تاند- د یوې څېړنې له مخې، چې پایلې یې د پنجشنبې په ورځ خپرې شوې، د نړۍ تر ټولو ښه پوهنتونونه په امریکا او بریتانیا کې دي.

د نړۍ د پوهنتونونو په وروستۍ درجه بندۍ کې ویل شوي چې د امریکا او بریتانیا ۱۳پوهنتونونه د نړۍ د غوره پوهنتنونو د لیست په سر کې دي.

د نړۍ پوهنتونونو ته د پوهانو، علمي کدرونو او محصلانو په منځ کې د شهرت او په پوهنتونونو کې د تحقیقاتو پراساس نومرې ورکول کېږي.

څېړنې تر ټولو زیات رول لري. هر پوهنتون چې پر څېړنو زیاته پانګونه وکړي او څېړنې یې ساینسي او تخنیکي موسسې ومني، په درجه بندۍ کې یې مقام لوړېږي.

د ټولې نړۍ په ۲۰۰ ښو پوهنتونونو کې ۷۷ د امریکا په متحدو ایالتونو کې دي.

د دغو پوهنتونو په منځ کې د امریکا د کلیفورنیا د تکنالوژۍ پوهنتون د پر له پسې دوهم ځل لپاره په نړۍ کې لومړی مقام ګټي.

په دې لیست کې د بریتانیا ۳۱ پوهنتونونه لیدل کېږي چې د هغو په منځ کې اکسفورډ ته د نړۍ په کچه د دوهم غوره پوهنتون مقام ورکړای شوی دی. دغه پوهنتون تېرکال درېم ځای درلود،

د بریتانیا تر ټولو زیات ښه پوهنتونونه په لندن کې دي.

د بریتانیا له اکسفورډه وروسته، چې په نړۍ کې یې سږکال دوهم مقام ګټلی، کیمبرج او د لندن امپریل کالج د نړۍ په غوره پوهنتونو کې شمېرل شوي دي.

د کلیفورنیا د ټکنالوژۍ له انستیتوته وروسته ، د امریکا هارورډ، سټنفورډ، ماساچوسیټ، پرینسټن، بېرکلې، شیکاګو او یال پوهنتونونه غوره پوهنتونونه بلل شوي دي.

ډېرو سترو اروپايي پوهنتونونو او پوهنځیو خپل ځای له لاسه ورکړی دی.

که څه هم د سویډن، ډنمارک او ناروې د پوهنتونونو وضعیت تر تېر کال د درجه بندۍ له پلوه ښه شوی دی.

د کتونکو په نظر اروپايي پوهنتونونه په دې خاطر شاته شوي چې پر دغو پوهنتنونو د اقتصادي بحران په مهال سمه پانګونه ونه شوه.

One thought on “د نړۍ تر ټولو ښه پوهنتونونه چیري دي؟”
  1. دنړی تر ټولو ښه پوهنتونونونه عرب کی دی ځکه هر څوک چی د هغه ځای څه راشی ښه چوکی ورکوی په ټولو کارونو پوهیړی

ځواب ورکول farooq ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *