خلیلزاد په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي او نورو چارواکو سره

تاند – له طالبانو سره د امریکا یواړخیزو خبرو نه یوازې د افغانستان حکومت پارولی بلکې د ناټو نور غړي یې هم خوابدي کړي دي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو په روزنیز ماموریت کې د ۳۹ شاملو هیوادونو له منځه یې د ۱۰ هیوادونو له دیپلوماتانو سره خبرې کړي او هغوی په دې خواشیني ښکاره کړې چې له طالبانو سره د امریکا په خبرو کې قطري چارواکي ګډون کولی شي خو د ناټو هغه غړي هیوادونه، چې هر یو په افغانستان کې سلګونه پوځیان لري او د دغه هیواد د پرمختیايي چارو لپاره په سلګونه ملیون ډالر مصرفوي، څنګ ته پرېښودل کېږي.

د رویټرز پر اساس، یوه دیپلومات، چې په افغانستان کې د ناټو په غوڅ ملاتړ ماموریت کې یې هیواد سلګونه پوځیان لري، وویل«که قطري چارواکي د خبرو په وخت حضور لرلی شي، امریکا خپل کلیدي متحدان، چې له ۲۰۰۱ څخه یې د افغانستان په جګړه کې برخه اخیستې ده، څنګه هېروي.

موږ د پیوستون د نښې په توګه د ملیونونو ډالرو ورکولو ته دوام ورکوو، خو کله چې خبره د سولې د ناستو شي، امریکا په یوازې توګه ږغېږي.»

رویټرز د دیپلوماتانو نومونه او د هغوی هیوادونه افشا کړي نه دي او ویلي یې دي چې د دې موضوع د حساسیت له کبله هغوی نه غوښتل چې نومونه یې واخیستل شي.

دغو دیپلوماتانو له رویټرز سره په مرکو کې همداراز ویلي چې د دوی حکومتونه د افغانستان د رغونې لپاره پر خپلو مرستو بیاکتنه کوي. د دغو دیپلوماتانو په وینا د سولې له خبرو څخه د دوی څنګ ته پرېښودل او په عین حال کې د دوی د هیوادوالو او پارلماني غړیو د ملاتړ کمېدل سبب شوي چې هغوی پر خپلو ژمنو بیا غور وکړي.

خو د امریکا د حکومت یوه ویندوی وویل چې د دسمبر له میاشتې را په دې خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد درې ځلې د ناټو متحدانو ته معلومات ورکړي او اغېزمنه همږغي یې لومړیتوب دی.

په افغانستان کې د ناټو نوي ملکي استازي (نایک کې) ویلي چې د ناټو غړي د خبرواترو له لارې د مسلې د حل کولو لپاره د خلیلزاد د هلوځلو بشپړ ملاتړ کوي.

پرون د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، چې امریکا ته تللی، له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد پر خبرو په زغرده نیوکې  وکړې، ویې ویل چې هغه قصداً د افغانستان حکومت له خبرو څنګ ته پرې ایښی دی.

رویټرز په دې راپور کې د یو شمېر لوېدیځو دیپلوماتانو له قوله ویلي چې هیوادونه یې نور نه غواړي له افغانستان سره مالي مرسته وکړي.

اژانس په عین حال کې ویلي چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته مالي مرستې یوازینی اړم یا د فشار وسیله ده چې لوېدیځوال یې د افغانستان بر حکومت د خپلو غوښتنو د منلو لپاره کارولی شي.

2 thoughts on “په ناټو کې د امریکا متحدان په دې خوابدي دي چې د سولې له خبرو څنګ ته پرېښودل شوي”
  1. EVERY ONE HUNGRY&THIRSTY FOR OUR WATER&MINERALS.
    THEY CAN GET THAT IF IN AFGHANISTAN ONE CORRUPT GOVERNMENT
    BE IN POWER.
    WE HAVE A LOT THIS KIND MILLIONAIRE IN COUNTRY.
    ONLY DOCTOR ASHRAF GHANI CAN MANAGE AFGHAN WATER&MINERALS.
    MY DEAR AFGHANS PLEASE SUPPORT ASHRAF GHANI FOR
    THE PRESIDENCY.IF NOT OUR PEOPLES WILL BE STAY POOR FOR EVER.

ځواب دلته پرېږدئ