ملا معتصم اغا جان

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله رب العالمین، والصلوة والسلام علی نبینا محمد و اله و اصحابه اجمعین .
اما بعد فقد قال الله عزوجل فی کتابه المجید : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا (۷۰) يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا (۷۱) ـ الاحزاب

ژباړه : اې هغو کسانوچاچې ایمان راوړی دي له الله نه وویریږئ او سمه صفا خبره کوئ(۷۰) (د دې لپاره چې ) عملونه مو در سم کړي او ګناهونه مو در وبخښي ، او هرڅوک چې د الله او د هغه د رسول تابعداري کوي لویه بریا یې ترلاسه کړه(۷۱).
زما د ویاړلي هیواد ځوریدلې ولسه، په هیواد کښې د ننه او له هیواد څخه بهر د مهاجرت او مسافرت په دیار کې مېشتو خویندو او وروڼو!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته …..

تر هر څه وړاندې د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو له امله  مبارکي درته وړاندې کوم او غواړم چې له دې مبارک مناسبت او فرصت څخه په استفادې سره د هیواد د وروستیو سیاسي کړکېچنو تحولاتو په اړه له تاسي سره خپل نظر او فکر شریک کړم.

درنو هیواد والو!

نیکمرغه لوی اخترمو بیا متأسفانه په داسي حال کې پر هیواد راځي چې لا هم دلته د تحمیلي جګړې اور ګرم او ډیری افغان کورنۍ یې په سوځونکو لمبو کې د خپلو وژل شویو عزیزانو په ویر اوښکې تویوي.

د دې پرځای چې د هیواد ، ځوانان، زلمیان، خوندې او وروڼه مو د خوښیو لمانځلو په دود د مشرانو، خپلوانو او دوستانو درناوي او مبارکیو ته ولاړشي له بده مرغه چې د اخترونو په دغو ورځو کښې هم په جګړو او شخړو کې بوخت وي او د مبارکو اخترونو خوښۍ  یې هم په ډېرو کړاونو او مصیبتونو کې تیريږي .

قدرمنو هیواد والو !

د هیواد او ولس مغرض دښمنان مو بوخت او لګیا دي چې په خپلو مکرجنو سازشونو او توطیو سره  زموږ د یوموټي مسلمان ولس ترمنځ د ملي یووالي محکم مزي د مذهبي، قومي ، لساني او تنظیمي اختلافاتو او تعصباتو په ایجادولو سره پرې کوي.
او په دې هم ټول پوهیږو چې زموږ د هیواد موجوده ټول مصیبتونه او کړاونه د افغانانو د خپل منځي اختلاف نتیجه او محصول دی ، که همدا اوس اوس ټول افغانان د  خپل منځي اختلافاتو په پریښودو سره یو بل ته د ورورۍ لاس ورکړي او په صادقانه ، مخلصانه او متحدانه توګه د بین الافغاني مذاکراتو او تفاهم له لارې  د خپل هیواد د دائمي سولې او ثبات لپاره په تعهد او ژمنتیا سره په ګډه کار وکړي  نو له شکه پرته چې د شته مصیبتونو له شره به د خداي تعالی په فضل حتما په آمان کیږي.

میړنیو هیواد والو!

دا چي زموږ پر ټاټوبي د جنګ اور بل دی او ولس مو د دغه اور په لمبو کښې هره ورځ سوځل کیږي نو باید د خپل هیواد او ټاټوبي غم خپله وخورو او په هیواد کښې د دايمي سولې او ثبات لپاره خپلې ټولې هلې ځلې په کار واچوو او په دې لړ کښې د سولې د راوستلو لپاره هیڅکله و بهرنیو لورو او جهتونو ته امید او توقع ونه کړو دا ځکه چې

افغانستان زموږ د افغانانو کور او ټاټوبی دی او ترڅو چې موږ په خپله د خپل کور او ټاټوبي څخه اور مړ نه کړو پردي هيڅکله زموږ د کور په هکله تشویش او پرېشاني نه لري او نه یې کوي .

نوموږ افغانان د مسلمانانو په حیث او صفت دا مکلفیت ، مسئولیت او دنده لرو چې خپل هیواد او ولس د دغه اور څخه وژغورو او د ویرونو او مصیبتونو دغه کرغیړنه  لړۍ د خدای تعالی په نصرت ، فضل او کرم ، د خپلو وروڼو په همکارۍ او کومک او په خپلو هڅو او کوښښونو سره دفعه ، رفعه  او ختمه کړو.

او بالاخره په خپلو کړنو او هڅو سره په  ټول هیواد کې د خپل مسلمان ولس ترمنځ  اتحاد ، اتفاق او ورورولي جوړه کړو او ټول افغانان وروڼه پر یوه مسیر او تګلاره په خپل هیواد کښې د  سولې ، خوښۍ ، نیکمرغۍ او سوکالي په فضاء کې یو د بل ترڅنګ د سکون ، امن ، مینې او محبت ژوند ولرو.

مؤمنو هیوادوالو!

د امریکا د نوي حکومت  ستراتیژي چې په افغانستان کې هم د سولې او هم د جګړې پیغام له ځان سره لري نو له همدې امله د افغان سیاسیونو په تېره بیا د جګړې د ښکېلو لوریو لپاره  په کار ده چې د سولې د پیغام او آپشن څخه یې اعظمي استفاده وکړي او د خپلمنځي اختلافاتو ، کرکو ، نفرتونو او تضاداتو په له منځه وړلو کې مناسب او پر ځای اقدامات او اجراآت ترسره کړي.

له همدې کبله  موږ پر جنګي لوریو ږغ کوو چې روانه مهلکه او تباه کونکې جګړه نه د کوم جنګي لوري په نفعه او نه هم د افغان ولس او هیواد په ګټه ده .

دغه جاري او طولاني جګړه له ځانه سره یواځې او یواځې د خرابۍ ، تباهۍ او بربادۍ پیغام لري ، او په هیڅ ډول موږ و دغې جګړې ته د نیکمرغۍ توقع او امید نه شو کولای.

موږ وینو چې وخت په وخت د روانې جګړې ابعاد هم ډيریږي او هم مغلق او پېچیده کیږي ، او هم د قداست له ډول څخه د کرغېړنتیا په شکل بدليږي.

لکه د شیعه او سني په نامه د خلګو قتل عام یا په مقدسو اماکینو ، مساجدو او عبادت ځایونو باندې تعرضونو او بریدونو ته یوازې کرغېړنې کړنې ویلای شو، دغه راز ناروا کړنې  د اسلام د ټولو اساساتو او اصولو او د انسانیت او بشریت د حقوقو او ټولو پرنسیفونو په ضد دي.

په دغه ډول کړنو کې ځيني مسلمانان په غیر شعوري ډول استعمالیږي او یا دهغو مغرضو عناصرو لخوا اجراء کیږي د کومو چې د بعضي متعصبو هیوادونو لخوا سپورټ او تمویل کیږي او غواړي چې زموږ هیواد د خپلو ناروا رقابتونو لپاره میدان جنګ وګرځوي ، او په خپلو ناروا مداخلو سره  زموږ بې چاره ولس په مزیدو مصیبتونو او کړاونو کښې واقع کړي او همدا رنګه دغه متعصب هیوادونه غواړي چې زموږ مسلمان ، معتدل او میانه رو ولسونه د افراط او تفریط په جال او دام کې راګیرکړي او دلته زموږ هیواد کې تعصبي کړنې ترسره کړي.

او موږ ټول مسلمانان په دې پوهیږو چې د اسلام په مقدس دین کې هیڅ ډول افراط او تفریط ځای نه لري  ، د اسلام مقدس دین د ټول بشریت لپاره د اعتدال ، میانه روی ، خواخوږۍ ، همدردۍ او همکارۍ  دین دی ، نو موږ د دغه ناروا کړنو عاملانو ته دا توصیه کوو چې د خدایه  وبېرېږئ ، زموږ په دغه ړنګ او بنګ ، وران او ویجاړ هیواد کې او په دغه بې چاره ، مظلوم او دربدره ولس باندې چې څلورو لسیزو جنګونو او غمونو ځپلی دی نور دغه ناروا کړنې ، تعصبونه ، کرکې او نفرتونه ، د خارجي هیوادونو په لمسون مه ترسره کوئ او د خدای (ج)  لپاره د منځني ختیځ د هیوادونو ( عراق، سوریې ، او یمن) حالاتو ته په کتو سره عبرت واخلئ او دغه مهلکي فارمولې او نسخې په ناروا توګه زموږ په دغه اسلامي هیواد کښې مه استعمالوئ .

موږ ولیدل چې په نوموړو هیوادونو کښې د دغه راز کړنو  نتیجه یواځې او یواځي په هلاکت ، تباهۍ او خرابۍ تمامه شوه.

ګرانو هیوادوالو!

په وطن کښې مو د جګړې مزید دوام د هیواد او ولس لپاره د ډېرو بدمرغیو لامل ګرځي ، د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې  تر حدزیات لوړوالی ، د هیواد په داخل کې د ولسي خلګو اجباري مهاجرت ، د جکړو له امله ملکي وګړو ته مالي تلفات ، د زیربنايي پروژو له منځه وړل او  یا یې د ودانولو په وړاندې خنډونه ایجادول او…….ټول د دې تحمیلي جکړې لاملونه دي چې تاوان یې یواځې او یواځې زموږ ولس ته رسیږي ، هغه ولس چې له تیرو څلورو لسیزو راهیسې د مسلسلو جګړو په لمبو کې سوځي.

او بل داچي موږ وینو چې په مکرر ډول د بهرنیو ځواکونو لخوا ولسي سیمي بمباریږي او همدا راز د ملکي وګړو په مېشت ځایونو کښې په مکرر ډول  باندې بریدونه او انفجارونه  کیږي چې دغه  دواړه کارونه  له وحشیانه عمل  پرته نه اسلامي توجیه  او نه قانوني مجوز لري.

هرڅوک که په هرنیت ولسي سیمي بمباروي او یا په ولسي مېشت ځایونو کې چاودنې ترسره کوي هغوی  موږ د خپل هیواد او ولس دښمنان او بد مرغي ایجادونکي لوري ګڼو.

او همدا رنګه که جګړه نوره هم دوام پیدا کوي موږ به نور هم  د دغه ډول ناروا او کرغېړنو کړنو شاهدان پاتي کیږو.

او د دې لپاره چې په هیواد کې مو د جګړې عوامل له منځه وړي وي د افغان معضلې شاملو اړخونو ته  په کار دی  چې د حُسن نیت او په خپل منځ کې د اعتماد سازي په غرض او هدف هریو له خپله جانبه داسي نېک او ښه اقدامات وکړي چې جانب مقابل باالمثله عمل کولو ته وهڅوي.

نو دهمدې لوی اختر په همدې مبارک فرصت باندې موږ د جګړیزو لورو څخه دا غوښتنه کوو چې ترمناسبه حده او شمېره پوري د بندیانو په خوشي کولو کښې اجراآت ترسره کړي، ترڅو محکوم او محروم بې چاره اسیران د اختر دغه مبارکې شپې او ورځې  د خپلو  غم ځپلو کورنیو او قریبانو په خوشحاله شېبو بدلې کړي.

او د ښکېلو لوریو په دغه راز مهربانیو او کړنو سره به الهي رحمت پر ټول هیواد او ولس نازل شي .

همدا راز موږ د جګړې د ښکیلو لوريو څخه غواړو چې باید د عرفې او لوی اختر د مبارکو شپو ورځو د احترام په خاطر خپل ترمنځ د پوځي او جنګي فعالیتونو د تشدد پر ځای د بندیانو خوشي کولو او نورو داسې سوله ییزو فعالیتونو ته ترجیح ورکړي چې کم ترکمه په همدې شپو ورځو کې زموږ د هیواد د یتيمانو او کونډو په شمیر کې توقف راشي، او د لوي اختر په ورځ نه کوم نازولی زوی د خپل پلار په وژنې د ویر اوښکې توي کړي او نه هم کومه مور د خپل ځوانیمرګ زوی په غم د ویرساندې وږغوي ، نه څوک د وژل شویو کسانو د ښخولو لپاره هدیرو او مقبرو ته ولاړ شي او نه هم څوک د اختر د خوښیو پرځای د وژل شویو قریبانو د ویر پر ټغر کښېني.

دا چې په جګړه کې د ښکېلو او متقابلو لوریو هر اقدام پرجانب مقابل ورته اغیزه لري ، نو طبیعې ده چې د هر جانب  له لوري سوله ییز اقدام به سولییز عکس العمل لري چې پایله به یې په اوږده مهال کښې په سولییزه فضاء سره تمامیږي.

 په آخر کښې لوی خدای جل جلاله ته  د سوال او زاریو لاسونه لپه  کوو چې نور مو د لوي اختر د دې مبارکو ورځو شپو په برکت هیواد د جګړې پر ځای د سولې ټاټوبی او کور وګرځوي او جګړه ځپلي هیواد وال مو د سولې او آرامي په فضاء کې د جګړې له شره په امان شي.

د همداسې یوې ښې ورځې د راتلو په هیله ، لوی اختر مو مبارک او ټول عبادتونو مو خدای (ج) قبول کړه.

والسلام علیکم ورحمة الله و………….

ورورمو ملا اغاجان معتصم  د طالبانو د سیاسي شورا پخوانی مشر

۱۴۳۸/۱۲/۸ هـ ق

۱۳۹۶/۶/۸ هـ ش

۲۰۱۷/۸/۳۰ م

53 thoughts on “د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د ملا اغاجان معتصم د مبارکۍ پیغام”
  1. ډيرو محترمو وروڼو دطالبانو بيانونه اوخبري په تيره بيا د معتصم اغ بيانونه خو بېخي ښه دي خدای پاک دي د عمل کولو توفيق هم ورکړي . درنښت

  2. محترم معصتم صیب
    ومنه چي ستاسو ټول اختریز پیغامونه دهیواد په ثبات راچورلیځ دي ،الله دې یوځل ددې هیواد واکمن کړه چي یادې هیلي دې پوره شي اودې خبرې دې ډیره مزه راکړه چي پرځای منطق دی لکله چي تاسولیکلي:
    افغانستان زموږ د افغانانو کور او ټاټوبی دی او ترڅو چې موږ په خپله د خپل کور او ټاټوبي څخه اور مړ نه کړو پردي هيڅکله زموږ د کور په هکله تشویش او پرېشاني نه لري او نه یې کوي .

  3. محترم حاجى صاحب په مجموع کى ستا سو ټول پيغام په افغانستان کى ده روان وضعيت عکاسى کوى او ده صلح لپاره ستاسو مشورى ډيرى مفيده دى خداى دى وکړى چه ده فريقينو سرونه په خلاص سي
    خو دا خبره چي تاسي ورته اشاره کړى ده په خپل ډېره مهمه ده ده جهګړى عاملين دى خداى پاک پوه کړى چه روان وضعيت هيڅ کله هم نه ددوى په مفاد کى ده او نه ده افغانستان وينه به ده افغان توييږى ، مرى به زموږ خوار ولس او ګټه به ترى نور هيوادونه اخلى

    نور دغه ناروا کړنې ، تعصبونه ، کرکې او نفرتونه ، د خارجي هیوادونو په لمسون مه ترسره کوئ
    مننه

  4. ښاغلي اغاصیب ښه پيرزوینې مو وړاندې کړې ،خو زموږ او خاوره اوفضالا اوسه تراشغال پورې اړه لري ستاسو یادې شوې پارمولې رښتیاهم د هیواد زخمونه ټکور کولای شي.

  5. هرڅو امریکایان راشي موږ ورسره ورته دریځ اختیارو اومقابله ورسره کو.

  6. بس یواځې سوله اوثبات اړین دی ،نور دخدای په خاطر افغانان مه وژنئ دخپلو شخصي ګټو لپاره پردې ځامن ولي قرباني کوي بس کړئ بس کړئ.

  7. طالبانو د تیر په څیر دا ځل هم د اختر په مناسبت د خپل مشر د مبارکئ پیغام خپور کړ چې په پنځو ژبو کې ترجمه شوی دی که د قومي ژبني او سمتي تعصبه تیر شو او پیغام ته د بشپړ اسلامیت او ریښتونی افغانیت له مخې وګورو نو روښانه به شي چې طالب مشر په کامله معنی مسلمان ، په اسلامی احکاماتو او جزییاتو بشپړ عالم او په هیواد او هیوادوالو داسی مئین شخصیت دی چې خپل مقابل کې جنګیدونکي د ملی اردو په افرادو یې هم مرګ نه دی پیرزو او د پیغام یوه برخه یې…

  8. الله پاک دي ستاسو قربانۍ او هیلې هم زرغوني کړي محترم اغاصیب …!

  9. دعليقدر امیرالمنین پیغام هم باید ولولي چي دجهاد سبق اوبهرنیانوته یې ګوټ څنډنه کړې .

  10. اغاصیب الله دې اجر درکړي چي دهرافغان لپاره ستاپه پیغام کې ټکورسته زما بندې وروکی مې نن دفیسبوک په پاڼه دیوه بل شهیدشوي بندي سره ولید همدا اومید مې وشو لکه چي تاسو مهرباني کړې
    نو دهمدې لوی اختر په همدې مبارک فرصت باندې موږ د جګړیزو لورو څخه دا غوښتنه کوو چې ترمناسبه حده او شمېره پوري د بندیانو په خوشي کولو کښې اجراآت ترسره کړي، ترڅو محکوم او محروم بې چاره اسیران د اختر دغه مبارکې شپې او ورځې د خپلو غم ځپلو کورنیو او قریبانو په خوشحاله شېبو بدلې کړي او د ښکېلو لوریو په دغه راز مهربانیو او کړنو سره به الهي رحمت پر .ټول هیواد او ولس نازل شي

  11. زه یوه محصله یم ،ته باور وکړه وروره .. چي نور دتعلیم اوزده کړو له بهیرستړې شوې اومایوسه شوې یم ،ځکه چي دهیواد وضعیت دپردیو جګړو هاستاخبره دتپل شوې جګړې له امله راتلونکي په خطر کې بولم ،نه دخدمت جوګه کیدای شم اونه تیرشوی عمر اوزیار په اوبو لاهوکولای شم.
    مرسته دسولې له بهیرسره فقط.

  12. اغاصیب داسي نه چي له دې دریځ څخه واوړي درته ډاډ درکوم چي څوکلونه وړاندې به ستاسو ملګري هم ستاسوپه پله قدم ږدي ډيرڅه دې کړي اویوه ښه راتلونکي نظریه لري.مننه په درناوي .

  13. ښاغلي اغاصیب تاسو هم لومړی زموږ پیر زوینې نېکې هیلې اودلوی اختر مبارکي ومني…
    ښاغلیه پیغام مو ولوست الله دې په قلم برکت نازل کړه ،ډیراغلي معیارونه موټاکلي دلوی رب څخه درته همدمره په زه پورې هیلې زرغوني کیدل غواړم
    په مننه ستاسو ورور مفتي کفایت الله صمیم

  14. لكه چي دى هم دگلببو په مسير روان دى يوي ورزي ته دى هم ساتل سوي
    جهاد / جگره ؟؟؟

  15. ګل غوندي له هیلو ډک پیغام دې لیکلي اومبارکي باید تاسوته درکړو چي هرڅه درسیږي ښه ژوند ګوښه ژوند ،خوتاسو بیاهم دهیواد اوملت په غم کې خپل قلم اوزیا ر نه دی سپمولي .مننه

  16. یا اهل القتال
    دمعتصم چیغه معتصمه ده بیابه مو ارمان وي بس کړئ جګړه دکوربچانوته وګورئ چي ستاسوپه بیلتون هغوی څومره ځوریدای شي صرف اوصرف همدا احساس.

  17. نو دهمدې لوی اختر په همدې مبارک فرصت باندې موږ د جګړیزو لورو څخه دا غوښتنه کوو چې ترمناسبه
    حده او شمېره پوري د بندیانو په خوشي کولو کښې اجراآت ترسره کړي، ترڅو محکوم او محروم بې چاره اسیران د اختر دغه مبارکې شپې او ورځې د خپلو غم ځپلو کورنیو او قریبانو په خوشحاله شېبو بدلې کړي.

    او د ښکېلو لوریو په دغه راز مهربانیو او کړنو سره به الهي رحمت پر ټول هیواد او ولس نازل شي .

  18. سلام وتبریکات عیدسعید به همه برادرهای مادرجهان اسلامی وغیراسلامی میګویم.بعداً:من افکارحاجی آغاصاحب راکاملاً تاید میکنم،ودرست میدانم، واین برنامه رایګانه راه حل معضله افغانی محسوب مینمایم خداکندکه طرفهای ذیدخله معضله افغانی متوجه شوندوبه توصیهای وبیانهای اغاصاحب ګوش بګیرند وتایک حدعمل بکنند . تشکرازشما

  19. په شمشاد کې دمعتصم اغا دپیغام لنډون په دې ډول و:

    متعصم اغاجان وايي که افغانان خپل منځي اختلافات پریږدي او په ریښتیني توګه د سولې لپاره کار وکړي د افغانستان روانې ستونزې به له منځه لاړې شي .
    معتصم اغاجان وايي د امریکا نوې پالیسي د سولې لپاره هم پیغام لري او د جګړې ښکیلې خواوې باید له دغې برخې ګټه واخلي او د دایمي سولې د ټینګښت لپاره هلې ځلې وکړي .
    ووهي .
    دطالبانو دسیاسي شورا پخواني مشر معتصم اغاجان په دلوی اختر په مناسبت په خپورکړي پیغام کې ویلي چې پرافغانستان جګړې تحمیل شوې او د مخنیوي لپاره باید خپل افغانان لاس په کار شي .
    متعصم اغاجان ویلي د جګړې ښکیلې خواوې په ریښتینې توګه د بین الافغاني مذاکراتو له لارې کولای شي چې اوسنی روان وضیعت بدل کړي.

    د طالبانو د سیاسي شورا پخواني مشر معتصم اغاجان داسې ویلي (( زموږ د هیواد موجوده ټول مصیبتونه او کړاونه د افغانانو د خپل منځي اختلافاتو نتیجه ده که همدا اوس ټول افغانان د خپل منځي اختلافاتو په پریښودو سره یو بل ته د ورورۍ لاس ورکړي او په صادقانه توګه د بین الافغاني مذاکراتو او تفاهم له لارې د خپل هیواد د دائمي سولې او ثبات لپاره په پوره ژمنتیا سره په ګډه کار وکړي نو له شکه پرته چې د شته مصیبتونو له شره به د خداي تعالی په فضل حتما په آمان کیږي.))

    اغاجان وايي د افغانستان په تړاو د امریکا د نوي حکومت په پالیسۍ کې سوله هم شامله ده چې دجګړې ښکیلې خواوې باید له دغه فرصته ګټه واخلي او په افغانستان کې دتل پاتې سولې لپاره مټې راونغاړي .

    معتصم اغاجان داسې ویلي ((د امریکا د نوي حکومت ستراتیژي چې په افغانستان کې هم د سولې او هم د جګړې پیغام لري نوباید افغان سیاسیونو اوپه تیره بیا د جګړې د ښکيلو لوریو لپاره په کار ده چې د سولې د پیغام او آپشن څخه یې اعظمي استفاده وکړي او د خپلمنځي اختلافاتو او تضادونو په له منځه وړلو کې مناسب او پر ځای اقدام وکړي .))

    معتصم اغاجان وايي چې دعام خلکو په کورونو دبهرنیو ځواکونو ړندې بمبارۍ اودملکي وګړو په ګڼې ګوڼې ځایونو کې بریدونه یوازې یوه وحشیانه عمل دی چې داسلام له نظر مردود دي .
    معتصم اغاجان داسې ویلي (( د بهرنیو ځواکونو لخوا ولسي سیمي بمباریږي او د ملکي وګړو په مېشت ځایونو کښې په مکرر ډول بریدونه او انفجارونه کیږي چې دغه دواړه کارونه له وحشیانه عمل پرته نه اسلامي توجیه او نه قانوني مجوز لري.
    هرڅوک که په هرنیت ولسي سیمي بمباروي او یا په ولسي مېشت ځایونو کې چاودنې ترسره کوي هغوی موږ د خپل هیواد او ولس دښمنان او دبد مرغۍ ایجادونکي لوري ګڼو.))

    متعصم اغاجان ویلي چې دشیعه او سني په نوم وژني او په مقدسو اماکینو ، جوماتونو او عبادت ځایونو بریدونه د اسلام ، انسانیت او بشري حقونو ضد کړنې دي او د جګړې ښکیل لوري باید نور په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو د لمسون جګړه پریږدي او دعراق ، سوریې او یمن له حالاتو عبرت واخلي .
    په دغه اختریز پیغام کې معتصم اغاجان دجګړې په ښکیلو خواو غږ کړی چې جګړه دهیڅ لوري په ګټه نه ده او یوازې افغان ولس یې په اورکې سوزي .

  20. تر هرڅه لومړي دمحترم مولوی صیب معتصم اغا جان دا په زړه پوری پيغام چه داختر په مناسبت يئ خپل مظلوم ملت ته او خاصتآ هغو کورنیو ته چي په ناحقه يئ دکور سرپرست او ځوانان په بیګناه جيلونو کی پراته دی تأيدوم ملا معتصم اغاجان يوازیني داسی شخصیت دی چه تراوسه پوری داسی دريځ چي ددافغان ملت لپارهغه غوره کړي بل هيڅ کس په دی نه دی توانیدلي چي داسی يو سپيڅلی دريځ افغانانو او د نړی مسلمانانو ته وړاندی کړي زمونږ دعاوی به همیشه ورسره وی الله دی په دی نیکه لار کی موفق ولری امیین

  21. محترم مشره !
    سلامونه اونیکې هیلې …!
    ستاسو خپورشوې پیغام دافغان ملت لپاره دسولې اوثبات هراړخیز اومثبت رنګ لري،خوداچي دحالاتوتقاضا زموږ خاوره اوفضاء ناوړې کړې ده، جګړه رښتیا هم تپل شوی عنصردی ، بهرنیان چي دزور اوجګړې دریځ اختیاروي ،داهم دسولې سره رډبډ مخالفت دی،کیدای شي ورته دریځ ښې پایلې ونه لري .

    عطاءالله حقمل

  22. الله دې وساته مشره تاسو همدا معنوي چارې راته کوي موږ به دعاوې

  23. محترمه تاسو مهرباني وکړئ هیواد اشغال دی ورځ کې لسګونه افغانان وژل کیږي دسولې پرځای باید په امریکایانو لرګی راپورته کړو اوله هیواده یې وشړو

  24. اې ښاغلیه موږ ته هم غوږ شه
    تاسو دخپل پیغام په متن کې ویلي چي :په وطن کښې مو د جګړې مزید دوام د هیواد او ولس لپاره د ډېرو بدمرغیو لامل ګرځي ، د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې تر حدزیات لوړوالی ، د هیواد په داخل کې د ولسي خلګو اجباري مهاجرت ، د جکړو له امله ملکي وګړو ته مالي تلفات ، د زیربنايي پروژو له منځه وړل او یا یې د ودانولو په وړاندې خنډونه ایجادول او…….ټول د دې تحمیلي جکړې لاملونه دي چې تاوان یې یواځې او یواځې زموږ ولس ته رسیږي ، هغه ولس چې له تیرو څلورو لسیزو راهیسې د مسلسلو جګړو په لمبو کې سوځي.

    اوس چي دا جبري جګړه ده اویا اتحمیل شوې ده ،نوایادې ته یرغل نه شو ویلای ،که ویلای شو،نوایا راباندې فرض نه ده چي پرته له سولې ورسره جګړه وکړوترڅو شهیدان یاګټونکي شو…خیرتاسو خو وایاست چي که په جګړه ګټل کیدای نو مجاهدینو خلقیانو طالبانو او اوسني دولت څلور واړو دا ازمینې وکړې نوددې لباره په جګړه روږدي خلک کابو کړئ نورهیڅ ته ضرورت نسته مننه

  25. شاغلی آغاصاحب سلامونه داخترمبارکی اونیکیہ هیلی سٹاسو درانه حضور ته دخپل زان سخے اصالة او افغان مظلوم اولس سخه نيابة پہ ڈیر احترام وڑاندی کوم
    او پہ دی خبره ممنون چه تاسو خپل اولس پہ هره خوشی کی یادوی اوستاسو پیغام ته ٹول افغانان
    پہ ڈیره درنه گوری تسلی پری ورته کیژی
    محترما ! داچه تاسو پخپل پیغام کی ددی خبری وضاحت او نشاندهی کڑی ده چه دافغانستان قضیه پہ دی حل کیژی چه افغانان سره پخپل مینزی کشی کینی او یو تفاهم ته سره ورسی
    یقین کوم چه دزینو خلکو پہ وینا چه سم دنخشی مینز دی ویشتی دی او همدا بنیادی خبره ده اوپہ همدی وجه دافغانانو زینی دشمنان پہ افغانانو کی هغه سوک نشی برداش کولی چه دافغانانو اتحاد ته رابلی

  26. محترم مشر جناب غاجان صیب !!!
    وعليكم السلام ورحمت الله وبرکاته
    محترما مشره !!!
    ستاسو دمبارکی پیغام یقین کوم چه صرف مبارکی نده
    بلکه دمبارکئ پیغام دی
    دتسلیت پیغام دی
    دنصیحت پیغام دی
    داخلاص سخه ڈکه لارخو دنه
    اودامانت پہ طوردمشوری پیغام دی
    ا اوفکر کوم چه :ان فی ذلک لعبرة لاولى الالباب
    اوصحیح پری پوهید د هر چاماچا کار ندی
    تاسو ته دی الله تعالی جزاء خیر درکی مونگ دی ممنون اومشکور یو
    والسلام علیکم

  27. خاغلی معتصم صاحب!
    السلام عليكم ورحمة الله تعالی وبرکاته
    مننه لوی نیکمرغه اختر دی ستاسو ھم مبارک وی اوواقیعیت دی چه پہ افغانانو روانه جگڑی تحمیل شوی ده اودوی پہ داسی جنگ کی خکیل دی چه گٹہ یی نوروته رسی
    فالی الله المشتکی

  28. کاشکي د طالبانو په منځ کې مونږ لس یا شل کسه د ښاغلي معتم آغا جان صیب په شان درلودی ، نن به زمونږ هېواد له داسې بدبختیو سره نه وو مخامخ شوي.

  29. مشره درته داختردورځې مبارکي وايو ،الله پاک دې ټول عبادات اوقربانۍ قبولې کړه
    ستاسو دفکرمکتوب که عمل شي هیواد هم مذهبي اویوالي چارې دواړه ترسره کیدای شي تاسوچي دبهرنیانو شتون نه غواړي دورورنوترمنځ جګړه نه غواړي اواوهیواد رغول غواړي همدا فکر دافغان ملتونو دبقا درمل دي
    په درنښت
    ستاسو ورور مفتي شهاب الدین کوټه

  30. معتصم صیب تاسو باید دوسله وال طالبانو په وړاندې جدې اقدام وکړي چي هغوی جګړه ونه کړې بهرنیان دلته څه غواړي اویاکه هغوی دولت سره یوځای شي

  31. تعبیریې کړی ما په ظالمانوبه چپه شي
    چپه کاګول مې خوب کې دجانان لیدلی دی

    دبهرنیانوشتون کې دسولې نغاره یوداسي مثال لري چي دلیوانوپه کلي رمه تیره وي ،هیڅکله نه شي کیدای ترڅو دابدمخي تیرشوی نه وي

  32. دهیواد راتلونکي خطرناک ښکاري اغاصیب محترم دابه ستاسوطالبانو اوحکومت له وسه تیره خبره شي ،ځکه بهرنیان ډیراوږده اهداف لري هغوی څنګه وغواړي چي تاسو ټول په یوه میزاویوه کاسه کښېنۍ؟

  33. دافغانستان اسلامي امارت مشرموږ ته چي کوم پیغام رالیږلی هغه کافي ده موږ ته دتسلیم خبرې مه کوي موږ سرونه ورکو خوسنګرنه ورکو

  34. اخترمبارک شه اغاصاحب
    موږ همېشه ستاسو پیغام ته انتظارباسو چي لږ مو دزړه تسل وشي ،
    خو محترما تاسو په کې ډیرڅه ویلي و البته دانتخاباتوخبره دې نه ده کړې چي دې جګړماروته په کې لیکل شوي وای چي راشي دانتخاباتوپه مټ خپل زور وازمویي که ملت ستاسو سره و نو انتخاب شي بې جنګه به قدرت ستاسوشي

  35. سلام واحترامات نیک راقبول کنید
    تاوخت که قواو اشغال درکشوما وجود دارد ایا ممکن است که صلح باطالباء قراربکیرد؟
    بلي هیچ امکان ندارد انهاخواستند که نیروهای خارج علت جنک افغانستان است ولې انها ایم روز اعلان کرد که چندهزار نیروهای دیکربه افغانستان وارد مېشود.
    عجیب مطنق است تاهرچه زودتربرای صلح وثبات نیروهايي خارج که شمال به انهااشاره کرده باید خارج شود ویک صلح بین افغاني بطورنویشتن شمال عملي شود.
    اغاصاحب محترم از شماتشکرمیکنم که غم ودرد کشورا میخوري وبه این ارمان نیروهای مذهبي رارهبري میکني.
    تشکر دستان مولوي سعدالله بلخي دیوبندي

  36. زماپه اند چي طالبان دمعتصم اغا خبره ومني که نه نو کیدای شي له یواوږ بهران سره مخ شي ځکه چي جګړه چل دی بس همد ا چل دې وکړي

  37. مولوي داخترمو مبارک شه
    وطن مور ده ساتل یې پور ده
    ښه پیغام و
    په لاس موبرکت شه

  38. ښاغلي معتصم
    ستاسو پیغام مو وکتلو
    ډېرې په زړه پورې پارموولې په کې وي ،خوخدایزده چي وسله والو طالبان وروڼه دي سولې ته غاړه کږه کړي،البته دټرمپ جدې کیدل به دوی کیدای سي په خپل دریځ کې نرم کړي.

  39. مجاهدینوته ښايي چي خپلې اوسلې ټیټې نه کړي د راغلي دښمن په وړاندې دمرګ تروروستۍ کومې وجنګیږي

  40. الله پاک مو بریالي لره هغوی چي نه پوهیږي یوه ورځ به درته کښېنې اوبیابه وايي چي موږ خونه پوهیدو اویابه وايي زموږ ځینې ضرورتونه واویانورې بانې .
    خو دوخت دتقاضاپرېکړې دې چي چاته واک ورکوي اوچاته پوهه اوفکرخو که دواړه ورکړي نولیرې نه ده چي ولسونه به دخوږ په ځای خوښ کړي

  41. گرانه مشره !
    مننه ستاسو دی هم اختر ڈیر ڈئر مبارک وی الله تعالی دی زمونگه اوستاسو ٹول عبادات پخپل عالی دربار کی قبول
    محترما !!! پہ دی ڈیر اوفسوس کوم چه عالمی دنیا زمنگ گران هیواد اوزمونگ اولس دخپلو تجربو او گٹو لپاره استعمال وی او چه خپل کار یی تری پوره شی نو بیا ورته دشا طرفه لغته ورکی چه زه. نور خپل وطن ته لاڑشه اوخپل کار ک الله کریم دی افغان ته ستاسو پشان با احساسه اومخلص مشران اوقائدین ورکی
    نو دا افغانان به کله پوهیگی او کله به خپل اودشمن وپیژ نی

  42. جناب محترم آغاصاحب
    السلام عليكم ورحمة الله تعالی وبرکاته
    ستاسو دی هم اختر مبارک وی اوهم مو الله تعالی پخپل حفاظت کی ولره دهرمکروه سخه او اللہ تعالی مو پہ ٹولو شرعی مقاصدوکی بریالی لره
    !!!قدرمنه
    ستاسو دپیغام هره جمله او هره محتوای لوی آهمیت لری
    زما پہ آندستاسو دا خبره ڈیره زیاته اهمه اوقابله دتقدیر ده چه باید افغانان پہ دی پوه شی چه مونگ هیواس بهرنیان نه راجوڑه وی سےول رباهی او بربادشى خو دبهرنیانو لخوا رامنز تہ شوی او دایی مقصد چه افغانستان کی تل اور بل وی او افغانان تل خواراوذ لیل او دوی ته محتاج وی
    نوبناءا باید افغانان خپل کور پخپله جوڑ کی او پہ همدی خاطر خپل اختلافات شاتہ وغوری وی او هیس قسم لسانی مذهبی قومی نفرتونو شکارنشی او دخپل هیواد داوهیوادوالو دگٹی او یو ازاد اوخپلواک اومآمون آئند لپاره خپل مینز کی یو بل سره دبرداشت او زغم مینی اومحبت سخه کارواخلی .مننه. پہ احترام

  43. سلام وتبریک حلول عیدسعید اضحی حضور محترم آغا صاحب وهمہ وطن داران درداخل وخارج کشور عزیز تقدیم میدارم
    وازپیغام آغا صاحب تایید مینمائیم

  44. خدای تعالی دي دمعتصم اغا غوندي خواخوږي ډير په هیواد کښې پیداکړي, تر څو د دوی له برکته مو په وطن کې دائمي سوله راسي . احترام

  45. سلامونه ، او د لوی اختر مبارکۍ ټولو مسلمانو افغانانو او مولوی صاحب معتصم آغا ته؛
    الله مو برکتونه پر ځای لره. زه فکر کوم تاسو ترکیه کې اوسیژئ ؛ تاسو باید طیب اِردوغان صاحب مشورې سره د هاغه شیطاني ایءتلاف (دو ستم،مهکق، معلِم عطا ) او څلورم ېې هم اَهَدي!!!! مخه نیولې وای!؛ بل دا چې ستاسو جګ پوړي ملګري چې کابل، قطر ا.د.ن. جایو کې ناست دي باید د ولسمشر غني ،د سولې شوروا! او … سره جدي خبرې وکړي ،او پخپله طالبانو حرکت مشران سره یو شي او د نورو ملي قوتونو سره یو ځای د لراوبر یو افغان مبارزه وکړي، نه د افغان وژنو.. پنجابي-فارسي تش په نوم مسلمانانو خو څه نادودې پر تاسو او مونږ ونه کړې او لا ېې هم د بادارانو په اوامرو ېې کوي؟؟؟.
    خداوندمتعال بالای همه مسلمانان وموءمنين موءمنات اخرين رحم خود را نازل بفرماید.آمين.
    الله مو دعاوې سره زمونږه قبولې کړه او د (و امرهم شوری بینهم ..الآیه) په امر بین الافغاني صلحه مینځ ته راشي.آمیین،ثم آمین.
    ډاکټر حمیدالله صاپی زړه ور/بلجیم.

  46. بسم الله الرحمن الرحيم
    سلام او احترامات! معتصم صاحب او ټولوهیوادوالودې اخترمبارک وي. الله ج ئې دې د ټول مظلوم اوځوریدلي افغان ولس د خیر او آرامۍ سبب وګرځوي۰

  47. السلام علیکم ورحمةالله ! وړونو که افغانان هرڅومره څپل ترمنځ سره وجنګيږي أخر به حتما پر سوله اتفاق سره وکوې, حکمتیارصاحب ته وګورئ شپاړس کاله وجنکېدی أخر يې سوله وکړه, نو طالبان به هم حتما أخر سوله کوي, نو هر څومره چې يې ژر وکړي هغومره په ګټه به ورته تمامیږي . درناوی

  48. یاره اغا صاحب ستاسو مبارزه بس د همدغه پیغامونو له دایرې بیرون نه شوه، چی دا ولې؟
    کله چی پر تاسو پاکستاني استخبراتو حمله وکړه زخمي یی کړئ بیا ترکیې ته د تداوۍ لپاره یوړل شوئ بیا خدای پاک جوړ کړئ، موږ داسی فکر کوه
    چی کیدلای شی یو څه خو به وکړل شئ، د طالبانو په لیکو کی به یو ډله یا ګروپ جوړ کړل شئ، د خو متاسفانه چی هیڅ مو ونه شول کړلای.
    موږ وایو چی که خبره د تشو پيغامونو او خبرو وی نو زه هم ډیرې خبرې لیکلای شم خو ځای ځکه نه نیسي چی دری کسان می هم نه پیژني او نه می هم څوک خبرو ته غوږ نیسی خو تاسو بیا زما په شان نه یاست پنځه کسان د هم پیژني او خلک د هم خبره اوري پدې خاطر ستاسو لپاره په کار دی چی لږ ځان وښوروي یو کار خو باید وکړې، ځکه چی کولای یی شې.

  49. د اغا صاحب مشورې واقعا دهېواد دنجات لپاره يواﺯنى معقول اوعملي پلان ګڼل کېداى شي. او تر څو چې افغانانو همدغه تګلاره نه وى خپله کړې،روان وضعىت کې به ىې هم څه بدلون را نه شى.

  50. داغا صاحب اخترىﺯ پىغام افغان ملت ته خورا ښه مشوره لرى ،باور دى چې څو پورې مختلف افغان قومونه او سىاسى تنظىمونه خپلو کې همغږى او همکارى ونه کړى ، موږ به له دې بلا هم خلاص نه. شو، ځکه چې له تىر شپاړس کلن جنګه معلومىږى چې موږ دجګړې له لارې ىر غلګر نه شو ايسارولى.

  51. دروند مشر او قدرمن آغا جان صاحب!
    سلامونه او نېکې هیلې درته ډالۍ کوم اختر مو بختور او ټول عبادات مو رب ته قبول شه.
    تاسې په خپل لیک کې په زړه پورې مطالب او مهمو نکتو ته په تفصیل سره وضاحت ورکړی او زه باور لرم چې یقینا خپل منځي اختلافات او بې اتفاقي د هیواد د ټولو بدمرغیو اصلي لامل وو او ده، له بده مرغه أفغانستان لا هغه مهال د تباهۍ کندې ته لوېدلی ده چې د روسانو پر وړاندې مقدس جهاد له اوو ۷ آدرسونو را شروع شو او شومه پایله یې هلته را څرګنده شوه چې کله روسانو ماتې وخوړه او د کابل ګوډاګۍ اداره هم ړنګه شوه او همدا اوو ضد او نقیض حکومتونه هیواد ته را داخل شول، او له بده مرغه ټول هیوادوال په همدې اوو ډلو داسې په افراطي توګه وېشل شوي وو چې هر یوو یې دا عظیم اسلام یواځې په خپل رهبر او تنظیم کې لیده او هغه نور یې یا مرتجعین یا مازې اسلامي او یا هم خپل دښمن بلل، چې په ډېره لنډه موده کې یې د اختلافاتو اثر پر یو لوي خوني ناورین بدل او د سپېڅلي جهاد ثمره پر سیند لاهو شوه.
    همدا لړۍ لا هم روانه ده او د سیاسي او پوځي اړخونو په شمول یې پر ټولو چارو خپل څادر غوړولی دی، هر لوری له افراط او تفریط څخه پوره برخه لري.
    نو یقینا هغه متل چې یابه یو کېږو یابه ورکېږو که یو نشو نو ورکېدل مو حتمي دي، د هیواد دښمنان په بېلا بېلو سنګرونو کې د تیارسی په حالت کې ناست او شپه او ورځ فعالیتونه کوي چې څرنګه مو له خاورو سره خاورې کړي.
    بله خبره چې زه یې هم ضروري بولم او هغه داچې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونال ټرمپ په نوې ستراتیجي کې هم د سولې څرک لیدل کېږي او د طالبانو له لمنځه وړل هم ندي مطرح شوي خو نښې نښانې داسې دي چې د جګړې لوری قوي ښکاري، خو که موږ له خپل افغاني لوري ورته وګورو پکار ده چې زموږ په ستراتیجي کې د جګړې پر ځای د سولې لوری قوي وي؛ ځکه چې که د پرمټ کټه په جګړه کې ده خو زموږ افغانانو ګټه په سوله کې ده، جګړه د پرمټ کور کلی او هیواد نه ورانوي خو زما کور کلی او هیواد ورانوي، په جګړه کې به امریکایي مرګ ژوبله کمه وي خو له هوا را توغول شوی بم به زما په هر کور کې لس لس افغانان تر خاورو لاندې کوي. نو که د ټرمپ په ستراتیجي کې د سولې لس سلنه امکان هم وي موږ افغانان دواړه لوري یې باید په ۹۹% سلنه واړوو او د سبا ښار ملکې بلقیس په شان له تعقل او حکمت څخه کار واخلو او نور خپل هیواد د بهرنیو د انډوخر میدان جوړ نه کړو.
    دلته د هر ماشوم، ښځې، سبینږيري او ځوان وژنه به تاريخ لیکي او د جګړې دواړه لوري مکلف دي چې خدای ج خپل ځان ته حضور کړي او د ولس پر وړاندې خپل دروند مسئولیت ادا کړي او د حقیقي سولې پر لار کې رغنده ګامونه پورته او د [ولا یخافون لومة لائم]په رڼا کې د هیچا پروا ونه لري، او پر دې الهي حکم عمل وکړي چې[ وان جنحوا للسلم فاجنح لها وتوکل علی الله انه هو السمیع العليم].
    په پای کې یو ځل بیا له تاسو څخه مننه کوم چې په خپلو حکیمانه نظریاتو سره د هیواد او هیوادولو په چوپړ کې یاست او افغاني قضیه له نیزدې څاري مننه ورور مو مفتي رحیم الله حنفي

  52. السلام عليكم ورحمة الله تعالی وبرکاته
    محترما مولوی آغا صیب !!! اختر دی ستاسو هم مبارک وی
    باقی چه پہ هیواد کی کوم بد حالات وجود لری ددی سخہ دهیواد بهر کول.دهر مسلمان او خاصکر هره افغان زمه داری جوڑیگی او اوس هم موقع شته دی هسی نه چہ ددی سخه هم بد حالات پیش شی او بیابه اوبه دورخه تیری وی او ارمان به کوو
    دنڑیوال سیاست ته پہ کتلوسره دهیواد پہ هکله ڈیر داندیخنی صورت حال دی

ځواب ورکول منصوري ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *