تاند- چین په نړۍ کې د اورګاډي تر ټولو په اوږده پټلۍ، چې د دغه هیواد له جنوب لوېدیځ ولایته پیلېږي او په اروپا کې تر پولنډه پوري رسېږي، د اورګاډي تګ راتګ پیلوي.

د سیچوان ولایت د چنګدو ښار چارواکو پرون /شنبه/ وویل چې د نړۍ دا تر ټولو چټک اورګاډی به راتلونکې اوونۍ (لړم نهمه) تګ راتګ پیل کړي.

له راپورونو سره سم دا چټک اورګاډی به په منظم ډول د چین له چنګدو څخه له قزاقستان، روسیې او بیلاروس څخه تېرېږي او د پولنډ په مرکزي برخه کې «لودڅ» ته په دوولس ورځو کې رسېږي.

د چین د چنګدو او د پولنډ د لودڅ ترمنځ ۹ زره او ۸۲۶ کیلومتره واټن دی.

په عادي اورګاډو کې دا واټن معمولاً له ۲۲ تر ۲۴ ورځو پوري کچ کېده خو د چټک اورګاډي له فعالېدو سره به له اتو تر لسو ساعتونو پوري لنډ شي.

چین غواړي چې په دې وسیله له اروپا سره سوداګري راکړې ورکړې زیاتې کړي.

4 thoughts on “د نړۍ تر ټولو په اوږده پټلۍ چټک اورګاډی تګ راتګ پیلوي”
  1. ؟پدی خبر خو موږ هیڅ پوه نه شولو. دا به په ۱۲ ورځوکی له چین نه تر پولنډ پوری رسیږی او که په اتو ساعتونو کی

ځواب ورکول سید الرحمن زیارمل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *