تاند- د چین د موبایل ټېلفون (هوواوې کمپنۍ) د نړۍ تر ټولو نری سمارټ فون له جوړولو وروسته نندارې ته وړاندې کړ.

دا ټېلفون، چې په انډورییډ عملیاتي سیستم مجهز دی تر ایسینډ P6 سمارټ فون یوازې شپږ اعشاریه اتلس ملي متر پنډ دی خو تر تر آی فون 5 او الکایل 1آیډیل الټرا نری دی.
1

په دې موبایل ټېلفون کې په زړه پوري خبره دا ده چې پنځه میګا پیکسله کامره پکې نصب ده.

د دې ټېلفون منفي اړخ دا دی چې تراوسه لا په فور جي شبکه کې کار نه کوي. د 4G د نه سپورټ کېدو له کبله ښايي په خرڅلاو کې له ستونزو سره مخامخ شي.
د دغه سمارټ فون سکرین یا شیشه څلور اعشاریه ۷ انچه ده

One thought on “د نړۍ تر ټولو نری سمارټ فون جوړ شو”

ځواب ورکول khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *