د يوولسم د سپټمبر له پېښې، چې دوه الوتکې په نیویارک ښار کې د نړیوال سوداګریز مرکز له برجونو سره ولګېدلې او کابو درې زره تنه یې ووژل، دولس کاله تېرېږي.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په یوولسمه نېټه له دې برجونو سره د الوتکو د جنګېدو پړه پر القاعدې واچول شوه او له هغې وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه افغانستان ته د القاعدې په ځپلو او له منځه وړلو پسې راغلل. په افغانستان کې نړۍ والو ځواکونو یوولس کاله د ترهګرۍ ضد په نامه جګړه وکړه، زرګونه وګړي ووژل شول، کورونه ړنګ شول، په میلیاردونو ډالره ولګېدل او په پای کې لا هم دغه جګړه روانه ده او ټاکل شوې چې په راتلونکي کال کې نړیوال ځواکونه بېرته له افغانستانه ووځي. خو پوښتنه دا ده چې ایا په القاعده ځپل شوې؟ په بشپړ ډول یې ګواښ ختم شوی او یا القاعده له منځه تللې ده؟  او ایا له ترهګرۍ سره جګړه د افغانستان په خاوره کې په حقه وه؟

دې پوښتنو ته ځوابونه که څه هم چې روښانه دي؛ خو لا تر اوسه نړۍ واله ټولنه پرې نه ده قانع شوې.

کله چې امریکا او نړۍ وال ځواکونه افغانستان ته راغلل، د طالبانو رژیم یې ونړاوه او پر ځای یې په افغانستان کې یوه نوې اداره رامنځته کړه. افغانستان ته د راتګ او حکومت د جوړښت لپاره د بن کنفرانس تر سره شو او په دې کنفرانس یوشمېر مادې تصویب شوې،. چې د امنیت تامین، د سولې راوستل، د دېموکراسۍ پلې کېدل، د امنیتي ځواکونو جوړېدل او نور يې مهمې برخې وې.

خو له دوولسو کلونو را وروسته لا هم په دې اړه پوښتنې شته چې ایا د لومړي بن پرېکړې عملي شوي او که نه؟ ښايي ځواب نه وي. له یوولسو کلونو ورسته لا هم افغانستان له نا امنۍ کړېږي، سولې ته نه دی رسېدلی، بیارغونه په کې د پام وړ نه ده شوې، فساد په کې اوج ته رسېدلی، امنیتي ځواکونه په بشپړ ډول نه دي رغول شوي او تر ټولو ستره هیله چې د امنیت تامین دی تر اوسه نه ده پوره شوې.

په تېرو یوولسو کلونو کې له ترهګرۍ سره مبارزه په افغانستان کې دننه روانه وه چې ډېری کورني او بهرني شنناندي او چارواکي یې بې ځایه بولي. کله چې طالبانو امریکا ته د اسامه له سپارلو سر وغړاوه، امریکا پر افغانستان برید وکړ، د طالبانو رژیم ړنګ او ټول مشران یې له القاعده مشرانو او غړو سره یو ځای له پولې پورې لاړل.

په لومړیو کلونو کې چې طالبانو او القاعده له افغانستانه په پاکستان کې خپلو کورونو ته ستانه شوي ول په افغانستان کې امن و، خو د پاکستان د پوځ او څارګرې ادارې په مرسته بیا سره منسجم، تنظیم او افغانستان د جګړې لپاره را واستول شول.

که په بن کنفرانس کې د طالبانو نه ګډون یوه ستره تېروتنه وه؛ خو د طالبانو له ړنګېدو وروسته په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف جګړه تر هغې بدتره او لا ستره تېروتنه وه. ځکه القاعده او طالبان پاکستان ته ستانه شوي ول او اړتیا وه، چې د هغوی خلاف جګړه او مبارزه له پولې پورې خوا د هغوی په مرکزونو کې تر سره شي او له منځه یوړل شي. څو هغوی بیا د سر راپورته کولو جوګه نشي.

دغه راز اړتیا وه، چې پر پاکستان فشار راوړل شي څو په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه له منځه یوسي او یا امریکا او نړۍ والې ټولنې ته اجازه ورکړي چې د پاکستان په خاوره کې شته القاعده له منځه یوسي. کله چې په افغانستان کې د القاعدې او طالبانو خلاف امریکا جګړه پیل کړه چې دغه جګړه په واقعي ډول په ۲۰۰۳/۴ کلونو کې پیل شوه یا یې زور واخیست، په زرګونه بې ګناه افغانان ووژل شول او لا تر اوسه په اوسط ډول په افغانستان کې سل تنه وژل کېږي، په داسې حال کې چې امریکا ویل دوی په القاعدې پسې را وتلي نه د افغانانو په وژنې پسې.

په وار وار ولسمشر کرزي وویل، چې له ترهګرۍ سره جګړه باید د هغوی په اصلي مرکزونو کې چې له پولې پورې خوا دي، ترسره شي؛ خو دهغه خبرې ته چا غوږ کېنښود. کله چې په ۲۰۱۱ کال کې د مۍ په لومړۍ نېټه د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن اسلام اباد ته نېږدې په یوې خورا مهمه پوځي سیمه کې د امریکا له لوري ووژل شو، ولسمشر کرزي په خپل غبرګون کې بیا خپله خبره تکرار کړه او ویې ویل، د اسامه وژنې ثابته کړه، چې د القاعده اصلي پټنځایونه او مرکزونه چېرې دي. هغه ټینګار وکړ چې موږ په حقه یو او نړۍ وال اېتلاف دې له ترهګرۍ سره مبارزه د افغانستان د کلو او بانډو پر ځای له پولې پورې خوا چېرې د القاعده مرکزونه دي، یوسي.

په حقیقت کې پاکستان په خپله خاوره کې د اسامه په شتون سره ـ چې وروسته روښانه شوه له پنځو کالو هلته اوسېده ـ رښانه کړې وه، چې د القاعدې اصلي ټاټوبۍ دی.

که څه هم چې هماغه مهال د امریکا او پاکستان اړیکې خورا زیانمنې شوې او اټکل کېده چې اوس به امریکا له ترهګرۍ سره مبارزه هغه هېواد ته وغځوي؛ خو دا کار ونشو او د وخت په تېرېدو د پاکستان ـ امریکا اړیکې بېرته ورغېدې.

امریکا په پاکستان کې د ترهګرۍ خلاف د جګړې بسنه یوازې او یوازې په ډرون با بې پیلوټه الوتکو وکړه. که څه هم چې په هماغه مهال باراک اوباما اعلان وکړ، چې پاکستان ته ورکول کېدونکې اته سوه میلیونه ډالره یې ځنډولي؛ خو لا هم پاکستان ته د امریکا له لوري د پوځ د تهجیز او نورو برخو لپاره په کلني ډول یو میلیارد ډالره ورکول کېږي. شنناندي په دې اند دي، چې همدغه پیسې ډېری بېرته د القاعدې، طالبانو او نورو وسله والو په روزنې، تجهیز او سنبالتیا لګېږي.

له دولسو کالو وروسته چې لا هم په افغانستان کې امن نشته، د پاکستان د همدغو وسله والو زېږنده ده. په داسې حال کې چې له یوې خوا ټاکنې را نېږدې دي او له بلې خوا به نړۍ له افغانستانه وځي، لا هم القاعده افغانستان، سیمې او نړۍ ته یو ګواښ دی.

که اسامه بن لادن وژل شوی؛ خو د القاعدې ګواښ په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی او لامل یې همدا بې وخته او بې ځایه جګړه ده. امریکا په افغانستان کې داسې عمل کوي، لکه د غاښونو ډاکټر چې د ناورغ غاښ پر ځای د روغ غاښ د ایستلو هڅه کوي. تر هغې چې امریکا په پاکستان کې وسله وال ونه ځپي او په پاکستان کې القاعده خلاف مبارزه ونه کړي، په افغانستان کې به جګړه چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه شوه، لس کاله نور هم دوام وکړي.

له یوې لسیزې وروسته امریکا او ملاتړو ته یې په کار ده، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په کړنلاره له سره غور وکړي، د پاکستان په دوه مخۍ او د افغانستان په مجبورۍ پوه شي؛ څو افغانستان، سیمه او نړۍ په امن شي.

One thought on “د نړۍ د امن لپاره نوي فکر ته اړتیا ده!/ فریدون خوځون”
  1. خوځون صیب قلم مو تاند اوسه، ډېره په زړه پورې لیکنه مو کړې ښکلې معلومات دي رښتیا هم چې امریکا په بیګناه ډول افغانان وژنی باید جګړه پاکستان یوسی

ځواب ورکول عابد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *