تاند- د هرات د ولایتي شورا رييس کامران علیزی د ځان په اړه د لویې څارنوالۍ حکمونه رد کړل، ویې ویل چې لویه څارنوالي حق نه لري چې دی ممنوع الخروجه کړي.
د راپورونو له مخې، د هرات د ولایتي شورا رييس کامران علیزي یو دولتي مامور، چې په فساد تورن شوی و، د هرات د استیناف له څارنوالۍ په زور وایست.
له دې پېښې وروسته لویې څارنوالۍ علیزی له خپلې دندې په سواستفادې تورن کړ او له امنیتي چارواکو یې وغوښتل چې نوموړی ونیسي.
لویې څارنوالۍ همداراز امر وکړ چې د هرات د ولایتي شورا ريیس له هیواده وتلی نه شي.
خو کامران علیزي د لویې څارنوالۍ پرېکړه یو اړخیزه او په بیړه غوره شوې وبلله.
ده د لویې څارنوالۍ له لوري د خپلې دندې د تعلیق په اړه وویل چې دا کار د لویې څارنوالۍ په صلاحیت کې نه دی.
ده د استیناف له څارنوالۍ څخه په فساد د تورن کس ایستل خپل حق وباله.
راپورونه وايي چې د علیزي په زرګونو پلویان د ده د کور مخته راټول شوي او د لویې څارنوالۍ پرېکړه غندي.
دوی دغه راز خبرداری ورکړی چې که د ولایتي شورا د رييس خلاف د لویې څارنوالۍ پرېکړه عملي شوه، د هرات- اسلام کلا لاره به بنده کړي.
دا په داسي حال کې ده چې د هرات د والي ویندوی ویلي چې د لویې څارنوالۍ حکم به عملي کړي.
په ښکاره زورواکي يې شروع کړې ده، څه وخت مخ کي يې د ملي امنيت کسان په ډزو ځکه وويشتل چي د ده موټران يې د تلاښۍ لپاره دروله.
په ښار کي يې ساتونکي له قاچاق سره په باډۍ والا لنډکروزرو کي سرې سترګي هري خوا ته راتګ کوای سي خو څوک ږغ ورته نه سي کولای ځکه چي د ولايتي شورا مشر دی.
دا ټول زورواکان او جنګسالاران دي یو بې شرمه بیغیرته یی له بلخ څخه دا خبرداری ورکوي اوبل یی له هرات څخه دا وطن الله پوه شه کاریی چې جوړ شي ، د دوی ملاتړي هم یو څه یی ورسره په فساد ، قاچاق او سړي تښتونو کې لاس لري او ځینې یې د کم عقلې له وجې ورسره ولاړ دي .
دا جنګ سا لاران خو خپله ریسان شوی ندی ما او تا رایه ورکړی اول دانتخاب په مور درست فکر وکړی بیا وروسته با بو لا لی ویل څه ګټه لری ؟ولی دغسی ناروا او خود خواه خلکو ته رایه ورکړه شی ؟ داسی معلو میږی چه رایه ور باندی خرڅه شوی وی نو که داسی وی بیا یی خق ده چه باداری وکړی .