تاند- د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې له یوې خبرپاڼې سره سم د روزګان او نیمروز والیان بدل شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې ادارې په وړاندیز او د ولسمشر په تایید امان الله تیموري د روزګان او امیر محمد اخوندزاده د نیمروز د والیانو په توګه ګومارل شوي دي.
دا تبدیلۍ په داسي حال کې کېږي چې د اوسني حکومت د واک قانوني دوره مخ په ختمېدو ده او د ولسمشرۍ انتخاباتو ته یوازې یوه میاشت پاتې ده.
که څه هم څرګنده نه ده چې د دومره لنډ وخت لپاره به د والیانو د بدلولو انګېزه څه وي خو د دې اقدام او انتخاباتو ترمنځ د تړاو په اړه شکونه پارولی شي.
ویل کېږي چې والیان او نور سیمه ییز چارواکي که وغواړي په انتخاباتو او د خلکو په رایو کې لاسوهنه کولی شي.
تر دې مخکې د ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې ته نژدې کس د ګل اغا شېرزي په ځای، چې ځان یې ولسمشرۍ ته کاندید کړی، د ننګرهار والي وټاکل شو.
د ښاغلي لودین ټاکنې هم ځیني شکونه پارولي ول.
د كرزي فه اداره كي فساد جرم ندي د اميرمحمد اخندزاده د فساد ثبوتونه خو د روزكان خلكو د والي فه مخكي ريس جمهور ته وركرل خو بيا يي نيمروز ته معرفي كوي نو بيا ولي ريس جمهور خارجيان ملامتوي الله دي هدايت ورته وكري