تاند- د نیوزیلنډ د کرکټ ټیم روزونکی یا کوچ وايي چې د افغانستان لوبډلې ته په کمه سترګه نه ګوري او تر خپله وسه به هڅه وکړي چې په وړاندې یې ښه لوبه وکړي.

افغانستان په اې ګروپ کې درې مسابقې په مخکې لري چې یوه یې له نیوزیلنډ سره ده.

افغان لوبډلې تراوسه درې مسابقې کړي. لومړۍ یې پر بنګله دېش په زیات توپیر وبایلله خو په دوهمه کې یې نژدې و چې تر بنګله دېش ډېر غښتلی ټیم سریلانکا په ګونډو کړي. درېمه مسابقه یې له سکاټلنډه وګټله.

د چهارشنبې په ورځ د افغانستان ټیم له استرالیا سره مخامخ کېږي، ورپسې مسابقه یې له نیوزیلنډ او انګلنډ سره ده.

د نیوزیلنډ کوچ مایک هیسن د یکشنبې په ورځ وویل چې د افغانسشتان ټولې مسابقې یې له نژدې څارلي دي.

ده وویل:«دوی درې باولران لري چې د توپ سرعت یې په ساعت کې تر ۱۴۰ کیلومترو اوړي او دوی سوینګ بالینګ هم کولی شي.»

د هیسن اشاره شاهپورځداڼ، دولت ځدراڼ او حمید حسن ته وه.

هیسن همداراز وویل:«د دوی بېټسمنان هم حیرانوونکې لوبه کولی شي. بناً له افغان ټیم سره به زموږ میچ یوه ښه سیالي وي. موږ باید دوی ته په کمه سترګه ونه ګورو او باید د هغوی په وړاندې د ښې لوبې اراده ولرو.»

سره له دې چې نیوزیلنډ تراوسه پوري د ۲۰۱۵ په نړیوال جام کې هیڅ لوبه نه ده بایللې، ښاغلی هیسن وايي چې نیوزیلنډ به د افغانستان په وړاندې مسابقې ته پوره تیاري ونیسي او له خپل نهايي وسه به د افغان ټیم د ماتولو لپاره هڅې وکړي.

د شنبې په ورځ نیوزیلنډ استرالیا ته په یوه ویکټ ماتې ورکړه او لومړنی ټیم دی چې په روان جام کې یې دوهم پړاو ته رسېدل یقیني شوي دي.

One thought on “د نیوزیلنډ روزونکی وايي، د افغانستان ټیم ته په کمه سترګه نه ګوري”

ځواب ورکول hasani ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *