سینګاپور

تاند- د بریتانیا د اکانومیسټ مجلې د راپور پر اساس سینګاپور تر توکیو او لندن اړولې او اوس د نړۍ تر ټولو قیمتي ښار دی.

د اکانومیسټ پر اساس، له یوې خوا د دغه هیواد د پیسو ارزښت لوړ دی او له بلې خوا د خوړو، ترانسپورت او هوټلونو کرایې لوړې دي.

په سینګاپور کې د جامو یا کالو بیه هم د نړۍ تر نورو سترو ښارونو لوړه ده.

تر دې مخکې، ډېر مخکې نه په ۲۰۱۳ کې، د جاپان پلازمېنه توکیو د نړۍ تر ټولو قیمتي ښار بلل کېده.

1د اکانومیسټ مجلې له راپور سره سم که په نړۍ کې لس تر ټولو قیمتي ښارونه وي نو اکثره یې په اسیا کې دي.

د مجلې د راپور له مخې په اروپايي ښارونو کې، چې پخوا تر ټولو قیمتي ګڼل کېدل، وضعیت بدل شوی او اوس د پخوا په شان پکې د ژوند وسایل ګرانه نه دي مګر په اسیايي ښارونو کې قیمتونه لوړ شوي دي.

د اروپا تر ټولو په قیمتي ښارونو لکه لندن کې خوراکي مواد او جامې ارزانه دي خو ترانسپورت او د هستوګنې کرایې یې لوړې دي.

One thought on “د نړۍ تر ټولو قیمتي په کوم ښار کې ده؟”

ځواب ورکول abdul wasi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *