دوشنبه
۱۳۹۶/سلواغې/۲۳
د نیمروز لپاره نوی ټاکل شوی مرستیال والي سردار محمد همدرد د یوې غونډې په ترڅ کې په رسمي توګه معرفي کړای شو.
د ښاغلي همدرد د نوې دندې په معرفت غونډه کې د نیمروز والي انجنیر سمیع, د ولایتي شورا رییس او وکیلانو، د نیمروز نظامي او ملکي مسوولینو او د دې تر څنک د هلمند والي حیات الله حیات، د هلمند د سرحدي لوا، میوند قول اردو او د ( ۵۰۵) زون قومندانانو او یو شمېر نورو نظامي او ملکي چارواکو، د نیمروز ولایت قومي مشرانو، مدني فعالانو، ځوانانو او سلګونه ولسي وګړو ګډون درلود.
په دغه غونډه کې د نیمروز والي انجنیر سمیع و ویل، چې ښاغلي همدرد په هلمند کې بریالی ماموریت ترسره کړی دی او د نیمروز لپاره هم په ګټه دی. ښاغلي سمیع له مرستیال والي سره د ګډ کار ژمنه وکړه او په چارو کې یې ورته بریالیتوب وغوښت.
د نیمروز ولایتي شورا رییس باز محمد ناصر ښاغلي همدرد ته سپارل شوې دنده یو مسوولیت یاد کړ او په چارو کې یې د بریالیتوب تر څنګ په ګډه د کار کولو ژمنه وکړه.
مرستیال والي ته د استقبال په موخه د زرګونه کسانو د راټولېدو په مناسبت له دوی څخه مننه وکړه او د خپلو خبرو په جریان کې یې د ښې حکومتولۍ لپاره په یوالي ټینګار وکړ. ښاغلي همدرد نیمروز یو ستراتژیک ولایت یاد کړ او له اقتصادي پلوه یې ارزښتناک وباله.
نوموړي د نیمروز ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې دغه ولایت به له درېیمې درجې څخه پر دویمه درجه بدلوي.
سردار محمد همدرد له دې څخه مخکې د هلمند مرستیال والي وو، چې په دې وروستیو کې نیمروز ولایت تبدیل کړای شو.
په درنښت!
د نیمروز مرستیال والي مطبوعاتي دفتر
ښاغلي همدرد له نژدی پیژنم پر وطن مین سړی دی هیله چي دنیمروز خلګ له ده څخه مثبته ګټه واخلي. دهلمند خلګو خو ځان ورڅخه محروم کړی.