تاند- تاند نن نور راپورونه ترلاسه کړي چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو له لیسته د یو شمېر کسانو د ایستلو په باب راپورونو ته قوت بخښي.

پرون تاند د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د احتمالي کاندیدانو له لسته د یو شمیر کسانو د وتلو په اړه راپور خپور کړی و . نن د انتخاباتو په خپلواک کمیسون کې یوې بلې سرچینې تایید کړه چې په دغو کسانو کې د زلمي رسول، عبدالرحیم وردک، حمیدالله قادري، نورالرحمان لیوال، نادرشاه احمدزي، داور احمد نادري، سرور احمد زي او حشمت غني احمدزي نومونه شامل دي.

یو شمیر سرچینې د ځینو نورو احتمالي کاندیدانو د نومونو د لرې کیدو خبره هم کوي خو تر دې دمه د یادو شویو کسانو په اړه د انتخاباتو خپلواک کمسیون رسما څه نه دې ویلي او ښایي سبا سې شنبه  د کاندیدانو ابتدایي لست اعلان شي او کومو کسانو چې هغه غوښتنې چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره یې باید یو کاندید ولري نه دې لرلي د هغوی نوم به د ابتدایي لست له مخې لرې شي.

ټاکل شوې وه چې د روانې اونۍ په پیل کې د شنبې په ورځ د کاندیدانو ابتدایي لست معلوم شوی و، خو داسې ښکاري چې د یو شمیر کسانو د نومونو له لرې کیدو سره د انتخاباتو د خپلواک کمسیون پریکړه وځنډول شوه.

د انتخاباتو د قانون له مخې ولسمشرۍ ته کاندید باید یوازې د افغانستان تابعت ولري د بل هیواد تابعت ونه لري، د بشري حقونو په سرغړونه محکوم شوی نه وي او عمر یې ۴۰ کلنۍ ته رسیدلی وي.

ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو بشپړ رسمي لست د راتلونکې میاشت په ۲۵ خپور شي. کوم کسان چې د لړم په ۲۵ د انتخاباتو خپلواک کمسیون تایید کړل هغوی به بیا د راتلونکې کال د وري په شپاړسمه انتخاباتو ته دریږي.

4 thoughts on “د نژدې لسو کاندیدانو د حذف کېدو احتمال قوي شو”
  1. دا چی د انتخاباتو کمیسون څو کسه نوماندان ددې په خاطر له لیست څخه حذف کړل چې ګویا دوئ دوه تابیعته لري نو خو ددغو کسانو له جملې څخه زیاتره یې وزیران وو آیا مخکې ددوئ په باره کې چا معلومات نه لرل که قانون مړ وو؟؟

  2. It good news to remove these persons to stop divided PASHTOONS vote . Afghans now must vote ashraf ghani and forget abou dostum it’s nessesery and interest of our national strategic in the north to confront Iranians interfering and process our natural resources to the worldwide market .

  3. خدای دي دا شته ټوله تباه کړي!

    څوک چي قانون ته ژمن نه وي ، زه وایم خدای دي یې خاوري کړي چي نور دې ملت دا دوکه ور نه کړي، دوی چي هر یوه یې څو وزارتونو او نورو څوکيو باندي ېېېېې ټينګي نيولي وې، ولي یې هم هغه وخت له دوی څخه د تابعيت پوښتنه نه کېدله…

    دلته هم د کرزي سياست دی….. هغه کرزی چي افغانستان یې نیست او نابود کړ

  4. که دا معیار وګڼل شی چی ددوه ګونی تابعیت لرونکی نشی کولای ځانونه راتلونکی ولسمشریزو ټاکنوته نوماند کړی نوباید چی په تیرو جګړو کی ښکیل اویاهم دبشری حقونو ماتونکی او هم په جنایی جرمونو تورن کسانو په اړه هم یولړ قوانین اومعیارونه وضعه شوی وای ځکه تردوه تابعیت لرونکونه داکسان ډیر بد دی اوددی ویره هم شته چی بیا په قدرت رسیدوبه یی داویایمی لسیزی خاطری یوځل بیا تازه شی

ځواب ورکول saifullah zadran ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *