ژباړن: نصیر احمد روښان

د دې کتاب له لیکلو څخه زما انګیزه دا ده تر څو تاسو ته ووایم  هر وخت یو څوک شته دی چې ستاسو په اړه تشویش لري، تاسو باید پوه شئ چې ستاسو اوسنۍ موقعیت که هر څومره دردونکي او نه هیلي کونکی وي.بیا هم کیدای چې هغه  په ښه لوري سوق کړئ . تاسو ددې توان  او وړتیالرئ هغه تفکر او فکر چې یو وخت مو په سر کې ګرځیده تحقق ورکړئ ، څه ډول ؟ د هغه نیرو څخه په استفادې چې په تاسو کې شته دی ، د هغه قوت څخه چې تاسو سره موجود دی ، تاسو دا اوس هم کولای شی چې له هغه څخه استفاده ترسره کړئ ،دانیرو او قوت کولای شی چې ستاسو ژوند ګام ،په ګام او ثانیه په ثاینه تغییر کړي ، یوازې یو کار چې باید ترسره یې کړئ دا دی چې دا قوت او نیرو ازاده کړئ.

زه له لس کالونو ډېرې په ډېرېه سره سینه چې تقربیاً ټول امید او هیلې مې له لاسه ورکړې وې له ژوند سره وجنګیدم ،د استوګنې مجر د ځای مې د کالیفورنیا په وایس سیمه کې   یو اوه دیرش مترې اپارتمان و چې ډېر بد حال مې درلود،یوازې وم  پنځه دېرش پونډه مې اضافی وزن درلود. نه پوهیدم چې راتلونکی برخلیک به مې څه ډول وي؟ ځان مې یو ابدي بایلونکی احساسوه ، په دې عقیده وم چې برخلیک مې سم ندی ،  اقتصادي او روحي اوضاع مې ډېره خرابه وه ، کوم امید بښونکی حالت نه و راپاتې ،ځان مې یو ماتې خوړونکی کس احساسوه.

اما اوس ویلی شم چې دا ټول بد او نامطلوب شرایط  مې د یو کال څخه په لږه موده کې بدل کړل  ، له یوې میاشتې څخه په لږه موده کې مې دیرش پونډه وزن له لاسه ورکړ او دا متعادل وزن مې تر نن ورځې پورې ساتلی دی، ولې چې ما یوازې غذایی رژیم ته تغییر  ورنه کړ ،بلکې له ټولو هغو باورونو او عقایدو مې استفاده ترسره کړه چې درلودل مې ، دومره ورزش مې وکړ چې بدن مې  ځان ته یو ښکلی او ډېر عالی شکل ونیو . په ځان کې مې دا باور پیدا کړ چې باید د ژوند ستونزې او مشکلات تحمل کړم .د ناخوالو سره مبارزه وکړم  او هغه  اهدافو ته ځان ورسوم چې په سر کې مې ګرځيدل . زما د بریالیتوب راز په دې کې و چې تل مې د  نورو د اړتیاو او تر ممکنې کچې د هغوې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره فکر کاوه . او هر وخت مې له ځانه پوښتل ((څنګه کولای شم چې د نورو په ژوندکې یوبا ارزښته شی اضافی کړم؟))

ژباړن ښاغلی روښان
ژباړن ښاغلی روښان

له دې فکری روند څخه په استفادې وتوانیدم چې د رهبرۍ  او مدیریت د استاندرونو لپاره  لازم  کیفیت  متحول کړم . په ډېره  اسانی مې  یاد کړل ، یوازې  هغه وخت له نورو سره مرسته کولای شو چې لومړی خپل ځان عوض کړ. زما د ژوند راز هم له همدې ځایه دی ، له ځان  سره مې وویل 🙁 لومړی باید خپل ځان اصلاح کړم او بیا د نورو لپاره کار وکړم ). ما همداسې وکړل. ،کله چې یو بل انسان رانه جوړ شو نو د هغه   انجلۍ سره مې واده وکړ چې  ما یې  ارمان  درلود . وروسته د زوی  څښتن شوم، په لومړیو کې مې فقیرانه ژوند درلود، زما ټول عواید یوازې زما د مصارفو لپاره کافی ول ، خو له یو کال  څخه په لږه موده کې مې د عوایدو مبلغ یو میلیون ته  له دې امله ورسید چې له اضافي مصارفو او په ژوند کې مې له یو ځانګړي روش څخه کار واخیست . له پخواني خراب او ناهیلي کونکي کور څخه اوسني کور ته چې یو نهه سوه دیرش متري قصر دی را کډه شوم .

ددې  ټولو سره، سره له خپلو هڅو او کوښښونو را په شا نه شوم  ،   ما له ځان سره مرسته وکړه او له دې اثبات وروسته په دې فکر کې شوم چې له موجودو بهترینو روشونو څخه په استفادې کولای شم چې له نورو سره هم مرسته ترسره کړم . د هغه نمونو او انسانانو په لټه کې شوم چې په ښه طریقه کولای شي ،نور انسانان یو ښه لوري ته سوق او رهبري کړي ، دوی ټول په خپلو رشتو کې استادان ول او د نړۍ په ډېرو تکړه او لایقو استادانو کې راتلل ،دا استادان ددې په ځای چې یو یا دوه او یا څو کاله د افرادو په درمان  کې تېر کړي ، د یوې یا دوو جلسو په ترڅ کې به یې افرادوته  دا هنر ورښوده چې په ټولو ستونزو بر لاسي شي، ما هم له دوی څخه د خپل توان په اندازه ډېرڅه زده کړل او ټول زده کړي مسایل مې عملاً په کار اچول ، په دې جریان کې مې په یو شمېر شخصي روشونو او لارو چارو هم لاس پورې کړ .

دا روشونه تر ډېره بریالي ول او ډېره ښه پایله یې درلوده ،  په دې ډول چې له دې روشونو څخه د استفادې له لارې له یو میلیون څخه د  زیاتو انسانانو چې له څلورویشتو مختلفو ملتونو سره یې تړاو درلود  مخامخ شوم او دوی ته مې دا روشونه ورکړل څو له دې لارې خپل ژوند  په اساسي ډول بدل کړي. ددې لوی چانس له لارې چې خپل کار له نورو سره  شریک کړم  په ټولنه کې د مختلفو اقشارواو افرادو سره مخامخ شوم ، لیده کته مې ترسره کړل ،چې په کاري لحاظ زما لپاره یو بې بېلګې فرصت   شمېرل کیدای شي ،دا مجال  مې تر لاسه کړ چې د کار خانې له  کارګر نیولی بیا د سلطتني کورنۍ تر غړو، د دولتونو له  رئیسانو، د اتحادیو له مشرانو، د سینما له ستوریو نیولی  د ورزش  د برخې تر ستورو ، له مېندو ، ماشومانو، مجردانو او نورو سره  مې له نږدې ملاقاتونه ترسره شول، زما کتابونه ، سی ډۍ ګانې ، تلویزیوني خپرونې او نور په وسیع شکل تر لس ګونو میلیونونو انسانانو پورې ورسیدل ، له دې ټولو   څخه هدف یوازې یو و او هغه دا چې له انسانانو سره دا کار وکړم  څو د خپل ژوند مهار په خپل لاس کې واخلي او د خپل ژوند کیفیت لوړ کړي .

د دې مطالبو له ویلو څخه زما هدف دا نه دی چې په تاسو  یو فکر تحمل کړم  ، بلکې هدف دا دی چې تاسو دې باور ته ورسوم او تاسو ته دا  ښکاره کړم چې هر شی دا قابلیت لري څو په  حیرانوونکي چټکتیا سره بدلون وکړي .له دې وړاندې موزده کړي  چې زموږ  افکار ، احساسات  او تګلارې  په  څه شکل اساس نیسي . په هغوکې هر ډول تغییرات  زموږ څخه یوازې سرسختانه  ، هوش مندانه او په رښتیني قدرت او ایمان سره کار غواړي تر څو په رښتيني مانا په هغو کې د بدلون لپاره راووځو . د یو مربع په توګه خپلې تجربې د دې کتاب له لارې له تاسو سره شریکوم ، تر څو په هدف مند او اګاهانه شکل خپل ژوند ته   تغییر   ورکړی.

یوازې مثبت  فکر  کافي ندی،مو ږ ټول په سرونو کې ارمانونه لرو ، داسې نده؟ موږ ټول غواړو باور وکړو چې یو ځانګړی څوک یاستو، او دا توان لرو چې  په ژوند کې یو خارق العاده کار ترسره کړو ،  په ځانګړي ډول په کورنۍ، دوستانو  او نور حاص تاثیر ولرو. زموږ ټولو په ژوند کې یو  یا څو ارمانونه موجود وي او ځینې وختونه هغې ته درسیدولولپاره  په طرحو او فکرونو هم کار کوو.

تېره برخه

One thought on “د نېکمرغۍ او بریالیتوب راز/ انتوني رابینز”
  1. قدرمن روښان صیب او د تاند کار کونکو

    موږ ددغه بریالي کتاب د پښتو ژباړې د کره کتنې او سمون لپاره کولی شو ستاسو سره مرسته وکړو.

    د خوښې په صورت کې خپل ژباړه (بشپړه یا ټوک ټوک) زموږ بریښنا لیک ته را و استوئ انشا الله چې په ډیره نرمه، ادبي او خوږه پښتو به ېې بیرته درته وسپاروو.

    په درناوي

ځواب ورکول پښتو انجینري ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *