په بلوچستان کې او ۱۹ اعشاریه ۶ په قبایلي سیمو کې شوي دي.
سره له دې چې د تروریستي پېښو د شمېر او تلفاتو د زیاتوالي له پلوه پاکستان تر عراق او افغانستان هم زیات اغېزمن شوی خو د دې لپاره چې دا ډول پېښې په پنجاب کې نه کېږي د پاکستان د پوځي او ملکي چارواکو او همداراز رسنیو لپاره ثانوي اهمیت لري.
د پاکستان ډان ورځپاڼې ته یوه چارواکي وویل، سره له دې چې خیبر پښتونخوا ایالت په پاکستان کې تر بل هرځای زیات ځپل شوی خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نه د راپور په چمتو کولو کې او نه له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د دې ایالت مشوره غوښتې ده.
د ملي کورني امنیت د پالیسۍ په سند کې ویل شوي چې له ۲۰۰۱ څخه د ۲۰۱۳ کال تر نوومبر پوري په پاکستان کې ۴۸۹۹۴ تنه وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۵۲۷۲ د قانون نافذوونکو ادارو غړي دي.
له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۳ پوري په درو کلونو کې ۱۷۶۴۲ تنه وژل شوي چې د هغو په منځ کې ۲۱۱۴ امنیتي ځواکونه شامل دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې ۸۶ مخیز سند کې دا هم ویل شوي چې تروریزم د ځپل شویو سیمو اقتصاد ته ۷۸ ملیارد ډالره زیان هم اړولی دی.
Da kho dera da khushalai khabara da.Pakar da che afghanan dol rawakhli aw pa gada aw sandaro lass pore ka.