ژباړن: نصیر احمد روښان
د يو ژوند دستان …
کالونه وړاندې د شکرنې د ادا کولو په ورځ دیو تنکي ځوان د کورنۍ غړي له خوبه پاڅیدل ، هغوی ددې ورځې لپاره ،چې په ټوله کې د ژوندانه د شکر او قدردانۍ ورځ وه خوشالي وکړي په ویر او غم یې پیل کړه . دوی د هغه څه په اړه فکرونه کول چې په کور کې یې نه درلودل ، که د دوی د ژوند او حال شرایط یو څه ښه وی نو دوی به توانیدلی وی چې په دې خوشاله ورځ کې حد اقل یوه فقیرانه غذا برابره کړی ، دوی کولای شول چې د یوې سیمه ییزې خیریه ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کړی وی اویوه خوله ډوډۍ یې ترلاسه کړی وی ،ولې د یو شمېر نورو کورنیو په شان یې غرور دا اجازه نه ورکوله چې یو چا ته دسوال لاس وروغځوی .

په هر صورت، تصمیم یې ونیو ، په هغه څه ورځ تېره کړي چې ، په کور کې یې درلودل ،اما د ورځې سختو شرایطو بالاخره د مور اوپلار تر منځ تندو او قهرجنو الفاظو تبادلې ته لاره هواره کړه. د کورنۍ مشر زوی ددې ناامیده کونکی او بد حالت شاهد و او لیدل یې چې د نړۍ دوه نږدې کسان یو له بل سره په سپکه اخته دي.اما اصلی برخلیک په بل ډول لیکل شوی و، د دوی د مشاجرې په وخت کې د دروازې زنګ واوریدل شو ، ځوان دروازه پرانیستله او ویې لیدل چې یو د لوړ قد سړی چې زاړې جامې یې په تن دی ولاړ دی ، د سړي په شونډو غریبه خندا خوره ده او په لاس کې یې یو ه لویه ټوکرۍ ورسره ده ، چې تر خولې پورې له څیزونو ډکه ده ، په ټوکرۍ کې یو دانه فیل مرغ ، یو دانه کیک ،مڼې ،خواږه او نور خوراکی شیان چې د شکرانې جشن د لمانځلو لپاره معمول دي ، په دې ټوکرۍ کې موجود ول ، ځوان سړي ته ښه راغلاست ووایه او سړی هم د سر په ښورولو سره د ده درناوی وکړ او وویې ویل :چې دا ډالۍ د هغه چا له خوا تاسو ته راستول شوي چې پوهیږي تاسو ورته اړ یاست ، له هغه وروسته سړي وویل تاسو پوهیږئ چې پر هغه ګران یاست او د ستاسو په اړه تشویش ورسره و ، خو کله چې د کورنۍ پلار د ډالۍ اخیستل رد کړل او راوړونکي وویل ((غوږ شه زه یوازې دا دنده لرم چې ډالۍ خپلو کسانو ته ورسوم ، زما مسوولیت دا و چې تاسو ته ډالۍ در وسپارم » سړي په خندا ډالۍ د ځوان مخې ته کیښوده او د تلو په وخت کې یې په لوړ اواز وویل :((تاسو ته د شکرانې ښکلی جشن غواړم)).
په دې شيبه کې د ځوان فکر د ژوند او نورو انسانانو په اړه بل رنګ واخیست . دې ساده او دوستانه کار ځوان ته دا ورزده کړل چې داسې انسانان شته دی چې هر وخت د نورو انسانانو د ژوند او برخلیک په اړه بې تفاوته نه پاتې کیږي ، ځوان چې ددې کار له امله سخت د تاثیرلاندې راغلی و ،د مننې یو ژوور احساس او سوګند یې وکړ ل، چې یوه ورځ به د نورو انسانانوسره په ورته شکل مرسته کوي ،کله چې ځوان اتلس کلنۍ ته ورسید ، هڅه یې کوله چې خپلې ژمنې ته وفادار پاتې شي .یو ورځ یې د( شکرانې ورځې) د لمانځلو د مراسمو لپاره د خپلو کمو عوایدو څخه یو څه مقدار پیسې رابهر کړې ، د هغه دوو کورنیو لپاره یې پرې یو څه د خوراک مواد واخیستل چې ډېره اړتیا یې ورته درلوده. ځوان مواد خپل موټر ته واچول، ددې لپاره چې یو دریور ښکاره شی ،نو خیران او ((زوړ ټې شرټ )) یې په تن کړل او د هغه کورنیو په لوری ورغی. لومړني کورته چې ورسید؛ یوې مهاجرې (مکزیکۍ) میرمنې دراوزه لیري کړه او په بې باوره ډول یې نوموړي ته وکتل . مېرمن شپږ اولادونه درلودل ، د کور خاوند یوازې څو ورځې مخکې خپله کورنۍ په غم او ویر کې تنها پرایښي وه او دی وتلی و . دوی په کور کې د خوراک لپاره هېڅ هم نه درلودل. ځوان میرمنې ته وویل : ((مېرمنې ! ستاسو لپاره یوه بسته لرم )) خپل موټر ته ورغی او د خوراک کارتنونه یې ورڅخه راښکته کړل. پدې کارتنونو کې شکرانې، د ورځې یو فیل مرغ، کیک، مڼې، خواږه او نور څیزونه شته ول .له ډېر تعجب څخه د مېرمنې خوله پرانیستې پاتې وه، ماشومانود کارتنونو په لیدو حیران پاتې شول ، میرمن چې په ماته ګوډه انګلیسې ژبه پوهیده ، ځوان یې په غیږ کې ونیو او په تندي یې ښکل کړ او ویې ویل« ته یوه اسماني پیزوینه یې ! ته یوه اسماني پیزوینه یې!»
ځوان وویل «نه ،نه ! زه یوازې راوړونکی یم او دنده مې د ډالیو د وېشلو مسوولیت دی .دا ډالۍ ستاسو د یو دوست لخوا ده » او یو خط یې ښځې ته ورکړ چې محتوایې په دې ډول ده ؛
((دا لیک ستاسو د یو دوست دی، د شکرانې جشن مو په ښکلی شکل ولمانځی. ستاسو کورنۍ ددې ډالۍ وړ ده . تاسو پوه شی چې یو څوک ستاسو د کورنۍ سره مینه لري، هر کله چې ستاسو اقتصادي حالت ښه شو نو بیا تاسو هم د ا کار د نور لپاره ترسره کړ ئ .))
ځوان د خوراکي موادو ډکې کڅوړې د کور داخل ته یوړې . د کورنۍ غړي د خوښۍ ، حیرانتیا او ډېرې مینې څخه هک ،پک ولاړ ول ، ځوان چې کله په حرکت پیل کړ ، د کورنۍ غړو ته یې کتل نو په ژاړه یې پیل کړه . هغه د یادې کورنی سره د خپلې مینې احساس او د ډالۍ له سپارلو ورسته د خوښۍ احساس په ژاړه کړ . موټر له ایینې یې د کورنۍ د غړو څیرو ته کتل چې تبسم یې کاوه . ځوان فکر وکړ چې هغه حالت ته اوس رسیدلی دی چې له کالونو راهیسې ورته انتظار و او هغه « وحشتناکه ورځ » په حقیقت کې دده په ژوند کې یوه الهي پیرزوینه وه . تر څو چې د ژوند په لاره کې یې په سمه توګه هدایت کړي . د هغه ژوند په لوري چې سراسر وقف کول .اهدا کول او نورو سره مرسته کول وي ، د ځوان لپاره دا د کار پیل و ترڅو د خلکو په منځ کې نورو ته د ډالۍ ورکول او یا بخشش کول تبلیغ کړي . هغه کار چې تر نن ورځې پورې دوام لري، ځوان له هغه ډالۍ دا زده کړل چې یو ورځ د دوی کور ته ور وړل شوی و په همدې شکل نورو ته هم بښل کیدای شی او خلکو ته دا ور په یادوی چې هر وخت داسې لارې چارې شته دي چې له نورو سره پرې مرسته وشي او د هغوي د ژوند او حالت په ښه والی کې ممد واقع شي.هغوی ته ووایی چې تاسو د مینې او دوستۍ وړ یاست . او دا ځواک لرئ چې په څو ساده ګامونو ، یو څه پوهې او یو څه د انرژۍ په مصرف سره کولای شئ له ټولو ستونزو او سختیو څخه ارزښمن درس واخلئ او د هغوی څخه د خپل ابدي سعادت د ودې په لاره کې استفاده وکړئ.
زه ولې د هغه ځوان او د هغه د کورنۍ د ژوند او جزیاتو څخه خبر یم ، په دې چې هغه ځوان زه یم او د هغه د ژوند د داستان زه داستان دی .
نور بیا
ښاغلی روښان
ستا د لیکنه څخه داسی معلومیژی چه د(روبنز)کتاب یا خوتاسو ژباړلی او یا به یی ژباړی په هر صورت ستاسو لیکنه او زحمت دستایلو وړ دی ځکه دا بیا هم دی پښتو ژبی دی ودی لپاره او هم د پښتنو وروڼو دزهن د روښانه کولو دپاره ګټور ګرځیدای شی
خو زما هیله ستا څخه داده که چیری مو لیکنه د (روبنز) دایرانی ژباړل شوو چه معمولا ټول د (مسعود لعلی) کتابونه دی په مرسته لیکل شووی نو بیا به دی شایدپه لیکنه کی ځینی نیمګړتیاوی موجودی وی دا په دی وجه چه څومره کتابونه چه ما دی (مسعود لعلی) لوستی نو داصلی انګلسی متن سره په ژباړه کی دیر توپیر لیدل کیژی ددی وجه نه ما غوښتل چه ستا پام د ټکی ته واړوم چه دابه بهتره وی که تاسو خپله لیګنه موداصلی انګلیسی ژبی له متن څخه واخلی شاید چه ډیر ګټور تمام شی
په ډیر درنښت
بهار
روښان صیب مننه
هیله ده لیکدود او لیکنښو ته مو خپله پاملرنه زیاته کړئ
د لیکنې لمړی پراګراف د بیلګې په توګه دلته شیندم او نیمګړتیاوې ېې تاسو ته په نښه کوم
کالونه وړاندې د شکرنې د ادا کولو په ورځ دیو تنکي ځوان د کورنۍ غړي له خوبه پاڅیدل ، هغوی ددې ورځې لپاره ،چې په ټوله کې د ژوندانه د شکر او قدردانۍ ورځ وه خوشالي وکړي په ویر او غم یې پیل کړه .
ښی خوا ستاسو لیک = کیڼه خوا تصحیح
شکرنې د= شکرانې د ….
دیو = د یو
پاڅیدل ،= پاڅیدل، (د کلمې او کامه ترمنځ فاصله نشته)
ددې لپاره ،چې = ددې لپاره چې، (معمولا له چې وروسته او بې له فاصلې کامه کارول کیږي(
په ټوله کې، کچیرې یو لوستونکی ستاسو د دغه ژباړې همدا لمړی پرګراف ولولي هیڅ به پرې پوه نشي (البته په پټو سترګو او د بیسوادانو په توګه هر څوک مفهوم تري اخیستی شي، خو دا باید زموږ هدف نه وي). پدې پرګراف کې چې تاسو ټول د یوې جملې په بڼه لیکلی دی، داسې ډیر ځایونه شته چې د ویوکو (کلمو) ترمنځ تړاو او ارتباطات یا خو نشته او یا نیمګړي حتی ناقص دي.
دا مې پدې نیت ولیکل چې زموږ لیکوالان او خبریالان دغو ټکو ته لږ څه کلکه پاملرنه وکړي — الله مو اباد او سر لوړي لره
پښتانه غښتلی ذهن زکاوت او لوی لوی فکرونه لري خو د څرکندولو یا بیان وړتیا ېې نلري.