ښوونځی

تاند- د ملګروملتو یونسکو وايي، د نړۍ په ډېرو ښوونځیو کې د زده کړو کیفیت دومره ټیټ دی چې دوه نیم سوه ملیونه زده کوونکي په دغو ښوونځیو کې حتي لیک لوست او د ټیټې کچې ریاضي نه شي زده کولی.

د یونسکو له راپور سره سم، د دومره زیاتو زده کوونکیو بې سواده پاتې کېدا په تعلیمي سیستم کې د ۱۲۹ ملیارد ډالرو د ضایع کېدو سبب کېږي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د ملګروملتو کلتوري- تعلیمي ادارې یونسکو دا خبره د څارنې په خپل کالني راپور کې کړې چې د چهارشنبې په ورځ /جنوري۲۹/ یې خپور کړ.

په راپور کې ویل شوي، په بېوزلو هیوادونو کې په څلورو کې یوه برخه زلمکي حتي یوه جمله هم لوستلی نه شي او د داسي زده کوونکو شمېر د افریقا د لویې وچې د جنوبي صحرا په هیوادونو کې ۴۰ فیصدو ته رسېږي.

د راپور په دوام کې راغلي، د هغو هیوادونو په منځ کې چې یونسکو یې په اړه څېړنه کړې ده، ۳۷ یې د خپلې هغې بودجې، چې په ابتدايي دورې یې لګوي، ضایع کېږي ځکه اکثره کوچنیان په دغو ښوونځیو کې څه نه زده کوي.

د راپور په بله برخه کې یادونه شوې، په دې ښوونځیو کې ناسم تدریس د بېسوادۍ لوی میراث پرې ایښی او دا تر دې پراخ او لوی دی چې تر دې مخکې تصور کېده.

د یونسکو د پنځه سوه مخیز راپور د ترتیبولو اصلي مسوول پاولین روز فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«هغه زده کړه څه ګټه لري چې زده کوونکی ښوونځي ته له کلونو تګ سره سره سرسري لیک لوست هم زده نه کړای شي.»

د یونسکو مدیرې ایرینا بوکووا هم په دې اړه وویل، د دې موسسې تعلیمي هدفونه، چې په دوه زرم میلادي کال ټاکل شوي ول، نه شي ترلاسه کېدای. د دې په وینا له ۲۰۱۵ کال وروسته باید په دې برخه کې نوي هدفونه وټاکل شي.

له راپور سره سم په هغو هیوادونو کې، چې څېړنه پکې شوي ده، په څلورو کې تر درو لږ ښوونکو د خپلو هیوادونو په ملي معیار د معلمۍ زده کړې کړي دي.

یونسکو همداراز وايي، د فرانسې، جرمني او بریتانیا په شان پرمختللیو هیوادونو کې د مهاجرو کورنیو ماشومان د دغو هیوادونو د اصلي اوسېدونکو تر ماشومانو په زده کړه کې ډېر وروسته پاتې دي.»

د راپور په بله برخه کې هم ویل شوي چې د استرالیا او نیوزیلنډ اصلي اوسېدونکي هم د مهاجرو له ماشومانو سره ورته ستونزه لري.

د راپور په پای کې ویل شوي چې په نړۍ کې د ابتدايي زده کړو په عمر برابر ۱۲۰ ملیونه ماشومان ښوونځیو ته له تګه محروم دي.

2 thoughts on “د نړۍ د ۶۵۰ ملیون ښوونځیو ۲۵۰ ملیونه زده کوونکي لیک لوست نه شي کولی”
  1. څنګه امکان لری چه په ۶۵۰ ملیون ښونځیو کی ۲۵۰ ملیون زده کوونکی و اوسی یعنی د ښونځی زده کوونکی ډیر وی

    1. د دې معنا دا ده چې په دنیا کې ۶۵۰ ملیونه ښوونځي شته ټول زده کوونکي یې بېسواد نه دي . ۲۵۰ ملیونه یې لیک لوست نه شي کولی.د اکثرو پرمختللیو هیوادونو د ښوونځیو وضعیت ډېر ښه دی

ځواب ورکول تاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *