ژباړه: سپين روان نورزى –
د زير ميزي وېبپاڼه ليکي چې په انټرنېټ کې د يوې فلسطينۍ پوليسې د عکس په خپرېدو سره د عربي ځوانانو ترمنځ په خواله رسنۍ کې تاوده بحثونه پيل شول.
داسې ويل کېږي چې د عربي نړۍ ډېرى ځوانان د خواله رسنيو غړيتوب لري او ګڼ شمېر ځوانان يې د جدي بحثونو لپاره کاروي.
د ځينو شمېرو له مخې د سعودي عربستان په يوولس ميليونه نفوس کې له پنځو ميليونو ډېر وګړي يې په ټوېټر کې غړيتوب لري، خو دوى د دې پر ځاى چې د نورو ځوانانو په څېر له دې وسلې څخه د ساعتېرۍ لپاره کار واخلي، برعکس دوى يې د سياسي بحثونو او جدي مسايلو لپاره کاروي.
کله چې د دې فلسطينۍ پوليسې پېغلې عکس په انټرنېټ کې د ښکلي پوليسې په ادرس خپور شو، نو عربي ځوانانو په ډېر جدي ډول په دې موضوع بحث وکړ او هر سړي له خپل ليدلوري دا پېغله وارزوله.
ځينو دا نظر درلود چې دا په اصل کې د سوله غوښتنې ستره نمونه ده، ځينو بيا ويل چې دا د لوړو مقاماتو لپاره د غولونې او سو استفادې سمبول دى او ځينو دا نظر هم درلود چې دا د نرمې جګړې ښکارندويه ده، لنډه دا چې هر چا چې هر نظر درلود خو دا پايله ترې حاصلېدله چې د دې پېغلې څېره د مباحثنو لپاره کومه عادي خبره نه وه.
کہ ریشیا ووایم عربان اوس ھم د دیری دیکتاتورمزاجہ خلک دی سرہ لہ دی چی ہغوی ڈیرہ ترقی او پرمختگ ہم کڑی خو بیا ہم فکریی زوڑدی ولی عیاشی یی عادت دی چی پھ یوہ عکس یی بی اندازی تبصری کڑی دی پہ غربی اروپا کی ڈیری شایستہ جونی ھم پولیسی دی ہم پہ نورو دولتی ادارو کی کارکوی خو دوی تبصری نہ کوی او اناث طبقی تہ سرہ لھ دی چی کفری نڑی دہ احترام لری یعنی شایست د یوہ مامورجلب توجہ نہ دی اما عربان۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔