د کتاب نوم : د نیکمرغۍ او بریالیتوب راز

ژباړن ښاغلی روښان
ژباړن ښاغلی روښان

د لیکوال نوم : نتوني رابینز

ژباړه : نصیر احمد روښان

—————————————————————————————————-

د نامتو ارواپوه انتوني رابینز دا اثر (د نېکمرغۍ او بریالیتوب راز) نصیر احمد روښان ژباړلی او تازه چاپ شوی هم دی. له ښاغلي روښان څخه مننه چې خپله ژباړه یې پر تاسو تاندوالو پیرزو کړې. دا کتاب به په تاند کې برخې – برخې پرله پسې خپرېږي. تاند

—————————————————————————————————–

د دې کتاب په اړه

))د نیکمرغۍ او بریالیتوب راز ((کتاب چې  د یو شمېر راټول شویو فکرونو ، لیدلورو اوراپورونو په اساس لیکل شوی دی، د(( انتوني  رابینز)) له هغو کتابونو څخه دی چې تر ټولو ډېر خرڅ شوی دی او تر ټولو ډېر مینه وال لري ،د ده  دوه نور کتابونه  چې (د قدرت معیار )او( بې پایه انرژې ) نومیږي  ،په ۱۹۹۱ کال کې د لومړي ځل لپاره د رابینز خیریه موسسې لخوا چاپ شول؛ په دې   کتاب کې راوړل شوی دي . ددې کتاب د چاپ او نشر اصلي انګیزه د هغه کسانو سره مرسته او همکاري ده چې د ژوندانه په سختوشرایطو کې راګیر دي  او هڅه کوي چې ټول غمونه، ستونزې ،روحي او فزیکي فشارونه په یوازې سر تحمل کړي. په دې کتاب کې د یادو شوو کتابونو څخه یو شمېر معلومات په مختصره توګه  په ساده ،روان او  لنډ شکل راوړل شوي دي، په داسې ډول چې لوستونکی له مطالعې وروسته  د کتاب د مطالبو په اړه  فکر  کوي او کولای شي چې په مرسته یې په خپل ژوند کې د پام وړ بدلون  راولي.  په دې کوچني کتاب کې د ځینو هغه کسانو بېلګې راوړل شوې دي چې  په سختو شرایطو کې یې ژوند کړی اوله سختو لارو یې په ستونزو بری موندلی دی .  زه له هر ځوان هیله لرم چې دا کتاب ولولي او په هغه تمرینونو عمل وکړي چې پکې راوړل شوي دي.

Robinzeد لیکوال په آړه :

انتوني رابینز شا وخوا شل کاله خپل ژوند ددې لپاره بېل کړی دی چې موږ ته روښانه کړی تر څو وکولای شو، خپل پټ استعدادونه، ځواکونه او وړتیاوې کشف او تکامل ورکړو، رابینز په امریکا کې د بریالي مدیریت او تمرین په برخه کې یو مخکښ متخصص پیژندل شوی دی،او د علمي روشونو په مرسته افراد تشویق کوي تر څو خارق العاده چارې ترسره کړي . دی د انتوني رابینز موًسسې موسس او سرپرست دی، دا موسسه د هغه کسانو سره مرسته کوي چې په ژوند کې د ستونزو او مشکلاتو سره د مبارزې په حال کې دي او هڅه کوي چې په ستونزو بری ترلاسه کړي.

express ,Donnell-د بریالیتوب او موفقیت لپاره د رابینز له خدمتونو څخه د امریکا په مشهور و شرکتونو لکه  AT&TAmericanAmerica Cup team او American Douglas

په او نور کې کار اخیستل شوی دی ، هغه د  امریکا,اردو کې  په شمېر مسلکي ورزشي ټیمونو کې  د مشاور په توګه خدمات ترسره کړي دي ، نوموړي چې د کومو ورزشکارانو سره د استعدادونو په سپاړلو  کې کار ترسره کړی دی د المپیک په نړیوالو سیالیو کې یې د سرو زور مډالونه تر لاسه کړي دي. را بینز د یو شمېر  با نفوذه شخصیتونو مربع او دایمي مشاور دی .د شفیلد [1]   پروژې د نویو کولو  لپاره چې د انګلستان څلورم ستر ښار دی (ارشد مشاور) پاتې شوی دی ،رابینز دا هیله لري چې په نړۍ کې د انسانانو تر منځ دوستانه اړیکې  پیاوړي شی ،تر څو له دې لارې  هغه یو شمېر افراد چې په ژوندکې له ستونزو او ناخوالو سره مخ دي وکولای شي د خلاصون یوه سمه لاره پیدا کړي .

هغه د کالونو راهیسې  یوه خیریه موسسه لري او له دې لارې د اړو کسانو سره مرسته کوي .



[1]Sheffield

4 thoughts on “د نېکمرغۍ او بریالیتوب راز/ انتوني رابینز”
  1. د روښان صاحب نه د زړه له کومی ډیره مننه کوم چی ددغه مطلب یی ژباړلی یی ده . هیله ده دی کتاب د پلورلوځا ی آدرس او یاکه د ویب پاڼی ادرس درته معلوم وي راسره شریک یی کړه ، ستا دلطف او مهیربانی نه یو نړۍ مننه.

  2. د کړاوونو څخه د خلاصون لاره

    دا کتاب چې اوسمهال ستاسو مخې ته ایښودل شوی، یوښه کتاب دی، ښه والی یې پدې کې دی؛ چې زمونږ ټولنه بې شمېره کړاوونو، ستونزو او مشکلاتو په سر اخېستې، جګړې، اقتصادی او ټولنیزې ستونزې هغه څه دې چې زمونږ لوستی او نالسوتی دواړه ډلې خلک ورسره مخ دی، زمونږ یوه دوست خبره کوله چې زمونږ لیکولان او محقیقین که د نورو لېکنو ترڅنګ دخپلو خلکو د عاداتونو، کلتورونو غمونو او دوی ته د ورپېښو ستونزو په اړه یوڅه ولیکې او دا بیا په نورو ژبو وژباړل شي دا به زمونږ ټولنه له یوې سترې بدمرغی راوګرځوی، نړیواله ټولنه چې زمونږ د خلکو سره په ستونزه اخته ده ؛ لامل یې دادی چې دوی زمونږ د خویونو، عادتونو او نورو چارو په اړه بشپړ معلومات نه لري . که چیرې دا خلک پدې پوه شي: چې مونږ د څه شي سره حساسیت لرو؟
    په څه شي غصه راځی؟
    اوڅه شی مو خوشاله کولای شي نو دا ستونزې چې اوس مونږ ورسره مخ یو پدې ستونزو کې به یو څو فیصده کمښت راغلی وی. ))
    د نصیر روښان کتاب هم دې ستوزو ته ځانګړی شویدی ، زمونږ ټولنه چې له یوې خوایی طبابت په نشت شمار دی له بلی خوا د خلکو شعور دې کچې ته نه دی رسیدلی چې د ناروغیو متخصص ډاکټر پیدا او علاج پرې وکړی، دا ډول کتابو نه کولای شی زمونږ د روانی ناروغیو د ناروغانو کورنی ډاکټر شي،غصه، ناهیلیتوب بې ځایه سرګردانی او دېته ورته نورې ستونزې د روانی ناروغیو نښې دی او دا هرڅه زمونږ په خلکو کې له ورایه معلومیږي، د روانی ناروغیو په برخه کې د پښتو ژبې ګڼو لیکوالو ډېر څه ژباړلې او پدې برخه کې دیته ورته نورو ډېرو اثارو ته اړتیا ده. ماته د نورو کارونو ترڅنګ چې مونږ ورته اړتیا لرو، د دا ډول کتابونو چاپ او ژباړه د کړاوونو څخه د خلاصون یوه لاره معلومیږي؛ تر څو مونږ خلک ددې محرومیتونو څخه تر یوه حده راوګرځوو،، ددې کتاب د ژباړې په برخه کې یو لړ ستونزې شته خو دا چې دا ددې لیکوال لومړنی ژباړه ده د وخت په تیریدو او د تجربې په پخیدو به یې دا مشکل حل شي مهمه خبره د احساس ده چې ده دا احساس کړی چې خپلو خلکو ته څه ډول اثر وژباړی .
    په پای کې د تاند د ویبپاڼې څخه هم غرونه غرونه مننه کوم چې دوی ددې او دېته ورته نورو اثارو په خپراوې کې د لیکوالو غوښتنې منلې او دا کتابونه یې تر مونږ را رسولې

    فیض الله غمخور خوست، افغانستان

ځواب ورکول امين الله سبا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *