تاند – د نیوزیلنډ پر جوماتونو د حملو لومړنی قرباني یو افغان داوود نبي و. نوموړي د دې لپاره چې د نورو ژوند وژغوري ځان د لمونځ کوونکو مخته وغورځاوه.
نیوزیلنډي رسنۍ وايي چې داوود نبي د نورو لمونځ کوونکو مخې ته ودرېد او لومړنۍ مرمۍ یې پر بدن ولګېدې.
د ده زوی عمر نبي تایید کړه چې ۷۱ کلن پلار یې د نیوزیلنډ د کرایسټ چرچ ښار پر دوو جوماتونو د حملې په نتیجه کې یو له ۴۹ وژل شویو کسانو څخه دی.
عمر په خپله د دې له کبله له دې بریده روغ پاتې شوی چې تصادفاً یې په دې ورځ (جمعه) کار درلود او جومات ته نه و تللی.
ده د نیوزیلنډ رسنیو ته وویل چې پلار یې، چې ۹ لمسیان یې لرل، د جمعې د ورځې په تروریستي حمله کې وژل شوی دی.

ده همداراز وویل چې پلار یې له ګڼو کډوالو سره مرسته کړې چې په نیوزیلنډ کې نوی ژوند پیل کړي.
عمر وايي چې د پېښې د خبر له خپرېدو وروسته یې خپل پلار ته پر له پسې ټېلفونونه وکړل، زنګونه ورتلل خو ځواب یې نه ورکاوه.
عمر د نیوزیلنډ (این بي سي) ته وویل چې د ده پلار جومات جوړ کړی و او په کرایسټ چرچ ښار کې د افغانانو د ټولنې مشر و.
د ده کورنۍ په نولس سوه اتیایمه میلادي لسیزه کې، وروسته له دې چې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، نیوزیلند ته پناه وړې وه.
د راپورونو له مخې د نیوزیلنډ په دې پېښه کې، چې ویل کېږي، د دغه کوچني هیواد په تاریخ کې یوه تر ټولو خونړۍ او بده پېښه وه، درې نور افغانان ژوبل شوي دي.