زاهدالله ځلاند –
تاسو به د ډېرو لوکسو او قیمتي هوټلونو په اړه اورېدلي وي او یا به مو لیدلي وي؛ خو آیا پوهېږئ چې په نړۍ کې داسې هوټل هم شته چې هر کال له سره جوړېږي.
دغه هوټل د سويډن په جوکاسجاروي سیمه کې د ټورن سیند سره نږدې دی چې د کنګل هوټل (Icehotel) په نامه یادېږي او هر کال د نومبر په میاشت کې د کنګل او واورې څخه جوړېږي او د اپرېل په میاشت کې بېرته بندېږي.
دغه هوټل د لومړي ځل ل��اره په ۱۹۹۰ زېږدیز کال کې پرانستل شوی و چې د کنګل څخه جوړ شوی لومړنی هوټل دی.
د دغه هوټل څوکۍ، بسترې، ګلاسونه، دېوالونه، دروازې، فرش او ټول شیان د واورې او یخ له بلاکونو څخه جوړ شوي دي او همدارنګه یوه وړه کلیسا هم په کې له کنګل څخه جوړه شوې ده چې د ودونو لپاره ډېره مشهوره ده.
د دغه هوټل د تودوخې درجه (۵-) سانتي ګرېډ یا ۲۳ فارنهایت درجې ده.
ټولی خبری خو صحی دی خو دا د بستری خبره عقل نه منی او که څه یی واضح کړی چه بستره له واوری څرنګه جوړه شوی ده