بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله رب العالمین ، والعاقبة للمتقين ، والصلاة والسلام على سیدنا محمد وعلى آله واصحابه اجمعين وبعد!

یقول الله عزوجل في محکم کتابه وهو اصدق القائلین: وَكَذَلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُواْ شُهَدَاء عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا  … صدق الله العلی العظیم.

مسلمان غیور ولسه!

د آزادۍ او عزت د لارې سر ښندونکو اتلانو ، ځوریدلو اسیرانو او له خارجي متجاوزینو سره د مقاومت په مورچلونوکې د شهید شویو غازیانو ویرجنو کورنيو ، وروڼو او خویندو !

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.

غواړم چې د کوچني اختر د رارسیدو د ښکلي فرصت له امله یوځل بیا د هیواد د وروستنیو حساسو جریاناتو په اړه له تاسو قدرمنو سره خپل د زړه خواله وکړم .

ولې په ازاد او ارام ژوند کولو کې راته ستونزې پېښیږي؟

محترمو هیواد والو!

لکه څرنګه چې زموږ ګران هیواد د ځمکنۍ کُرې په داسې یوه مهم استراتیژیک موقعیت کې قرار لري چې تل د نړۍ د لویو ځواکونو د جنګونو او یرغلونو مورد وي.

له اسکندر رانیولي بیا تر چنګیز ، انګریز ،روس او اوسنیو امریکایانو پوري ټولو د افغانستان د لاندې کولو او دهندوکش د آسمانڅکو غرونو له سرو نو څخه په آسیا او نورې نړۍ د واکمنۍ په نیت پر افغانستان ظالمانه یرغلونه کړي ، افغانان يي ځورولي ، ټاټوبی یې ور وران کړی او له مشکلاتو سره یې مخ کړي  دي ، خو دوی هریوه هم  هيڅ ګټه  نه دي پکښې ترلاسه کړی ، بلکې خپل سیاسي او اقتصادي ځواک  یې دلته کمزوری شوی او زیانمن شوی دی او په زور راغلی عسکري ځواک یې بیرته د افغاني اتلانو د مقاومت په ترڅ کې زموږ له هیواده ایستل شوي.

موږ ته پر دې خبره غور کول په کار دي چې خارجي یرغلګر د بېشماره تلفاتو په قبلولو سره راځي او زمونږ پر خاوره تیری کوي خو موږ افغانان د دغه با اهمیته ټاټوبي د اصلي مالکانو په توګه ولي د خپل هیواد له دغه استراتیژیک موقعیت څخه دفاع او ښه استفاده نشو کولای؟!!

زموږ له نظره هغه څه چې  له امله یې هروخت موږ تر خارجي یرغلونو لاندې راوستلي یو او دښمنانو مو د هیواد استراتیژیک موقعیت او طبیعي شتمنیو ته همیشه تمه او اميدونه  کړې دي هغه زموږ په خپلو منځنو کې اختلافات او  بي اتفاقي ده . چې متاسفانه په هیواد کې یې په لوړه کچه  بې علمي هم زېږولې ده.

دا یو واضح حقیقت دی چې افغانان یو غیرتي اومیړنی ولس دی ، خو پر دې حقیقت هم باید اعتراف ولرو چې د میړاني او غیرت ترڅنګ زمونږ ولس په علمي لحاظ  د نړۍ تر ډېرو ولسونو وروسته پاتي او بي اتفاقه ولس هم دی.

وروڼو: بي اتفاقي او د علم له بهیر څخه زمونږ وروستي والى  زمونږ ټول افتخارات او ویاړونه تر سیوري لاندې راوستلي دي او پر هغه سربیره د دې لامل شوي چې زمونږ ګران هیواد یې تل د خارجي متجاوزینو تر یرغلونو لاندې ګرزولی دي.

داچې الله تعالی زمونږ پر ولس د غیرت ، میړانې او اتلولۍ نعمت لورولی حتما يي د پوهي ، علم او معرفت نعمت هم لورولی دي ¸ ځکه چې افغانان جسما هم د نړي له نورو وګړو څخه کم نه دي اوهم یې  د هیواد آب او هوا د انساني ژوند له شرایطو سره ښه برابره او موافقه ده ، خو هغه عوامل چې له افغانانو څخه یې د علم او پوهې ټغر ټول کړی دي هغه د دوی ترمنځ خپلې ډېرې شخړې ، جنګونه او بهرنی یرغلونه دي.  چې له بده مرغه مونږ افغانانو د خپل ژوند په ښه کولو کې د خپل منځي  بي اتفاقي له کبله د خپلو علمي شخصیتونو دعالي او اوچته استعدادونو څخه هم  بشپړه استفاده  نه ده کړې.

د سپیڅلي قرآن صریح نص هم راښیی چې: ان الله لا یغیر ما بقوم حتی یغیرو ما بانفسهم.

ترجمه: په تحقیق سره الله (ج) دیوه قوم په حالت کې تغیر نه راوړی ترڅو هغوی په خپلو نفسونو او ځانونو کې تغیر رانه وړي.

له دغه الهي ارشاد څخه په واضح ډول څرګندیږي چې رحمن او رحیم خداي  پر خپل مخلوق (یعني ټولو انسانانو) باندې همیشه مهربانه دي او د قسم قسم نعمتونو او رحمتونو لورېینه ورباندې کوي مګر چې انسانان یې په خپلو کړنو افعالو و اعمالو باندې له  خپلو ځانونوڅخه سلب او نیستي نه کړي.

د ملي یووالي اړتیا

محترمو هیواد والو!

همدا اوس افغانستان د دې غیرتي ولس د قهرمانیو او سر ښندنو په برکت له خارجي یرغل څخه د خلاصیدو په حال کې دی ، مونږ له خارجي یر غل سره د مقاومت په ډګرکې ډیرې لاسته راوړنې لرلې، خو د دغو لاسته راوړنو د ساتلو او له هغه څخه د خپل هیواد په آبادي او بیارغونه کې د ښې استفادې لپاره  زمونږ خپل منځي  یو والي او وحدت ته ډېره اړتیاده.

که مونږ د خپل هیواد دجوړولو لپاره خپل منځي  وحدت او تفاهم ونه لرو نو هرومرو به مو له خارجي یرغل سره د مقاومت په ډګرکې ټولې ګټلې بریاوي او لاسته راوړنې د اختلاف، جګړو او خپل منځي شخړو قرباني کیږي او مونږ به له تباهي او بربادي سره مخ کیږو .

بې هدفه جګړې.

څنګه چې په دې وروستیو ورځو کې د هیواد په ختیځو سیمو کې کومه بي هدفه جګړه د اسلام پاله ډلو ترمنځ  پیل شوې او روانه ده دغه  مو په هیواد کې د بدمرغې کورنۍ جګړې پیلامه بلل کیږي ، که په خپل منځي وحدت او ورورولي سره دا فتنه دفع نه کړو ټول هیواد ته یې د خوریدو ویره شته چې بیابه مو د دغې ناولې جګړې له امله هیواد د یوه بل یرغلګر تر سیوري او یرغل لاندې راځي او کړیدلی ولس به مو له نورو زیاتو کړاونو سره مخ کیږي.

د هیواد د روان کړکېچ د حل لپاره مذاکرات

داچي په اوسنیو وختونو کې  مو د هیواد د کړکېچ د حل په منظور د ښکیلو لوریو ترمنځ د سولي او تفاهم لپاره د بین الافغاني مذاکراتو لړۍ پیل شوې دا یو ښه اقدام او د ټولو افغانانو لویه هیله ده او خدای(ج) دې وکړي چې له امله یې نور افغان غمیزې ته د پای ټکی کښیښودل شي.

محترمو او قدرمنو هیوادوالو وروڼو

د دې لپاره چې د ښکېلو ډلو ترمنځ دا مذاکرات او ناستې پاستې یوه مثبته لاسته راوړنه ، پایله او افغان  ولس ته ښه زیری او پیغام وړاندي کړي او د هیواد والو اعتماد ورباندې راشي او هیلې امیدونه یې ورته پیداشي، نو په کاردې  له دغو مذاکراتو سره  یو لړصادقانه او مخلصانه عملي ګامونه هم پورته شي چې د ښکېلو لوریو څخه  د حسن نیت ،پوره صمیمیت او ریښتونولي  نمونه هم وښئ.

غواړم چې د دغو مذاکراتو د کامیابۍ او پرمختګ په منظور د لومړنیو اقداماتو په ډول یو شمېر اساسي او مهم  ټکي تاسي محترمو ته  بیان کړم چې باید عملي ګامونه یې په مورد اوچت کړل شي.

لومړی:  دهر لوري له اړخه په هیواد کې د ولسي او عام المنفعه تاسیساتو تر برید لاندې نه راوستل او ساتنه  یې د ټولو لوریو مسئولیت ګڼل.او همدا راز یې د منسوبینو او موظفینو هر ډول ساتنه او مرسته کول.

دوهم : د هر لوري له اړخه په ګڼ میشتو سیمو کې لکه سوداګریزو مرکزونو ، مارکېټونو ، صنعتي پارکونو او عامو بازارونو کې  له هر راز بریدونو او نښتو ډډه کول او زیان نه ورته اړول .

دریم : د هر لوري له اړخه له اسیرانو سره دښه وضعیت کولو تضمین  او خوشي کولو ته یې لاره هوارول .
څلورم: د هر لوري له اړخه په مقدسو ورځو کې لکه  اخترونه ، روژه او داسي نورو  کې له یو پر بل تجاوز تیري او نښتو څخه ځان ساتل او د اوربند عملي کول.

پنځم: د ښکېلولوریو هر اړخ ته په کار دې چې په خپل ضد او جانب مقابل لوري پسې له مطبوعاتي پروپاګند او سوء تبلیغ څخه لاس واخلي، چې دغه کار د ولس پر عامه اذهانو او هم د جانبینو پر افرادو باندې ډېره مثبته اغیزه لرلای شي او تشدد ورسره کمېدلای شي.

زموږ له نظره په پورته ذکر شویو ټکو او همدا ډول نورو کړنو توافق کول هغه څه دې چې له یوه طرفه به زموږ غیور ولس له مشکلاتو څخه وژغورل شي او له بله طرفه به د ښکېلو لورو ترمنځ ډېر نږدیوالي راشي او د اعتماد او باور فضا به رامنځ ته شي چې دغه اقدامات به په هیواد کې .

د اوږدمهاله دایمي او سرتاسري  بشپړه سولې لپاره بنسټ او اساس  هم جوړشي.

 

سوله زموږ ملي اړتیا ده.

 

لکه څرنګه چې  سوله د افغانانو ملي ضرورت دی نو باید د سولې هڅې هم خپله د افغانانو په افغاني افتکار ترسره شي ، داچې ګاونډي هیوادونه او نړیوال جهتونه د افغان لانجي د ذیدخله لوریو ترمنځ د مذاکراتو لپاره زمینه جوړوي او شرایط برابروي  دا یقینا چې د هغوی د ښه ګاونډيتوب او حسن نیت یوښه اقدام دی ، خو افغان لوري په خپله هم باید په خپل اسلامي او ملي احساساتو سره  دا درک کړي چې سوله د هغوی انفرادي او اجتماعي اړتیا ده نو باید دوی په خپله  د دې اړتیا دپوره کولو لپاره مټې را ونغاړي ، په پوره صداقت ، اخلاص او صمیمیت سره  تر هرڅه وړاندې په خپل هیواد کې د سولې او امن لپاره کار وکړي ترڅو په راتلونکې کې د افغانانو خپل منځي جګړه په خپل منځي ورورۍ  ،همکارۍ  او د هیواد په ترقي بدله کړي.

البته د جګړې په ختمولو کې د افغانانو ترڅنګ د بهرنیو او سیمه ییزو  قوتونو او ګاونډیو هیوادونو رول هم له پامه نشي غورځیدلای ، امریکا او د افغانستان ګاونډي هیوادونه او سیمه ییز قوتونه باید له هغو کړنو صرف نظر شي چې له امله يي په افغانستان کې د جګړې اور بلیږي؛ ځکه د افغانستان سوله یواځې د افغانانو لپاره نه بلکي د ګاونډیانو ، منطقي او په مجموع کې د ډيری نړۍ په ګټه ده .

همدا اوس د افغانستان د جګړې له بدو اغېزو څخه د افغانستان ګاونډیان هم ارام نه دي ، سیمه ییز او د نړۍ یو شمېر هیوادونه هم انديښنه او تشویش لري. نو د دغې جګړې او جنګ دغه ناوړه پدیده  د افغانانو په خپلمنځي  مخلصانه او صادقانه تفاهم  او د ګاونډیانو او سیمه ييزو هیوادونواو نړیوالو قوتونو په حمایت سره ورکیدای شي.

نوبناء په دې هکله د دغې تاریخې  جګړې د ختمولو او پرځای یې  په افغانستان کې د دایمي سولې او امن ترقي او ابادۍ را وستلو لپاره هم باید افغانان هم د هغوي ګاونډیان او هم نړیوال په ګډه سره هلې ځلې وکړي .

په پای کې یوځل بیا د نیک مرغه کوچني اختر په مناسبت خپلې ښې هیلې خپلو ټولو ځوریدلو هیواد والو ته وړاندې کوم ، کوچنی اختر مو مبارک او د روژې په مبارکه میاشت کې مو ټول کړي عبادتونه خدای قبول کړه .

والسلام

د یوه سولییز، با امنه آباد او خپلواک افغانستان په هیله .

سوکاله او ارام دې وي افغانان

ستاسی ورور ملا اغاجان معتصم

د طالبانو د اسلامي تحریک دسیاسي شورا پخوانی مشر.

16 thoughts on “د نیکمرغه كوچني اختر په مناسبت د ملامعتصم آغاجان پیغام”
  1. السلام علیکم
    ډیر ښه پیغام دی خدای دی وکړی چی افغانان یه عملی کړی
    ملا آغا جان معتصم صاحب تاسو ته هم د کوچنی اختر مبارکی وړاندی کوه خدای مو تاعتونه او عبادتونه قبل کړه

  2. ماشاالله ډېر عالی ډېر په زړه پوري وينا وی دی کړی دی اغاجان صيب….!
    رښتيا هم چي په تعليم او سواد سره ملت او ولس ترقی کوالای سی او همدا يوازنۍ لار ده دسولي ارامی او کراري لپاره. رشتيا چي زموږ خپل منځی اختلافات او بې اتفاقي د سولی په لار کي غټ ګواښ دی.

  3. ماشاءالله محترم مولوی اغاجان معتصم صیب اول تاسو او ستاسودرنې کورنۍ اوټولواړوندانوته دکوچني اختر درارسېدوله امله دزړه له کومې مبارکی اونيکې هيلې وړاندي کوي .

    سره له دې چي په افغانستان کښي سوله او ثبات د يولړټولنيزو اوسياسي ناخوالوسره مخامخ ده ،موږ هيله مند يو چي يوه ورځ ددې غمځپلي ولس دکور نودروازه دخوښيو اوسوکاليو زيری وروټکوي .

    موږ ته راپېښودغوستونزو دافغانستان په اوسنيو شرايطواو دنامعلوم سياسي بهير په درشل کي دټول هيواد په کچه اوسنۍ سياسي بهيرله مختلفوچلنجونو، گډوډيواو گواښونو سره مخامخ کړی دی .

    پر خپل ځاي پاته د نامنلو چاروکاوپه شتون کښي زموږ له هيواده خوښيو اواخترونودتل لپاره کډه کړې .

    درنوهيوادوالو،سپېڅلومسلمانو، متحدینو او پتمنو وطندارانو هيوادوالو افغانانو،ستاسو درنوکورنيواوټولواړوندانو ته د کمکی اختر د را رسیدو په مناسبت د زړه له کومې مبارکی اونېکې هېلې وړاندي کوم.

    د لوي اوبې نيازڅښتن له درباره څخه تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دکوچنی اختر د مبارکیو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت د خوښی،نېکمرغی او خوشحالی ژوند هیله لرم الله تعالی مو هروخت خوشحاله او سوکاله اواباد اولره .

    امین ثم آمین

  4. ‌‌‌‌‌‌ماشاالله معتصم اغاجان صیب ستاسودی دکمکی اخترمبارک وی ‌‌‌‌‌‌ډيرپه زړه پوری داختردمبارکی سره ‌‌‌‌‌‌ډيره موهیمه موضوع راخیستی ته الله تعالی دی تاسومحترم ته خیردرکړی اوالله تعالی دوکړی چی زموږ ګران هیواد وال یی په غورسره وګوری اوفند تری واخلی مننه

  5. ماشاءالله محترم مولوی اغاجان معتصم صیب اول تاسو او ستاسودرنې کورنۍ اوټولواړوندانوته دکوچني اختر درارسېدوله امله دزړه له کومې مبارکی اونيکې هيلې وړاندي کوي .
    سره له دې چي په افغانستان کښي سوله او ثبات د يولړټولنيزو اوسياسي ناخوالوسره مخامخ ده ،موږ هيله مند يو چي يوه ورځ ددې غمځپلي ولس دکور نودروازه دخوښيو اوسوکاليو زيری وروټکوي .
    موږ ته راپېښودغوستونزو دافغانستان په اوسنيو شرايطواو دنامعلوم سياسي بهير په درشل کي دټول هيواد په کچه اوسنۍ سياسي بهيرله مختلفوچلنجونو، گډوډيواو گواښونو سره مخامخ کړی دی .
    پر خپل ځاي پاته د نامنلو چاروکاوپه شتون کښي زموږ له هيواده خوښيو اواخترونودتل لپاره کډه کړې .
    درنوهيوادوالو،سپېڅلومسلمانو، متحدینو او پتمنو وطندارانو هيوادوالو افغانانو،ستاسو درنوکورنيواوټولواړوندانو ته د کمکی اختر د را رسیدو په مناسبت د زړه له کومې مبارکی اونېکې هېلې وړاندي کوم.
    د لوي اوبې نيازڅښتن له درباره څخه تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دکوچنی اختر د مبارکیو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت د خوښی،نېکمرغی او خوشحالی ژوند هیله لرم الله تعالی مو هروخت خوشحاله او سوکاله اواباد اولره .
    امین ثم آمین

  6. اغاصیب ژوندی اوسی تردی نیک نظزستاسودانیک نظز اودکمکی اخترمبارکی ته ګلونه‌ډالی کوم

  7. ملا اغاجان صاحب مننه ستاسو څخه تاسو او ستاسو کورنی ته هم د نیک مرغه کمکی اختر مبارکی وایو .
    ستاسو پيغام می ولوستی ‌‌‌‌‌‌ډیر حقیقت وه خدای دی وکړی چی دا دربدری نوری زموږ له سره څخه لری کړی افغانان نور د جنګ څخه ستړی دی سوله غواړی ‌‌‌‌‌‌ډیر د سولی تږی دی

  8. قدر وړ اغاجانه تاته هم د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم.
    الله تعالی مو ټول عبادتونه قبول کړه.
    محترم د سولې په تړاو ستاسي نه ستړې کېدونکي هڅې د ستایلو وړ دي لوي الله دې په دنیا او اخرت کې ثوابونه درکړي.
    کاش ستاپه څېر نور طالب مشرانو هم په هیواد کې د سولې اشد ضرورت درک او په اړه یې هڅې وکړي.
    زما یاد دي چې تقریبا څلور کاله مخکې تا د سولې اواز اوچت کړ نو دسولې دښمنانو په مرمیو سوری سوری کړي او له افغان حکومت سره سوله او مذاکرات یې کفر بلل خو نن موږ ولیدل چې د طالبانو مشر ملاعمر اخوند هم د سولې لپاره مذاکرات روا بللي او ویلي یې دي چې دوي به دغه مذاکرات جاري وساتي.
    خو کاش دغه کار ډېر پخوا شوی وای اوس مو زرګونه کورنۍ بې سرپرسته نه وای پاتې ، زرګونه یتمیان او کونډې به مو په یوه ګوله ډوډي پسې نه وای حیران په هر صورت ستاسي هڅې د ستایلو وړ دي لوي الله دې تر ډېرو راته ژوندی لره در باندې ویاړو. والسلام.
    مولوي عبدالرحمن هوتک

    1. ماشااللّہ ورورہ ڈیر شہ سر لیک دی لیکلئ
      ڈیرہ می خوشہ سوہ ستا دا لیکنہ

  9. We proud to be Afghan. So we have to forget all those wars taken place among our nation after the withdrawel of swith union in Afghanistan.
    Now we must to Set on the tabel of peace talks and crash all of defferences under our feet which are among us. So that is a golden chance for us to become seriusly and get the real action against the war and more vilance in our great country. Becouse this is the man and major reason kept us away from the education and get independence in the world. Its our pety that Afghanistan and Japan has the same day of freedom. But we say alot of defference between these two countries.
    I also Congratulate to our great leader Mulla Agha Jan Motasim on this EID day and hope to keep his non stop services for his nation and for our country.
    Many Thanks
    Your sencer
    Khalid Niazi

    1. The warlords, Northern Alliance and Shorai Nizar do not want peace. What does it tell you that the huge weapon stocks were blown up by NATO in Parwan in the vicinity of Kabul.
      And how many more weapon reserves are there in the hands of these people.

  10. gha Jan Mutassim is obviously very well acquainted with the ISI and their proclivities. I’m surprised he survived the assassination attempt on his life in Pakistan and the corollary of that event was his decision to leave and distance himself from Pakistan.

    Afghans are way of the Taliban and their sponsors and this mindset is entrenched now and hard to reverse. The Taliban will have to make concessions and be extremely flexible towards the status quo if they aspire for genuine peace.

    1. Actually jihad against the Russian invasion was being managed and controlled by the Pakistani government, at that time, thru ISI. The ISI generals were in continuous contacts with the Jihadi leaders and their top commanders and sometimes traveling inside Afghanistan with the help of the Jihadi commanders. All the weapons and money was distributed by ISI, this is one reason that almost every Jihadi was more or less in contact with ISI.

  11. Asslam o alaikom
    Agha jan motasim shab staso di hum Mubarak wi
    Mutasim Sahb za pa Landon ki yem aw di nangerhar wlayat na yem aw sirf da de waji klalai yem chi pa Afghanistan ki halat kharab di no khpal watan ta mi hum der zara ghwari
    Kho filhal moz sirf staso pa tama nast you chi taso ba sa wakrai
    Khudai di wakri chi yew sa wakai aw pa gran watan ki mo amun rasi.ameeen

  12. 2 you eid Mubarak
    I’m blessed with longevity up mutasim Allah’s up to Afghanistan to serve God and bring peace to Afghanistan amyyyn

ځواب ورکول مولوي عبدالرحمن هوتک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *