تاند- د داوود شاه صبا له استعفا وروسته فضل الله وحیدي د هرات د والي په توګه ټاکل شوی دی. فضل الله وحیدي د کونړ والي و.

د افغانستان د ولسمشر د چارو د ادارې د مطبوعاتي دفتر له مالوماتو سره سم فضل الله وحیدي د سیمه ییزو اورګانونو د ادارې په وړاندیز او د ولسمشر په موافقه د هرات د نوي والي په توګه ګومارل شوی دی.

وحیدي وروسته له دې د هرات د والي په حیث معرفي شو چې داوود شاه صبا په یوه خبري غونډه کې د خپل ولایت په چارو کې د سیمه ییزو اورګانونو اداره په لاسوهنې تورنه کړه او د اعتراض په دود یې د ولایت له مقامه استعفا اعلان کړه.

د هرات خلک وايي چې داوود شاه صبا په تېرو دوولس کلونو کې لومړنی په کار پوه او تعلیم یافته والي و چې د دوی په ولایت کې ګومارل شوی و. تر ده مخکې تقریباً ټولو والیانو د قومندانۍ سابقه لرله.

پرون یو شمېر هراتیانو د والي په توګه د داوود شاه صبا د پاتې کېدو په ملاتړ کې مظاهره وکړه. دوی ویل چې د ښاغلي

فضل الله وحیدي
فضل الله وحیدي

صبا استعفا دې نه منل کېږي او د هرات د والي په توګه دې کار ته دوام ورکړي.

د ولسمشرۍ د چارو د ادارې له یوه بل خبر سره سم د اروزګان پخوانی والي محمد عمر شېرزاد د فراه د والي په توګه ټاکل شوی دی.

د فراه اوسني والي اکرم خپلواک او د هرات د مستعفي والي داوود شاه صبا ته د کومې بلې دندې د سپارلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

فراه یو له هغو ناکرارو ولایتونو څخه دی چې والیان یې ژر ژر بدلېږي.

د فضل الله وحیدي پر ځای کونړ ته نوی والي لا نه دی ګومارل شوی.

4 thoughts on “د هرات او فراه والیان وټاکل شول”
  1. د چارو ادارې د یوې خبرپاڼې له مخې، د فراه مخکنی والي اکرم خپلواک د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست په توګه معرفي شوی، چې په نږدې راتلونکې کې به د باور د رایې اخیستلو په موخه ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي

  2. اکرام خپلواک خو که څه هم چې ځوان دی او استعداد به لري خو ډېر لوی غل دی. ولسي جرګه دې رایه نه ورکوي.

  3. پکتیکا او فراه په لوټلو کې ښه تجربه لري. ولسي جرګه به ځکه رایه ور کړي چې په غلا کې ماهر دی او اوس به قبایل پرې ولوټي. خپلو جیبونو ډکولو ته به یو غل پیدا کړي

  4. د کنر والی(وحیدی) یه کنر کی د جارتراش لرګو د غلا او یو څو چاپلوسو ریسانو د کنځلو،او دپټی پری کولو ښه تجربه لری، نور خوشی کدو دی.

ځواب ورکول محمد علي نادان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *