هبت الله

تاند- په پاکستان کې د طالبانو د کوټې د شورا له لوري د ملا هبت اله اخوندزاده د مشرۍ له اعلانه څو ساعته وروسته د طالبانو یوې ډلې اعلان وکړ چې د هبت الله مشري نه مني.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو په منځ کې د منصور اصلي مخالفې ډلې، چې مشري یې ملا محمد رسول اخوند کوي، د هبت الله مخالفت لا نه دی کړی خو رسول ته وفادارو ویلي چې د هبت الله مشري به ونه مني.

دوی ویلي چې په پاکستان کې هبت الله د طالبانو د شورا له لوري په ازاد ډول نه دی غوره شوی.

د هبت الله دا مخالفان د افغانستان په هرات ولایت کې نسبتاً زیات فعال دي او د منصور له پلویانو سره یې خونړۍ نښتې کړي دي.

د رسول مرستیال ملا عبدالمنان نیازي وویل چې دوی به د هبت الله مشري په هماغو علتونو ونه مني چې د منصور مشري یې نه وه منلې.

ده وویل:«هبت الله د پاکستان مېشتو او د پاکستان تر اغېز لاندې طالبانو د وړې ډلې له لوري ټاکل شوی دی. دوی په افغانستان کې نفوذ نه لري.»

ملا عبدالمنان نیازي همداراز وویل:«له ملا اختر محمد منصور او ملا هبت الله سره زموږ ستونزه یو شی ده. موږ د اختر منصور دښمنان نه وو، له هغې طریقې سره مخالف وو چې نوموړی پرې وټاکل شو، او دا ده بیا دوی سره کښېناستل او یو بل یې وټاکه…. موږ به یې د نوي مشر په توګه ونه منو مګر دا چې ټول دیني عالمان او قومي مشران سره کښېني او نوی مشر وټاکي.»

ویل کېږي چې هبت الله یو دیني عالم دی، زیات پېژندل شوی نه دی او کم کفایته دی. هغوی چې دی یې مخکې کړی دی غواړي چې اصلي واک د سراج الدین حقاني په لاس کې وي خو د دې لپاره چې حقاني په دې بدنام دی چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو لپاره کار کوي، نوموړی یې مرستیال ټاکلی دی خو باور کېږي چې اصلي واک به په لاس کې لري.

طالبانو ته د افغانستان د حکومت پیغام

د طالبانو له لوري د نوي مشر له ټاکل کېدو وروسته د افغانستان حکومت دې ډلې ته اعلان وکړ چې یا جګړه پای ته ورسوي او یا د جګړې سختو پایلو ته تیار واوسي.

د افغانستان د حکومت دا پیغام د ولسمشر غني مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي په ټویټر کې خپور کړی دی.

هاشمي ویلي، نوي شرایط د طالبانو بېلابېلو ډلو ته د جګړې د بندولو او سوله ییز ژوند د پیلولو لپاره موقع برابره کړې او که دوی له دې موقع ګټه وانخیسته حال به یې هغسي وي چې د دوی د مشر(اختر منصور) شو.

2 thoughts on “د هبت الله له ټاکل کېدو څو ساعته وروسته مخالفتونه پیل شول”
  1. دا مشر به هم په هماغه ګم نامه لار ځی لکه منصور یی چی واستوی د پر دیو ډوډی خوړل هر انسان ته زهر کیږی ملا هبت الله آخونزاده یو سمبول او بی جرعته کس دی ټول واک د آی ایس ای د بچی خقانی په واک دی په دی استخباراتی چلونو اوس د هر افغان سر خلاصیږی ملا یعقوب یی هم صرف د بعضو مخالفو طالبانو په خاطر وټاکی او د منصور د مرګ قصه هم داسی نده لکه دوی یی چی په میډیا ګانو کښی وایی منصور ډیر مخکی مړ شوی وو دا صرف دوه کسه بلوچ قاچاقبر وو چی او د پاکستان د حکومت مخالف خلک وو او پآکستان د فرصته څخه په استفادی دا خلک په امریکا مړه کړل او نوم یی د منصور ورکړ. طالبان خو ډیر ساده خلک دی او نه غواړی ځان د پنجابی د قلبی خلاص کړی.

  2. ا
    میر المومنین باید د ولس لخوا وټاکل شي او که د آی ایس آی لخوا ؟

ځواب ورکول khattak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *