تاند: عتیق الله مطمئن:-  وروسته له هغې چې تیره ورځ پر ژوندون تلويزيون د قومندان احمد شاه مسعود پلويانو بريد وکړ، په کور دننه او بهر له خورا سخت غبرګون او غندنو سره مخ شو.

د هرات والي سید فضل الله وحیدي پر ژوندون راډیو ټلویزیون برید دهغه کسانو لخوا وباله چې په خبره یې نه غواړي په هیواد کې امن او سوله رامنځته شي او غواړي چې د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن ووهي.

هغه زیاته کړه: ((  دوی په خپل دې کار هیڅکله نشي بریالی کیداي.))

دغه راز د بادغیس والي احمدالله علیزي وویل چې ژوندون تلويزیون د افغانانو هغه رسنۍ ده چی د ملت درد پرې دوا شوی.

هغه زیاتوي: (( د بادغیس ولسونه دې ته چمتو دي چې د هر هغه غدار لاسونه ورغوڅ کړي کوم چې غواړي د افغانانو تر ټولو لومړنی با ارزښته رسنۍ ته زیان واړوی.))

د علیزي په خبره چې دوی د ژوندون تلویزیون ملاتړ کوي او هیچاته به د دې اجازه ورنه کړي چې په خپلو ناولو لاسونو د ژوندون دروازې  په ډبرو ووهي.

همداراز د فراه والي محمد عمر شیرزاد او د نیمروز والي محمد سرور ثبات هم پر ژوندون تلویزیون برید غندلی دی.

همداراز په هرات کې لسګونو قومي مشرانو ، د مدنې ټولنو استازو، ازادو خبریالانو، علماو، د پښتنو قومي شوراګانو او په لسګونو هراتي ښاریانو له ژوندون څخه ملاتړ اعلان کړی او یاد برید یې پرافغان ولس برید وباله.

دغو خلکو د دې کار د مخنیوي غوښتنه وکړه، او ګواښ یې وکړ که،  دولت پر ژوندون تلویزیون برید کونکي نشي مهار كولي نو افغانان د خپل وینو په قيمت د ژوندون ملاتړ او ساتنه كوي.

د ژوندون تلویزیون مسوول او موسس پوهنوال محمد اسمعیل یون په کابل ښار کې د دې تلویزیون پر دفتر برید د یو شمېر داسې کسانو کار بولي چې د ده په وینا غواړي دا تلویزیون د تاریخي حقایقو له خپرولو لاس واخلي.

ښاغلي یون وویل، چې د ژوندون تلویزیون پر دفتر بريد وروسته له هغې وشوه چې، شمېر موټر سایکل سپرو کسانو ته اجازه ورنه کړل شوه، تر څو د دې تلویزیون پر ودانۍ د غازي امان الله خان عکس راکوز او د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود عکس پرې نصب کړي.

نوموړي زیاته کړه، له هغې وروسته یوې بلې وسله والې ډلې پر ژوندون برید وکړه: (( یو شمېر خلکو د ژوندون تلویزیون پر لویه دروازه باندې چې د غازي امان الله خان عکسونه بند وو، هغه یې وشکول، د دروازې ساتونکو ورته ویلي وو چې, دا عکسونه دې نشه کوي، دوی سره لاس او ګرېوان شول، دا ډله لاړه او بله ډله راغله، هغو د ټلویزیون پر ساتونکو د تیږو وارونه وکړل، موږ پولیسو ته احوال ورکړ، هغوی له پولیسو سره هم ونښتل او ډزې یې هم وکړې.))

ښاغلي یون وویل چې، په برید کې چا ته د سر زیان نه دی اوښتی.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

10 thoughts on “د هرات، بادغیس، فراه او نیمروز والیانو پر ژوندون تلویزيون برید وغانده”
  1. دا ډیره ښه خبره ده چې په دې برید کې چا ته ځاني زیان ندې اووښتی، دا یو ډیره مرداره او ګنده طیفه ده. خدای دې ژرترژره ده پنجشیریان مرده ګاوان ورکړي له دې وطنه ټول نظام یې په غولو لړلی دې.
    او ژوندون تلویزون ته د دې میړانې مبارکي وایم او الله دې ورته نور هم توفیق ورکړي چې د دغه جنایتکارانو له جنایتونو نه پردې لرې کړي

  2. غونډله: تبصره چي کوي نو لږ منطق په نظر کښي ونیسه او هر وخت د خیر دعا د افغانستان ټولو اتباوو ته وکړه. نه یوازي یو قام ته. خدای دي ټول اصلاح کړي. وسلام

    1. موږدیون صاحب سره ولاړیو دا بی کفایته کار دپنجشیری زورواکانو لخوانه شوی دی پښتانه باید ددی عمل په مقابل کی دی بدنامه څیروته غاښ ماتوونکی ځواب ووایی اوباید چوپه خوله پاته نه شی

      دقندهارپوهنتون دانجینری له پوهنځی څخه

  3. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    له بده مرغه په افغانانو کې تر ننه پورې د هندي فلمونو د کوڅه ډبو کانې او پېرې روانې دي، چې څوک خپل بيرغونه ځړوي، څوک هم د خپلې خوښې انځورونه په کوڅ، او يا ديوالونو سرېښوي او يو شمېر بيا لکه بدماشان او ډاکوګانو غوندې راشي او کلی په لمبو کړي خو دولت موجود نه وي، نو نه د شخص، نه د انستيټوت او نه هم د يوې موسسې موقف او امنيت ته ارزښت کېږي، مګر برعکس ترور، وحشت او دهشت ته زمينه برابرېږي او په خلکو کې وېره خپروي.
    د ژوندون تلويزيون ټولو کارکوونکو او ښاغلي يون صيب ته صبر او سلامتي تمه کوم، مګر په دې برخه کې له افغاني دولتي سيستمه او نړيوالو رسنيزو مدافعينو غوښتل کېږي، چې د ژوندون تلويزيون د موجوديت او د کارکونکو د امنيت په اړه جوت ګامونه واخلي او په افغانستان کې د رسنيو په اړه د ترور دريځ ته د پای ټکی کېږدي. ځکه رسنۍ د ټولنې سترګې دي، خو ځیني زورواکان غواړي د افغان ولس سترګې هم ورلنډې کړي.
    زه په خپل وار سره په ژوندون تلويزيون نامردانه تېری غندم او د شمال ټلوالي مخکښ لنډغران بايد محاکمه او په خپله سزا ورسول شي، پرته له دې به په افغانستان کې د دهشت، وحشت او ذهني تروريزم او فزيکي نشت کول به خپله لمن په ټول افغانستان کې خپره کړي.
    افغانان بايد د همزيستي، رېښتيا او پوهاوي زغم پيدا کړي، خو کله چې منجمد ماغزه له کاره لوېږي او بې ځايه تاوده شي، نو د ماغزو پر ځای کول يې د امنيتي ځواکونو دنده ده او که نه نو افغان ولس بايد د خپلو نواميسو او ارزښتونو دفاع په ملي قيام وکړي!!! آزاد ژوند وکړه او آزاد مړ شه، ځکه په تجريدي بڼه هر ورځ مړ کېږي، مګر لکه آزاد سړی يو ځل لکه يو اتل له فاني دنيآ وداع کوې!
    معه سلاموکوم الاهلولو فنونو و الاهلول حبالوطن
    ملا ميوند آخوند

  4. شمالی ټلواله ټوله دپښتنو مخالفه ډله ده اوکوشش کوی چی پښتانه په یوه رقم چه وی بدنامه کړی اوپه دغسی رقم حملو ته دوام ورکوی اوموږداحمله په کلکه غندواودایوه مخکی پلان شوی حمله وه اودایوه بی کفایته ډله ده شمالی ټلواله
    دشمالی ټلوالی دبدنامی او سرټیټی په هیله
    دپښتنودکامیابی په هیله

  5. له هرڅه نه مخکی ټولو مسلمانانووروڼوته اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
    لکه څرنګه چی ښاغلی اوستاد یون صاحب اونور اسلام پاله اوافغان پاله څیری شته نو مونږهیڅ ستونزه اوویره هم نلروخومونږهیڅ تعصب نه لرو خودوی راسره تعصب کوی ځکه دوی په دی باندی پوهیږی چی داکور دافغانانو دی یعنی زمامقصد داندی چی پلانی یاپلانی هرڅوک چی تعصب کوی که هغه پښتون وی که هرڅوک وی یعنی هرهغه څوک چی ځان ددی خاوری یا ددی کور بولی هغه به لومړی مسلمان وی اوبیا به افغان وی نومسلمانان ټول سره ورڼه دی ژبه یواځی ده افهام اوتفهیم لپاره دی نه ده ځان مطرح کولو لپاره نو ژوندون یواځی افغانیت بیانوی یعنی دنوروهیوادونو کلتوردلته نه عملی کوی اوبس اوله ښو اوټینګو مسلمانانو سره مرکی اوحقایق بیانوی نو خاریجیان هیڅ کله هم نه غواړچی ژوندون دی وی په اخیرکی دومره وایم چی ښاغلی اوستاديون صاحب تنهانه دی ډیری ژوری ریښی لری اودنګی څانګی لری اوله الله نه کامیابی ورته غواړم
    په درناوی

  6. To all larawbar realy afghan salamoona
    every larawbar afghan knows that real tv in afghanistan is a zhwandoon tv because this tv usually expose the truth so those people who deceived the people for their own interests still they want to do what they want but sham for this government especially for cultural and traditional ministry , still it is quite.and does not want to say any thing about this bad action.
    all afghan peoplle have to hat these people.

  7. دلته یو څلی جوړیدو او ما ویل – چه وران نشی جوړیدلی نشی
    دوستانو یو متل دی که شپه تیاره ده مڼی په شمار دی ،که لږ حقیقت ووایو ، ناټو دومره چټل تهداب ایښی چه د ټولی نړی وینه ،ډالر او وسلی په ولګوی جوړ به یی نکړی.
    دا هعه کسان دی چه د هر خارجی مړ پوزی ته یی شهید ویلیدی ،هیواد یی دنورو جاسوسانو په نوم کړو ،او کرزی دپښتو په نوم دپښتون قوم بیړی غرقه کړه، ټول پښتون یی نورو هیواد والو ته سترګو کی سپک معرفی کړه ،که دغه ګروپ قلاب او ازبکستان ته الوتکی بوتلی ، دوه قسمه افعانی یی چاپ کړی ، که دهوا نوردی وزیر یی په ډانګیو مړ کړو،که دمسکو ناټو ایران او پاکستان سره سازش وکړ ،که په ولایت یی یرغل وکړه ،که سادات په پارلمان کی کنځل وکړی ،که شجاعی خپل راج چلوی ،که کانکور کی غلاکوی ، اوکه په خپل حکومت یی د کور په داخل کی جهاد اغلان کړی دی ،او که د کابل بانک یی لوټ کړو هیڅ خبره نشته .
    ولی دکرزی له نظره پښتون ډیر سپک او ورک قوم دی ،
    یو ژوندون تلویزون نشی منلی نو ټول پښتون به څنګه ومنی ، سبا به ګوری چه هندوان به هم راته کنځل کوی په ژوندون یی په مړو حساب کړی یو ، ۲۰۱۴ راروان دی ټول پښتون دی خپل حق لمړی د قانون په زور واکلی او که نه د ټوپک په زور .
    – – یو متل دی وایی خلک مارانو وخوړل موږ کربوړو ،اوس وزی راپاڅی امان لله خان او احمد شا بابا ته کنځل کوی باید موږ کرز ته مبارکی ووایو.

ځواب ورکول hakim khan samsoor ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *